جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهپه نیمروز کې د هلمند سین د پاکارۍ چارې روانې دي

په نیمروز کې د هلمند سین د پاکارۍ چارې روانې دي

تاند (دوشنبه، د دلوې ۲۴ مه) د نیمروز ولایت چارواکي وايي، په دې ولایت کې د هلمند سین له تله د خټو د پاکولو کار پیل شوی او په یوه میاشت کې به بشپړ شي.

په زرنج کې د هلمند سین د فرعي حوزې ريیس مولوي سیدمحمد ولي اغا د دې پروژې په پرانیستونکې غونډه کې وویل چې په نیمروز کې به د هلمند سین ۱۳ کیلومتره په ۷۲ میلیون افغانیو په یوه میاشت کې پاک شي.

ده همداراز وویل، د دې پروژې د بشپړېدو په صورت کې به د اوبو د ضایعاتو مخه ونیول شي او زرنج ښار ته به د اوبو د بهیدو بهیر چټک شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د انجینیري خدماتو عمومي رييس انجینیر عبدالغفور عمري وايي، د هلمند سین تل به ۳ متره ژور وکیندل شي. د عمري په وینا د دې سین پسور ۲۵ متره دی.

هلمند سین ۱۴۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د افغانستان تر ټولو لوی او اوږد سین ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب