تاند (دوشنبه، د دلوې ۲۴ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خپل هیواد ټولو سفارتونو ته امر کړی چې افغانانو ته ویزه ورنه کړي.
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت دا پرېکړه وروسته له دې کړې چې دغه وزارت راپورونه ترلاسه کړل چې په سویډن کې د پاکستان سفارت ۱۶۰۰ افغانانو ته په جعلي اسنادو وږیزې صادرې کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له همدې کبله یې د فبرورۍ په اتمه خپلو ټولو سفارتونو ته لیک لېږلی چې افغانانو ته د بل حکم تر صادرېدو پورې ویزه ورنه کړي.
دغه وزارت نور جزییات نه دي څرګند کړي.
د یو شمېر کتونکو په باور، څرنګه چې افغانان حتي د قانوني کارونو په بدل کې په اسانه رشوت ورکولو ته تیاریږي، پاکستاني دیپلوماتانو ته هم، که هر څومره لوړ معاش ولري، رشوت اخیستل عادي چاره ښکاري.
سما تلویزیون پرون (یکشنبه) وویل، تراوسه څرګنده نه ده چې څومره افغانانو په سویډن کې په جعلي اسنادو ویزې اخیستي او یا یې د څه لپاره اخیستي دي؟
بد کوي چې ورکوي یې باید طالبان هم په نړیوالو غږ وکړي چې ټول پاکستانیان چې خارجي هیوادو ته تللي د هغوی بیا له سره معلومات وکړي ځکه چې اکثره پاکستانیان خارج ته په افغان پاسپورټونو تللي. په تیر فاسد دور کې ډیری پاکستانیانو په پیسو په ولسوالیو کې تذکرې جوړې کړي او بیا یې افغان پاسپورټونه اخستي.
do not go to pakistan.do not spend money in pakistan
TRY TO SEND YOUR FAMILY TO AFGHANISTAN,
AFGHANISTAN 1000 TIME BETTER FROM AFGHANISTAN.
THIS IS PROPSAGANDA,
TALIBS ARE NICE AND GOOD PEOPLES,
OUR FAMILY DO HEJAB IN WESTERN WORLD.
BE PROUD TO YOUR CHILDREN GROW UP IN ISLAM.
THANK YOU
رازمحمد صاحب یوه غلطي ستا په لیکنه کې شته ، لطفا هغه اصلاح کړه.