جمعه, مارچ 29, 2024
Home+ستوماني ډېره احساسوئ؟

ستوماني ډېره احساسوئ؟

مینه احمد

د ستړیا احساس په نړۍ کې له شلو تر پنځویشت سلنو خلکو کې شته. د ستړیا احساس د اړوند هېواد په شرایطو پوري اړه لري. په هغو هېوادونو کې چې جګړه روانه وي، یا زلزلي ډېري کیږي او یا هم اقتصادې ستونزې موجودي وي، هلته لوړه فیصدي خلک د ستړیا احساس کوي.

د دې جملي څخه یو هم افغانستان دی چي له څلور لسیزو راهیسي جګړه په کې روانه ده او ډېری خلک یې له اقتصادي ستونزو څخه ځوریږي.

نن د ستړیا د دې احساس د له منځه وړلو لپاره اته لارې درته وړاندي کوو، په دې کارونو سره کولای شئ، خپل د ستړیا احساس له منځه یوسئ.

۱- په خپلو هواسو تمرکز ولرئ. کله چې تاسو د ستړیا احساس کوئ، نو ډېری منفي فکرونه مو ذهن ته راځي او ژوند درته سخته کوي. تاسو ډېری وخت د خواشینۍ، غوسي او ناهیلۍ احساس کوئ. په دې اړوند د اروا پوهني څېړني ښيي، چې په هواسو تمرکز درلودل ستاسو ذهن ته مثبت او انرژي ورکوونکي فکرونه راوړي. د همدې انسانان د ذهني آرامتیا لپاره ګټور تمامیږي.

۲- خندا وکړئ، ارواپوهني له نظره خندا د انسان د ستړیا احساس له منځه وړي. د هغه ترڅنګ خندا که څه هم هیڅ بیه نلري، خو د بدن دفاعي سیستم هم ورسره ځواکمن کیږي.

۳- ځانونه مه زنداني کوئ. ډېره ځانونه مه ګوښه کوئ. کله چې تاسو یوازې کیږي، نو ګڼ منفي او ناهیلي کوونکي فکرونه مو ذهن ته راځي. ډېر وخت له ښو ملګرو سره تیر کړئ او د ستونزي په مهال له هغوۍ څخه مرسته وغواړئ.

۴- بدګمانه او منفي فکر لرونکي خلک له خپل ژوند څخه وباسئ. تاسو باید د دې توانايي ولرئ، تر څو منفي افکار په مثبتو تبدیل کړئ. کله چې تاسو پخپل ژوند کې بدګمانه او منفي فکر لرونکي کسان حذب کوئ، ستاسو منفي افکارو پاتي کېدلو ته نوره بهانه نه جوړیږي. د هغوۍ په ځای مثبت فکر لرونکي او اعتمادي کسان خپل ژوند ته راولئ، له دې سره به ستاسو ذهن ته مثبت او انرژي ورکوونکي افکار راشي.

۵- ګټور خواړه وخورئ. ویټامین D کولای شي، ستاسو ستړیا احساس او ډېري نورې ناروغۍ له منځه یوسي. هره ورځ داسي خواړه وخورئ، چې ویټامین ډې او نور اړین ويټامینونه ولري.

۶-  ورزش وکړئ. که څه هم د ستړیا په مهال ورزش کول ستونزمن کار دی. خو بیا هم د ستړیا د لرې کولو په موخه پرلپسي منظم ورزش وکړئ. دا کار به له تاسو سره د مثبت فکرونو په رامنځته کولو او ستړیا په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

۷- د خپلي خوښي کارونه وکړئ. که څه هم په ژوند کې کارونه ډېر وي. خو د ټولو د ترسره کولو توقع مه لرئ. د هغه ترڅنګ د خپلي خوښي کارونه په رضاکارنه توګه وکړئ او یا هم د خپلي دندې لپاره داسي ځای وټاکئ، چي ستاسو د خوښي وړ وي.

۸- باغباني وکړئ، که څه هم تاسو ممکن باغ ونلرئ. خو بیا هم پخپلو کورونو کې ونې کښېنوئ او وخت په وخت اوبه ورکړئ. د هغه ترڅنګ شنو ځایونو ته ولاړ سئ او د طبیعت له ښکلا څخه خوند وخلئ.

د دې اتو ټکو په عملي کولو سره تاسو د ستړیا احساس له منځه وړئ، تاسو په بشپړه توګه په یو با انرژي انسان بدلیږي. د یادوني وړ ده چي ستاسو ډېری انرژي ستاسو منفي فکرونه له منځه وړي. مګر برعکس مثبت فکرونه تاسو ته انرژي درکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب