دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهسمیع سادات: احمد مسعود که ملي بيرغ او اساسي قانون منلی وای،...

سمیع سادات: احمد مسعود که ملي بيرغ او اساسي قانون منلی وای، عسکر به يې وو

تاند: ( جمعه، د حمل ۲۵ مه) د طالبانو خلاف د جمهوري نظام د جګړې يوه مشهور جنرال سيد سميع سادات د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو خلاف يوې جنګې ډلې سره د دوی د نه يو ځای کيدو لاملونه روښانه کړل.

نوموړي په یوه ویډیويي کلیپ کې، په داسې حال کې چې له بل جمهوري جنرال خوشال سادات سره د افغانانو د يوې ډلې په منځ کې ولاړ وي، په دې اړه غږیدلی.

سمیع سادات له احمد مسعود سره د دوی د نه يو ځای کيدو په اړه د خلکو د پوښتنې په ځواب کې ويلي، چې مسعود ته ېې د اساسي قانون د منلو او تر ملي بيرغ لاندې د طالبانو خلاف د مبارزې وړانديز کړی، خو هغه نه دی منلی.

د نوموړي په وينا، دوی نوموړي ته ويلي وو، چې که دا غوښتنې يې ومني، د جمهوري نظام پوځيان به يې عسکر شي.

احمد مسعود او پلويانو يې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې څه موده مخکې د جمهوري نظام بل مشهور امنيتي مقام جنرال خوشال سادات د طالبانو خلاف د جلا جنګي ډلې د جوړولو اعلان وکړ او ويې ويل، چې دوی د ملي موخو او حاکميت لپاره د مبارزې ميدان ته داخليږي.

6 COMMENTS

  1. د جنرال سمیع سادات له خبرو داسې معلومیږي چې جمهوريت په سقوط کې تر ډیره د پخوانۍ شمالي ټلوالي لاس وي، له خو اد بسم الله محمدي په ګډون ۶۰۰ جنرال جمعیتان ول بل همدا ۶۰۰ يي د ټولو سیاسي مشرانو په ګډون نه بیرغ مانه او نه هم اساسي قانون ځکه خو يي عبدالله عبدالله هغه څوک چې یو وخت به يي نورو ته پیغور ورکاوه چې د طالبانو ورور دی. په دې تمه په کابل کې پاته وو، چې که دا ځل بیا لږ تر لږه د طالبانو په حکومت کې غوښنه برخه خپلې ټلوالي ته تر لاسه کړي. هغه هم د عطامحمد نور او دوستم او انجینر محمدخان او… له ګډون پرته. خو د کونډې نه …

  2. اوس پوره ثابته شوه چی طالبان پنجابی او تش په نامه مقاومتیان د روسانو زامن دی یو هم د وطن او ملت غم خوار ه نه دی بلکه صرف قدرت او خپلو ناروا پلرونو ته خدمت کول خپل قانون گرځولی هر هفه څوک چی افغان ملت او دافغانستان لیرق او د افغانستان ځمکنی اراضی ته احترام لری و دفاع تری کوی زمونز. ورونه دی او تر څنګی ولاړ یو

  3. اوس پوره ثابته شوه چی طالبان پنجابی او تش په نامه مقاومتیان د روسانو زامن دی یو هم د وطن او ملت غم خوار ه نه دی بلکه صرف قدرت او خپلو ناروا پلرونو ته خدمت کول خپل قانون گرځولی هر هفه څوک چی افغان ملت او دافغانستان لیرق او د افغانستان ځمکنی اراضی ته احترام لری و دفاع تری کوی زمونز. ورونه دی او تر څنګی ولاړ یو

  4. زوړ غویې کونجاړه په خوب وینی

    له دغو جنرالانو خپل پتلونونه پاتې شول او ته یې راته د مولی بیرغ ساتونکۍ بولې.
    د میړو مازدیګرۍ دۍ؟؟
    که څنګه؟؟؟
    یو څه وخت چه په کمپونو کی تیر کړۍ نو دا خوبونه به هیر کړۍ

  5. لعنت په سادات او هر هغه چا سي خره سپرلیانو ته لاس ورکوي😡دا هسي د خولې غمبر وهل دي طالبان به مو وغیی او خره سپرلیان خو هره ورځ غیی.ته سي د یو غوږي مردار سوي مسود د ای ایس ای ث ای اې ک ګ ب او او ایران د چاسوس له حرامي چیچي نه غوښتنه کوې لعنت د وي درباندي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب