شنبه, اپریل 27, 2024
Home+سټیم حجرې/ژباړه وړانګه اکبر

سټیم حجرې/ژباړه وړانګه اکبر

 په څو حجروي ژوندیو موجوداتو کې سټیم حجرې یا په بشپړ ډول او یا په قسمي ډول بدلون موندلې حجرې دی، کوم چې د حجراتو په مختلفو بڼو د بدلیدو وړتیا لري.شونې ده چې عضلي حجرې،عصبي حجرې او یا نورې حجرې ورڅخه منشا واخلي. نوموړې حجرې په نا څرګند ډول تکثر کوي تر څو نورې ورته سټیم حجرې رامنځته کړي.د جنین د انساجو او غړو د ودې په مراحلو کې سټیم یو له تر ټولو لومړیو حجراتو څخه دي چې وده کوي او په نورو حجراتو بدلېږي.دا حجرات په جنین او ځوان شخص دواړو کې موندل کېږي خو په یو څه اندازه توپیر سره.

سټیم حجرې څو ډولونه لري خو دوه یې ډېر یادېدونکي دي:

۱:امبریونیک سټیم حجرې:کوم چې د جنین له کر نه مخکې په بلاسټوسیسټ کې موندل کېږي.بلاسټوسیسټ هغه پړاو ته راجع کېږي کوم چې د جنین د القاح نږدې پینځه یا شپږ ورځې تېرې شوې وي خو د مور په رحم کې لا کرل شوی نه وي. د امبریونیک سټیم حجراتو شمېر له ۵۰څخه تر۱۵۰ پورې وي.

اډلټ سټېم حجرې:په یوغړي یا نسج کې نه بدلون موندلې حجرې چې د بدلون موندلو حجرو سره شته وي د ځوانو سټیم حجراتو یا اډلټ سټیم حجراتو په نوم یادېږي او ددې وړتیا لري چې ځان نوی کړي او یا په نورو ځانګړو حجرو بدلون ومومي.

ځانګړتیاوې: سټېم حجرې دوه ځانګړنې لري،۱:د ځان نوی کولو وړتیا: که څه هم سټیم حجرات په بېلابېلو نورو حجراتو ویشل کېږي او د دوی په وده کې ونډه لري خو بیا هم دوی په نه بدلون موندلې بڼه پاتې کېږي، داسې چې سټیم یوه مورنۍ حجره ده له دې نه یوه بله حجره تکثر کوي چې لورنۍ ورته وایو نو که بدلون رامنځته کېږی په لورنۍ حجره کې رامنځته کېږي او مورنۍ په خپل حال پاتې کېږي

۲:سټیم حجرې ددې وړتیا لري چې د حجراتو په ځانګړو ډولونو بدلون ومومي، نو دبدن لپاره د بیرته رغېدونکي په حیث دنده ترسره کوي.

موږ کولای شو چې سټیم حجرات  د انسان د وینې له دوران،د هډوکو له مغز،او دumbilical cordڅخه تر لاسه کړو.umbilical cord هغه ټیوب ته ورته جوړښت دی کوم چې د اومیندوارۍ په وخت کې اکسېجن او غذایي توکي له مور نه ماشوم ته لېږدوي همدارنګه اضافه او بې کاره توکي له ماشوم نه مور ته لېږدوي تر څو مور یې اطراح کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب