دوشنبه, مې 20, 2024
Home+افغانستان کی د پوهنتونونو نصاب او معیارونه یې

افغانستان کی د پوهنتونونو نصاب او معیارونه یې

پوهاند محمد بشیر دودیال

د نصاب (curriculum) پېژندنه

په پوهنتونونو کې تحصیلی نصاب د محصلانو د مسلکی زده کړو، د دوی د ذهني ودې، په دوی کې د نوښت او خلاقیت د پرمختیا او هڅونې لپاره هغه ټاکلی پلان او د روزنې او زده کړو محتوا ده چې دهغه د تطبیق لپاره د پوهنتون وسایل، اداری سټاف، تدریسی سیستم، دمضمون درسی مفردات او اهداف ځایول شوي وي.

نصاب د یو شمیر تخصصصی، ملی او بین المللی، عمومی او خصوصی مقاصدو لپاره برنامه په منظم او سیستماتیک چوکاټ کې ډیزاین او له امکاناتو سره سم په پام کې نیسي.

د تحصیلی/درسي نصاب اهمیت

دنصاب اهمیت په دې کې دی چې د ټولنې او خلکو د اړتیاوو سره سم راتلونکي مسلکي متخصصین دعصر او زمان په پوهه سمبالوي. پوهه، تکنالوژی، د انسان د رفاه وسایل او لارې، د ولسونو ترمنځ د دوستانه اړیکو ټینګولو طریقې، کلتوری ارزښتونه، د علمی تحقیق روشونه، د روغتیا ډاډمن کول او تامینول، د فزیولوژکی لومړیتوبنو براورده کول د یو ښه نصاب محتوا ده. اهمیت یې په دې کې دی چې د ټولنې لومړیبونو باندې تمرکزکوي. نن ورځ هغه ټولنې هوسا او انساني لوړو مدارجو ته رسیدلي دي چې ځوانانو یې عالی نصاب لوستی او د غوره خدماتو د ترسره کولو وړتیا ولري. نصاب موږ ته دا توانایی راکوي چې له نړیوال کلي سره خبرې وکړو او روابط ورسره ولرو، له دوی څخه خپلې اړتیاوې پوره او ژوند مو ښه سمبال کړو.

د یوه ښه درسی نصاب معیارونه

ښکاره ده چې یو ښه نصاب هغه دی چې د هیواد  ښه راتلونکي تضمین کړي، دا ځکه چې غوره عامه خدمات، ښه مورالیتی او سجایا، نظم او قانونولي، یوبل ته ددرناوی اخلاق، پیاوړی اقتصاد، صحت او باکیفیت تولیدات او داسې نور آرمانونه ښه نصاب پورې تړلی دی، ښه فکر او غوره تربیه او صنعت یې علمی آثار دي. د دواړو پایله ډیر لایق فنی اومسلکی متخصصین دي. دا مقاصد د لاندې معیارونو لرونکی نصاب څخه ترلاسه کیږي:

  • اسلامی او ملی تفکر پیاوړی کوي،
  • انسان ته د اشرف المخلوقات په توګه روزنه ورکوي او تعصب، تاوتریخوالی، تحجُر اوخرافاتو سره ناسازګار وي،
  • باید د محصل ذهنی او فکری مهارت اوچت کړي،
  • باید د روزنې داسې نتایج ولري، چې په نوښتګراو منطقی بنسټ ولاړ وي،
  • درې فکتورونه (درسی مواد، زده کوونکی او ټولنه) په پام کی نیسي،
  • په یو معیاري نصاب کې د نوښت، اختراع، خلاقیت اوتطبیق ځانګړنې موجود وي.
  • ښه نصاب کې د محصل د معلوماتو او پوهې د زیاتیدو، د سنجش، تحلیل، ترکیب، تطبیق اوارزیابی برخه موجوده وي، لکه منځنۍ ازموینې، ټسټ، د کورنی دندې کتنه، اصلاحی ارزونه (formative evaluation) او نهایی ارزونه (summative evaluation).
  • په یوه ښه نصاب کې د روزنې بیلابیل اړخونه (جسمانی، روانی، تربیتی، اخلاقی، دینی، مذهبی، هنری، مدنی، فرهنگی، اجتماعی، اقتصادی اوآن سیاسی) شامل وي.
  • ښه نصاب قانون، لوایحو، مقرراتو او دسپلین ته درناوی او د ژوند داړتیاوو پېژندنه رااخلی،
  • د زده کړې مختلف میتودونه (ګروپی کار، علمی سیر tour، study case، صنفی بحث، لابراتوار…) لري،
  • له معلوماتو او پوهې سره یوځای ذهني ودې او دتفکر وسعت سره مرسته کوي،
  • غوره نصاب دټولنې اقتصادی، سیاسی، فرهنگی واجتماعی مقتضیاتو سره برابر وي،
  • پوهنیزې اوتربیتی ښکارندې پکې هیرې شوې نه وي،
  • ښه نصاب کې د روزنې اوتحصیلی نظام دکیفیت تشخیص شامل وي،
  • ښه نصاب پېیلی، سیستماتیک، (lab.+lib.) باندې مجهز او پرته له کوم محدودیت اوبې نظمي وي.

موږ تېرو شلو کلونو کې د پوهنتونو پرنصاب څه ناڅه کار وکړ، ډیر تمرکز د لیسانس دورې پر نصاب شوی و، لاسته راوړنې وې، اما یو دوه نیمګړتیاوې یې هم لرلې.

(د لوړو زده کړو په وزارت کې د نصاب یوه غونډه)

په دغو کلونو کې د لسانس د دورې دپخواني سل پاینټه سیستم په عوض، کریدت سیستم رواج شو. د درسی ساعتونه شمېرکم، لکه د پرمختلو هیوادو په شان طور  اوسط د کریدیتونو شمیر حد اقل ۱۴۳ـ۱۴۵ په پام کې ونیول شو. دا یوه نیمګړتیا او د بهرنیو هیوادو څخه تقلید و. په داسې حال کې چې له معارف څخه پوهنتون ته راغلي یو شمېرځوانان دپخوا په شان د پوهنتون د لومړي صنف په سویه نه وو، یعنی د معارف کېفیت له منځه تلی و (البته استثنا موجوده وه، ټول ښوونځي داسی نه وو).  په دې حالت کې موږ اقلاً ۱۵۳-۱۵۴کریدتونو ته حتمی اړتیا لرله.

په نورو هیوادو کې محصل په ټولګي کې دحضوری درس ترڅنګ، لابراتوار، عملی کار، علمی کتنې او سیر، کتابتون ته مراجعه کول، د کورنیو دندو ترسره کول او عملی کار کوي، حال دا چې موږ داامکانات نه لرل، آن داچې محصل مو نه و اړ کړی چې د پوهنتون کتابتون ته ورشي، کورنې دندې نه سپارل کیدی او اصلاحی ارزونه  هم نه وه.

د مرجع او ماخذ درسی کتاب پرځای زیاتره څو پاڼې چپترونو باندې اکتفا کیده. صنفی بحثونه، ګروپی کار، فکری توپان او یوشمیر نور میتودونه لکه دکیس مطالعه چی امکان یی و ، نه ترسره کیدل.

له بلې خوا په دغه اقل حد(۱۴۵) کریدیتونو کې د “پوهنتون شموله” په نوم داسې مضامین شامل وو چې د “تخصصی مضامینو” لپاره یی لازم ګنجایش له منځه وړی و، مثلاً د لیسانس دوره کی محصل ته کمپیوتر نصاب کی شامل شوی و،  حال دا چې اوس کمپیوتر یوه  عادی وسیله ده، هر ځوان اوس فیسبوک چلوي، او د (IT) نورو وسایلو سره بلد دي. پوهنتونشموله (university wide) مضامین ټوله دنیا کی شته، خو اړتیا سره سم، دا ځکه چی( specialization) د عصر غوښتنه ده. کمپیوتر باید یواځې د کمپیوتر ساینس فاکولتو کې دهغه د ټولو پروګرامو سره شامل وای. دا هم باید نه وای هیره شوې چې هر  محصل باید د تحقیق روش په کمپیوتر کې زده وای.

دثقافت مضامینو کې داسې مسایل شامل و چی لومړیتوب یې ندرلود، لکه مرئيتوب اوشرایط یې ، دمریی آزادول ، میراث او ترکه ، زنا (چې ټولګی کی به یې محصل منحرف کړ)، د عطر استعمال یا بعضی ډیر ابتدایی مسایل چی موږ یی اووه کلنۍکې کورکې خپلو اولادو ته ورزده کوو لکه کلمه طیبه ، دلمانځه فرض، سنت، اودس او داسې نور. ډیر به ښه وای چې منکرات جدا او اوامر او فرایض ښودل شوی وای او خلک ګناه ته متوجه او له حرامو ګرځول شوي وای. بایدد هر پوهنځی لپاره د هغوی د مسلک سره سم اسلامی اصول  ښودل شوي وای، لکه په زراعت کې د فلاحت،کار او د زمکی او اوبو استفاده ، په اقتصاد کې اسلامی  بانکولی، اسلا می مالیه، په ادبیاتو کې اسلامی عرفان یا مثلاً د قران کریم ژبنی او ادبی اعجاز، په طب کې نبوی او سنتی – دودیزطب، په وترنری کې پر څارویو ترحم او د مالداری ګټې، دساینس پوهنځی  کی د  قران عظیم الشان علمی اعجاز او حکمت (ځکه قران عظیم الشان ترنیمایی کم د عباداتو په هکله، خو تر نمیایی زیات حکمت دی) اما اسلامی اخلاق تدریسول، دتقوی فیوضات، پاک نفسی، د الله پاک دبندګانو خدمت او داسی نور اخلاقی مسایل ټولوته ډیر ضرور وو.

انګلیسی اونۍ کې یوه ورځ ممکنه نه وه چې زده شي، یا باید اقلاً درې ورځې وای، یا باید هر پوهنځی کې مسلکی انګلیسی اونۍ کې د درې کریدتونو په اندازه وای، چې په هغې کې د ژبې ترڅنګ مسلک او د مسلک اصطلاحات او ادبیات هم زده کیدای.

بله ستونزه دا وه چې دسپلین او کورس یا مضمون نه تفکیک کېده. د لسانس دوره کی معمولاً اساسات، مبادی او عمومیات دي. نو هر مضمون باید له نوم څخه پېژندل کیدای لکه، عمومی کیمیا، عضوی کیمیا، دعقیدې اساسات، عمومی ریاضی، د بانوکولی اساسات، د نباتاتو مبادی او نور. اما بعضی مضامین بیا کیدای شو چې مشخص مضمون وای لکه د رنګ مضمون، احادیث، کریمنالوژي، فقه العبادات، د جزا حقوق (مثالونه د بیلابیلو پوهنځیو دي). مطلب دا چی د fundamental, Introduction, او دی ته ورته وضاحت باید موجود وای، مثلاً نوره دنیا کې اول صنف کی (General Biology) مکمل په همدې شکل نصاب او مهالویش کې لیکل کیږی، خو موږ یواځی بیالوژی لیکلی وه.

ډېره به ښه وي چې تیر کارته دوام ورکړو، پورتنی مثبت او منفی تجارب په پام کې ونیسو اود راتلونکی لپاره یو ښه نصاب ولرو.

3 COMMENTS

  1. بلی ، ښه نصاب ، ښه ښوونه او روزنه ښه ملت جوړوی،کار اهل کار یا امانات اهل ته یی سپارلو کی جداََ ممد واقع کیږی ، جاهلی تعصباتو ته ځای نه پریږدی ،په مجموع کی خیرالناس من ینفع الناس
    او انسانی رشد ته زمینه مساعدوی ، واحد صف او قوی ملت ، ښه ساینسی پوهه او تکنالوجی تر
    تُرهبون به عدوالله و عدوکم او مصلح او موثر رول په نړیوالو قضایاوو کی دا ټول په ښه نصاب ،
    متخصص او خادم عاملینو پوری مستقیم تړاو لری او همدا د انسانیت د عروج ازمایل شوی لار ده
    الله رب العزت د موږ او ټول امت ته خپل مخلصین خادم او حاکم وګرځوی۰
    د پوهاند دودیال صاحب نه په مینه، مڼنه کوم چی موږ ته د ملت جوړونی او عروج اسباب او لاری
    راښیی؛الحمد لله موږ مومن او متخصص معلمان لرو چی که حکام د تعاونوا علی البر والتقوی په
    معیار ځان خادم وګڼی دا خلک د الله لوی نعمت دی ،باید درک کړی شی هم کار او خدمات اسانه کیږی او هم اعاده د حیثیت د مومن ملت ، خو که زولنی د جهالت او لعنت د انحصار مات کړی شو ۰ ان الله علیم بذات الصدور۰

  2. ډیر منلی او ښاغلی ډاکتر صاحب همت، السلام علیکم !
    ستاسو له لطف او مهربانی څخه مننه. تاسو ډیره ښه مهربانی کړی ده، باید د وطن او عام ولس لپاره متخصص او متعهد ځوانان تربیه کړو ترڅو زموږ د مومن ملت حیثیت دوباره اعاده او د معیشت مشروع وسایل ولرو. الله پاک مسلمه امت ته دعزت ژوند خوښوی، ذلت د مسلمان لپاره سپکاوی دی، عزت په علم حاصلیږی. عزت په ښه عاید، مشروع کار او د الله پاک له خوا د خلق شویو اقتصادی منابعو څخه په استفادی حاصلیږی. الله پاک فرمایلی چی زمکی ، اسمانونه ، باد، باران او هرڅه مو پیدا او تاسو ته مو مسخر وګرځول . اوس نو دا زموږ په پوهی پوری اړه لری چی دا عالم اسباب کی مهیا وسایل څنګه تر استفادی لاندی راولو. معلومدار چی د پوهی په واسطه .

  3. سلامونه،
    دروند پوهاند صاحب دودیال نه په مڼنه او هم د ډاکټر صیب همت له تاییدې کلماتو خوښنه.
    زما په نظر لمړنی اصل چې په زده کړوکې،هغه که ابتدايي،متوسطه،ثانوي ، او یا لوړې پوهنتوني وي :په مورنۍ ژبه ډیري موضوعاتو ښوونه او روزنه تشکیلوي. البته د یوې یا دوه انټرنشنل ژبو چې اوس دنیا کې انګليسي یا بله ده په ماسټرۍ او دوکتورا کې ضرور ده.
    مونږ او تاسو په تیرو ۲۰-۳۰کلونو کې د ګاوڼدیانو فرهنګي یرغلونه ولیدل چې د کابل پوهنتون اود هیواد نورو اکاډیمیکو موءسسو ډیر با ارزښته کلتوري اوعلمي آثار چې ارواښادو پخوانیو مشرانو د زړهء په وینو لیکلي او چاپ کړي ول څنګه د قدرت د جګړو ښکار سول او یا قصدي او عمدي ډول بیګانه او اجنبي دانشخانو نه ډک سول!!.البته کمپیوټر استثنا ده.
    اوس بایدء دي چې د هغو رشتو یا څانګو چې د افغانستان بیا آبادۍ او د نړیوالو سره د سیال کولو لپاره اړینې دي،لومړیتوب ورکړ شي او په نصابونو یا کریکولمونو کښې پخوانۍ سهوې تکرار نه شي او که خدای کول ځوانان مو د علومو او عمل په زیور ،پخپلو مورنۍ وطنۍ ژبو سمبال شي.او د هیواد نه د تیښتو مخنیوی وشي. (آیا برابر دي هغوی چې پوهېږي او هغوی څې نه پوهېژي) = د مبارک آیت (هل یستوې الذین یعلمون والذین لایعلمون)؟. پښتو ژباړه.
    و من الله التوفیق

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب