Homeخبرونهکرنې وزارت: تېر کال څه باندې ۳ سوه میټریک ټنه ځمکني توتان...

کرنې وزارت: تېر کال څه باندې ۳ سوه میټریک ټنه ځمکني توتان تولید شوي

تاند: ( جمعه، د حمل ۲۵ مه) د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي تېر کال په ټول هېواد کې له ۳۳۷ متریک ټنو څخه ډېر ځمکني توتان راټول شوي دي.

د ياد شوي وزارت د معلوماتو له مخې ، بلخ په دې برخه کې پر ۲۵ هکتاره ځمکه د ۱۲۵ ټنو حاصلاتو له راټولولو سره تر ټولو ډېر حاصلات درلودل.

سربېره پر دې په کابل، هرات، تخار، دایکندي، خوست او نیمروز کې هم ځمکني توتان کرل کیږي.

د چارواکو په وينا، تېر کال پر ۱۱۸ هکتاره ځمکه ځمکني توتان کرل شوي وه، چې حاصلات یې ۳۳۷ متریک ټنه ول.

کرنې وزارت وايي په پام کې لري، چې په هېواد کې د ځمکنیو توتانو د کرنې ساحه پراخه او وده ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...