د قرانکریم زړه راښکونکي غږ د جومات په څلورو کونجونو کې ازانګې کولې، د لمونځ کوونکو د شمېر ډېر والي هوا یو څه توده کړې وه، د ځینو چاغو لمونځ کوونکو پر تندیو مړې خولې راماتې وې، خو په ملا امام پسې ولاړ ډنګر ځوان تر نورو زیات خولې او رنګ یې سور اوښتی و، کله به یې سجدې او کله هم امام او محراب ته کتل، د جومات لوی محراب په ښکلو ترکي کاشیانو او نوي ډیزاین څراغونو ښکلی او روڼ ښکارېده، جوړښت یې د ځوانکي قاري له قد او وجود سره ښه تناسب درلود، د ټولو لمونځ کوونکو په څېرو او روان کې د خوښۍ او رضایت څپې خپرېدې.
له معمول سره سم د جمعې لومړی صف له سپین ږیرو او پاخه عمر لرونکو ډک و، د روژې میاشتې له شروع کېدو سره به لومړی او دویم صف لا له وړاندې نیول شوی و او له کورونو راوړي جاینمازونه به یې د جومات پر خپل جاینماز غوړلي وو.
په دویم صف کې ځوانان او شاته نور خلک ګډود ولاړ وو، هغوی چې د اوږده ختم لپاره د درېدو حوصله یې چندان د ستایلو نه وه، شا صفونو ته یې د هلکانو او ځینو ناراسته ځوانانو په صفونو کې ځانونه ځایول او د رکعتونو په منځ کې به یې څه ناڅه دمه او خبرې هم کولې. د رکوع او سجدې پر مهال به د خلکو د ساه ګانو او د محراب په سر کې د لګېدلي ساعت ټک ټک چوپتیا ماتوله.
د لومړی صف د سپین ږیرو او مشرانو منځ کې ولاړ ځوان په بیا بیا په خپل تندي او غاړه را روانې خولې پاکولې، د څنګ ملګرو به یې د سلام ګرځولو پر مهال له سترګو تېر کړ، نه یې پېژنده، نه پوهېده چې دا نوی کس له چا کره مېلمه راغلی دی، خو هغه د دوی لاندې باندې کتو ته چندان پام نه کاوه، په خپلو ژورو اندېښنو او عجیبه حالت کې ورک و، کله کله به له ملا امام او د څنګ له ملګرو هم وروسته پاتې شو.
په هر رکعت کې به د قاري له تلاوت سره له عجیبه کیفیت او یو ډول وېرې سره مخ کېده، د پخوانیو وختونو او یادونو په جال کې به را ګیر وو، د هر سورت او ایات له تلاوت سره به ځانګړي وختونه ور یاد شول، په مدرسه او دارالحفاظ کې به یې د استادانو او ملګرو څېرې سترګو ته ولاړې وې، د حفظ وختونه او د حفظ د استاد هره خبره، غوسه او نیوکه به یې مخته راغله.
هغه د تنکۍ ځوانۍ څو کالونه په مدرسه او دارالحفاظ کې تېر کړي وو، د قران کریم له حفظ سره یې ژوره مینه درلوده، په یوه کال کې یې د قرانکریم شل پارې حفظ کړی و، د تلاوت څو بڼې یې یاد کړې وې، خو دا حفظ ورته دومره اسانه هم نه و، د استاد جزاګانې اوسخت وهل په کې شامل وو.
د تراوېح لمانځه په شپاړسم رکعت کې ملا امام سورت رحمان ته ورسېد، په خوند او شور یې تلاوت پیل کړ، خو د ډېر چټک تلاوت په شور کې د قرائت خوږلت پیکه شوی و، د ولاړ ځوان تندی هم تریو شو، لومړی ځل یې هغه ته په داسې تلاوت غوسه راغله، ده هم هر ایت ورسره په ذهن کې تکراروه، یاد یې شول چې کله په دارالحفاظ کې ددې سورت یادولو ته رسېدلی و، پلار یې د څه کارونو لپاره له کلي کابل ته واستوه، هېڅ وخت یې پیدا نه کړ چې د سورت د حفظ ګردان او تمرین وکړي، په سبا چې دارالحفاظ ته ورغی، د خپل استاذ مخته کېناست، څو ځله یې تېروتنه وکړه، لحن او تجوید یې برابر نه و، استاد قمچینې ته ورته د ربړ ټوټه را واخیسته او لاسونه یې تک شنه ور واړول.
ورو ورو یې له حفظ سره پخوانۍ مینه کمېده، غیر حاضري یې هم زیاتېده، په دروغو او بهانو سر و، بله ورځ یې د کلي د ځوانانو په ډله کې له مور او پلار په پټه د ایران لار ونیوله، په سختو لارو او کړاوونو تر هغه ځایه ورسېده، څلور نیم که پنځه کاله یې له یوې مخې په سختو مزدوریو او هسې ګرځېدو تېر کړل، کله کله به یې د شپې د مبارکو ایاتونو ګردان کاوه، خو له هر څلورم او پنځم ایت وروسته اړ و چې قرانکریم ورپسې راواړوي او مخته لاړ شي، فکر یې کاوه چې ذهن یې کمزوری شوی دی.
په لومړیو کې به یې په همدې ترتیب په هر خالي وخت کې حفظ کړې پارې ګردانولې، خو مزدورۍ او چکرونو یې وخت محدود کړ او بیا چې د اروپا په شوق د ترکیې په لور روان شو، خالي وختونه یې نور هم ختم شول، په ترکیه کې دوه کاله پټ ګرځېدو او سختې مزدورۍ د هغه حفظ فقط تر وروستۍ پارې محدود کړ، ایاتونه یې په ذهن کې پیکه کېدل، د حفظ نښې او خاطرې یې تتېدلې، کله چې د ترکیې پولیسو ونیوه او کابل ته د را شړل شوو ځوانانو په ډله کې خپل کلي ته ولاړ، په کورنۍ او ملګرو یې اختر و، ټولو ورته د قاري صاحب نوم اخیسته، خو ده ته دا لقب سخت ځورونکی و، نه پوهېده چې خپل درد او بې غوري هغوی ته څنګه بیان کړي؟ بس هر څه یې له ځان سره پټ تېرول او څه یې نه ویل، کله به د کلي جومات کې له جمعې وروسته پاتې شو، قرانکریم به یې را واخیسته، خو داسې ښکارېده لکه سورتونه چې ورڅخه مرور شوي وي، یوازې له مخه به یې تلاوت وکړ او غلی به له جوماته ووت.
نن شپه چې د خپل ماما کره ښار ته راغلی و او د درېیمه شپه یې په دې ښکلي جومات کې په قاري پسې لمونځ کاوه؛ نو پخواني وختونه او د سورتونو د یادولو ټولې شېبې او خاطرې یې پر ذهن د باران په څېر اورېدلې، هر ایت او سورت ورته په دارالحفاظ کې د خپل استاد او ملګرو څېرې مخته راوړلې، ځینې ایاتونه به یې ناڅاپه له ځان سره په قاري پسې تکرار کړل، خو هر څومره به یې چې پر ذهن فشار راووړ، یوازې به مخکنیو ایاتونو نه شو تللی.
وروستی رکعت هم وشو، ملا امام سلام وګرځاوه، د لاوډسپیکرونو بټن بند شو، ملا امام په محراب کې د دعا لپاره مخ را وګرځاوه، ورپسې ولاړ ځوان په خولو کې داسې ډوب و چې په ګرېوان او تندي کې یې وچ ځای نه معلومېده، له قاری سره یې سترګې مخامخ شوې، زر یې ښکته وکتل، چټک له ځایه پاڅېده، په صفونو کې یې د لمونځ کوونکو پر اوږو لړزانده لاسونه اېښودل او د جومات د دروازې خواته یې لار لنډوله، قاري او مقتدیانو د دعا لاسونه اوچت کړل، خولې یې په دعا خوځېدلې، خو ډېرو په ترهېدلي ځوان پسې سرونه را ګرځولي وو، هغه د لمونځ کوونکو صفونه همداسې شاته پرېښودل او د جومات دروازې ته رسېدلی و.
۱۴۰۲، د وري ۲۰مه