جمعه, اپریل 19, 2024
Home+مالګه (لنډه کیسه) لیکواله: شریفه شریف

مالګه (لنډه کیسه) لیکواله: شریفه شریف

نازوپه کورنۍ کې تر ټولو کوچنۍ وه. لا پنځه کلنه نه وه خو کله کله مو د نجيب کا کا دوکان ته په سودا پسې ليږله. د نجيب کا کا دکان د کوڅې په بر سر کې و. خو هغه ورځ چې نازو د خپلې ملګرې کور ته په لار د نجيب کا کا د دوکان له مخې تيريده، نجيب کاکا د دې په ليدو د دکان له منځه د خپل ځای نه پاڅيد او دا يې له لستوڼي ونيوله؟
– چيرې ځې جلۍ؟ خيرت خو دی؟ راځه کلچې مې راوړي.

نازو څو شيبې بې ځايه هڅه وکړه چې لاس خلاص کړي، خو پښې يې سستې شوې ، ورو يې وويل :
– ليلا کره ځم.

د نازو خبره لا نه وه ختمه شوې چې نجيب کاکا د مټو نه ټينګه ونيوله او د دکان منځ ته يې کش کړه .
– راځه راځه کلچې مې راوړي.

کا کا چې دا ويل غږ يې يو ډول ريږديده ، رنګ يې سور شوی و.همداسې چې د نازو لاس يې ټينګ نيولی و په بل لاس يې يوه دانه کلکه کلچه له شيشه اي بوتل څخه وايستلّّه او نازو ته يې ورکړه. نازو سر وښوراوه او لږ شاته شوه. خو مخ يې د دکان د پردې خوا ته اړولی و او د پردې يوې څنډې ته يې ځير ځير کتل.

د نجيب کاکا دوکان چار کونجه و.په دوو خواوو کې د لرګو تاقچې وې چې پکې د ميوو د شربتو کاغذي قوتي ، دکالو د پوډور قوتي ، برقي ګروپونه او نور ډول ډول نوي او زاړه کاغذي او وسپنيز قوتي او د کالو ژيړ صابون کتارايښی و. د دوکان په يو کونج کې د بوجيو يوه پرده ځړول شوې وه. له پردې سره يوه پسخانه جوړه شوې وه چې کا کا د لمانځه لپاره او کله کله ماسپښين د يوې سترګې خوب لپاره هلته ته. د کان مخی ته ټوکرۍ يوبل ته نژدې دوه کتاره ايښودل شوې وې. بوره، تور او شين چای، ګوړه، ماش، لوبيا، دال، او نور ضروري شيان په همدې ټوکريو کې وو. د ټوکريو تر شا د نجيب کاکا د کيناستو ځای و. يو زوړ ترازو او څو تيږې هم د ټوکريو په څنګ کې وې.

د نازو دا پرده ډيره بده ايسيده. د پردې نه بوی ته. يو ډول د دوړو او خيرو سريښناکه بوی .هر کله چې به نازو مور د سودا پسې د نجيب کا کا دکان ته ليږله د نازو سترګو ته همدا پرده دريدله. د نجيب کا کا ټول دوکان سريښناکه و چې د نازو په لمن او لسټونو پورې نښتی و. کله خو نازو دا چسپناکي ان په خپل فکر کې احساساوه او ترې نشوای جلا کيدی.

اوله ورځ چې نازو دا پرده ليده ټکنده غرمه وه. په کوڅه کې څوک نه ښکاريده. نازو مور مالګې پسې ليږلې وه. نجيب کاکا په دوکان کې نه ښکاريده. نازو له ځانه سره بوګنيدله، سندره يې بلله. په زوره يې غږ وکړ: – اې نجيب کا کا !چيرې يې؟ مالګه راکه!

نجيب کاکا سر د پردې تر شا ښکاره کړ. نازو لږه حيرانه شوه. هيڅکله يې نجيب کاکا لوڅ سر نه و ليدلی. تل به يې يو لوی پټکې په سر و. دا وار يې سر لوڅ و. سترګې يې سرې وې. نازو يې چې وليده رامخته شو. شا و خوا يې کوڅې ته وکتل. هيڅوک نه و. خوله يې د شوخو هلکانو په شان وازه شوه . نازو ته يې په سترګګو وويل :
– ښه مالګه غواړې؟

هو. مور مي ويل ښه سپينه مالګه راکه.
ـ راځه راځه چې ښه سپينه مالګه درکم.

نجيب کاکا دا وويل او د بوجۍ يوه څنډه يې پورته کړه او نازو ته يې د سر په اشارې د راتګ بلنه ورکړه. نازو حيرانه شوه. نجيب کاکا هيڅکله سودا د پردې شا ته نه ساتله نن يې ولې مالګه هلته ساتلې؟ نجيب کاکا بيا غږ وکړ:
– راځه. ښه مالګه غواړې که نه؟ که توره مالګه درکم؟
نازو زړه نا زړه دوکان ته وختله. له ځان سره يې وويل:

– مور مې څه ونه وايې چې ولي دکان منځ ته وختم. نه خو ښه مالګه راکوي.
د نجيب کاکا تر شا پسخانې ته لاړله.

د پردې تر شا يو کونج جوړ شوی و. نه ګردی و او نه اوږد. درې کونجه ځای و. يوازی يو خيرن پټو د زړې سترنجۍ پر سر پروت وه. نجيب کا کا کښيناست او د نازو خوا ته يې لاس وغزاوه. نازو وکتل. هيڅ شی نه و. مالګه به چيرې وي. نجيب کا کا داسې ورته کتل لکه وږی او تندې وهلی سپی چې د غپا زور ونه لري… په وازه خوله نفس نفس ووهي؟ او درته ګوري.
– کومه ده مالګه؟
– راځه کښينه. مالګه به درکم. نازو يې تر لاس ونيوه او کش يې کړه.

»»»»

نجيب کاکا په زوره وخندل. ژيړ غاښونه يې نازو ته د ليوه غاښونو ته ورته ښکاريدل.

کا کا خپل پټکى پر سر کړ او د پردې څنډه يې پورته کړه. نازو ته يې اشاره وکړه چې ووځی. نازو زنګيدله. پښې يې سستې وې، يوه خوا بله خوا لويده. اوښکې يې روانې وې ، شونډې يې رپيدې.

ـ چې و نه ژاړې. که مور دې خبره شي وژنې دي، پوهيږې؟ که خبره دې له خولې ووته خدای دې شرموي. شرم دی شرم. که بني بشر درباندې خبر شي، بيا به ګورې چې څه تورتم درباندې لويږي؟

نازو غوښتل چې منډه کړي خو پښې يې درنې وې منډې يې نشوای وهلی. نجيب کا کا ځان په خپل ځای کې سمواوه.

فکر دې ونيسه د کلچو پر ميدو دې پښه کيښوده، ګناه لري.

نازو ښکته وکتل پښه يې يوې خواته کړه اوله دوکان څخه ښکته شوه. د نجيب کا کا غږ يې په غوږو کې په نيمو شپه کې د لريو ليوو چيغو ته ورته راته.

مالګه دې واخله وا نجلۍ!

هغه ورځ پر نازو لکه کال تيره شوه. ماتې پيسې يې په ورغوو کې چسپناکه نښتې وې. ټول ځان يې چسپناکه و. ټوله دنيا خيرنه او چسپناکه ورته بريښيده. مور يې ورباندې په قار وه چې ځنډ يې کړی او مالګه يې نه ده راوړې.
هغه کرۍ ورځ نازو ژړل. له خدايه ډاريده.

»»»»»»

له هغې ورځی وروسته نازو د نجيب کا کا نه ويريدله خو چا ته يې نشوای ويلی. څو وارې يې زړه کې وګرځید چې هوسۍ ته ووايې بيا به يې د کاکا خبره ياديدله چې خدای به يې وشرموي. مور چې کله سودا پسې دکان ته ليږله نازو ورته په زړه کې ښيراوې کولې. مور نه يې بد راته. دهوسۍ نه يې هم بده راتله، زمري سره خو هسې هم ورانه وه. ځان خو څه کوې . له هماغې ورځې راهيسې يې له خپل ځا نه کرکه کوله. خيرنه ، چسپناکه او بد بويه وه.


د ډاکترې شریفه شریف دا لنډه کیسه لومړی پلا د ۲۰۰۹ د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په تاند کې خپره شوې وه.

3 COMMENTS

  1. دا خلک په دې ډول پسخانه کی یو جاینماز هم ساتی او بعضی وخت د دوکان په دیوالو کلمی هم ځوندوی، اوس به مو پیژندلي وي؟! تبلیغی ګروپو ته خو په شوق رووان وی.

  2. ولا سړی څه ووائی؟
    زه د کتاب د درلودلو او بعضاً لوستلو ډیر شوقی یم خو د کیسو میسو او ناول ماول او رومان مومان د لوستلو سره ځکه مینه نلرم چی د نړی تاریخ خصوصاً زموږ د وطن د وروستیو دوو سوو کلنو ” تاریخ ” خپله یو عینی رومان او ناول دی.
    امّا
    محترمه ډاکټر صاحبه شریفه به ښی کیسی لیکلی وی خو پورته کیسه ئی د یو ” واهی ” درد د فریاد یوه وچه او ټګماره چیغه ده ضمناً یو ډول فمینیسټی مظلوم نمائی ده البته دا ډول ډول ظالمانه کړنی په واقعی ډګر کی هم په ټولو ټولنو کی پیښی سوی یا پیښیږی خو تعمیم او انتساب ئی ( هغه هم د خیالی کیسی په بڼه) یوی افغانی او پښتنی ټولنی ته د منلو وړ خبره نه ده.
    بله مهمه خبره ( مالګه) :
    د ټولو ژوندی موجوداتو خصوصاً انسان دننی او باندنی جوړښت یوه حیرانوونکی معجزه ده امّا په غیر ذیروح جماداتو کی مالګه او د مالګی جوړښت هم یوه معجزه ده. مالګه له دوو عناصرو څخه جوړه سویده ( سُډیم او کلور یا کلورین ) . که مالګه تجزیه سی د هر عنصر خوړل ئی په یوازی توګه د انسان د مرګ لامل ګرځی خو په ترکیبی ډول ( مالګه) نه یوازی د انسان لپاره وژونکی نه ده بلکه د انسانی بدن د بقاء لپاره یو مهم او اړین عنصر بلل کیږی ( په حقیقت کی مالګه د انسان د بدن د سلول د اوبو د شتون د توازن یوازنی لامل دی) .
    دا چی نجیب کاکو ولی نازو خوارکی ته تجزیه سوی مالګه په جیب کی ور واچوله نو په علت به ئی یوازی شریفه شریفی غوندی متخصصین پوهیږی.

  3. د محترمې شريفه شریف کیسه مې ولوسته. یو شهکار مې ولوست. د افغانستان د داستان ادبیاتو ته باید مبارکي ووایم چې دغسې لیکوال هم پکې شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب