شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهپه ازبکستان غونډه کې د ملا متقي د ګډون په اړه ضد...

په ازبکستان غونډه کې د ملا متقي د ګډون په اړه ضد و نقيض خبرونه

تاند: ( پنجشنبه، د حمل ۲۴ مه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي نن ازبکستان ته د افغانستان په اړه د افغانستان د ګاونډيانو او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه غونډه کې د ګډون په موخه تللی.

د هغه د دغه سفر او په ياده غونډه کې د ګډون او نه ګډون په اړه ضد و نقيض خبرونه ورکړل شوي.

د متقي ویاند د يو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره د نوموړي د لیدنو عکسونه او د طالبانو ځينو سرچينو د هغه يوه غږیزه وينا خپره کړې او ادعا کړې، چې متقي په یاده غونډه کې خبرې کړي دي.

د طالبانو منتقدینو بيا د غونډې د جریان

 او دغه راز د پای ته رسېدو عکسونه خپاره کړي، چې متقي پکې نه لیدل کیږي.

د طالبانو رژيم د نړۍ د هېڅ کوم هېواد له لوري په رسميت نه پېژندل کېږي.

له دې کبله، ډېر ځله د دوی استازو سره په غونډو کې متفاوت چلند کیږي.

8 COMMENTS

  1. ملا موټکی که د هیبت خینزیر دنماینده په نو تللی وی باید اجازه ور نکړل شی کله چی یو بی حیثیته انسان چی خپل مخ ملت ته نه شی او معلوم نده چی دا کوم لوطی ده نو څنګه د ده په نوم نماینده د نورو ملکونو نماینده ګانو سره په میز کښینی دا خو ډیر پر ځای کار ده چی ملا موټکی ته اجازه نه ده ورکړی

  2. د افغان جګړې پټ رازونه
    امرالله صالح
    د جنګ پټ اړخونه څه دي، زه فکر کووم پټ اړخونه نشته د جګړې، خو دا چې پټ اړخ څوک دی چې زموږ قرباني اخلي، دا درته وایم
    ۲۰۱۱م می میاشت کې د اسامه بن لادن له وژل کیدو وروسته پاکستان افغانستان ته وړانديز وشو، دا وړاندیز پرته له کوم لاسلیک افغان حکومت ته ورکول شو او لیکل شوي و چې که دا ۱۱ شرطونه ومنل شي، طالبان جګړه ختموي او سوله کوي.
    دا پټ شرطونه څه وه؟
    دا شرطونه په خپل ځای پاتې دي، که دا د ذلت شرطونه ومنو سبا هم سوله راتللی شي.
    لومړی: پاکستان ویل، تاسو باید هیڅکله دیورند کرښه و نه وایي سرحد وواي، د دې سرخد د امن لپاره باید ګډ کمېسیون جوړ شي.
    دویم: د اوبو په سر باید د پاکستان او افغانستان ترمنځ کومه شخړه نه وي، دواړه هېوادونه باید یوه هوکړه لاسلیک کړي چې کومه شخړه رامنځ ته نه شي، دا یو څه معقول شرط و.
    دریم شرط: د پاکستان د پوځ او امنیت دیرش سلنه روزنه باید پاکستان کې وګوري.
    څلورم شرط: پاکستان باید منځنی اسیا ته پرته له قید شرط لاس رسی ولري.
    پنځم: افغان حکومت باید ستراتيژیک تړونونه له لویدیځ هېوادونو سره لغوه کړي.
    شپږم: د افغانستان د کانونو او زیرمو کیندنه باید پاکستان، چین او افغانستان ونډه ولري او د انحصار حق ولري، نورو شرکتونو ته باید اجازه نه وي چې افغانستان کې کانونه استخراج کړي.
    اووم: د پاکستان او افغانستان د استخباراتو ترمنځ باید اړیکې جوړې شي، یا په بل عبارت د افغانستان استخبارات دې د ای ایس ای یوه څانګه وګرځي.
    اتم شرط: که چیرې تاسو خپل ستراتيژیک تړون له لویدیځو هېوادونو سره لغوه کوئ او که تشه رامنځ ته کیږي نو ژمنه کوو چې چین ، پاکستان او افغانستان به یو ستراتيژیک هوکړه رامنځ ته کړو، که امریکایان وځي، نو ستونزه به پآکستان او چین حل کوی.
    نهم شرط: هندوستان کونسلګرۍ چې ولایتونو کې دي، باید وویستل شي او هندي شرکتونو ته باید اجازه ور نه کړل شي، چې افغانستان کې پانګونه وکړي.
    لسم شرط: هغه کسان ، شخصیتونه، میډیا او نور چې پاکستان ضد خبرې کوي، باید چوپ شي، که نه چوپ کیږي باید وتړل شي.
    یوولسم: ډیورنډ کرښه هاخوا خپلې اړیکې پښتنو مشرانو سره پرې کړي، که افغان حکومت غواړي پښتنو مشرانو ته بلنه ورکړي چې پښتانه مشران افغانستان ته راشي، باید پاکستان حکومت څخه اجازه واخلي، موږ به هم همداسې کوو، هڅه دې وشي چې پښتانه سره بیل شي، کوز پښتانه خپله سیاسي قبله اسلام اباد ومني او د نورو پښتنو قبله باید کابل وي.
    دا یوولس غوښتنې وې، که دا غوښتنې ومنل شي، افغانستان شاتګ ته ځي، هغه پټ جنګ کې چې موږ یې قرباني ورکوو، هغه دا یوولس مسایل دی، افغانان به هیڅکله دا ذلیل شرطونه و نه مني.
    خلک وایي تاسو د افغانستان د پت ساتونکي نه یاست، موږ د افغانستان د وقار ساتونکی یو.
    که نن زه ووایم چې افغان نه یم، بیا په ما هیڅکله برید نه کیږي، پاکستان د افغانستان هویت له منځه وړل غواړي، پآکستان غواړي اوسنی افغان نسل له خپل تاریخ بې خبره وي.
    نه موږ اټومي وسلې لرو، نه پياوړی اقتصاد لرو، خو یو پیاوړی هویت او بیرغ لرو چې زموږ هویت یې ساتلی، خو پاکستان غواړي دا دواړه له موږ واخلي.
    طالبان ولې غواړي د ملا فضل الرحمن بیرغ په موږ تحمیل کړی، زموږ بیرغ کې څه کم دي چې تاسو یې پروړاندې جنګ کوئ.
    ته د افغانستان لپاره نه جنګیږې، ستا د جګړې لامل دا یولس ذلیله شرطونه دي.
    پرون پروان کې غونډه وه، له ۶۰ زره زیات خلکو غونډه کې ګډون کړی و، هر یو په ډیره میړانه او ولولو سره راغلي و چې د افغانستان د یووالي او بیرغ لپاره یې شعارونه ورکول.
    طالبانو د دې غونډې نږدې برید وکړ او په ویاړ سره یې د دې برید مسوولیت ومنه، دا غږ د طالبانو له کراچۍ او اسلام اباد څخه و.
    په ما چې برید وشو ، خلکو ویل د چا لاس پکې و، زما لاس سره کار نشته، مغز په راولپنډۍ کې دی، زه لاس سره کوم مشکل نه لرم، زما مشکل د مغز سره دی، ځکه دا لاس د مغز په خدمت کې دی.
    په هڅوولو دوزخ ته درسره ځم، خو په زور جنت ته درسره نه ځم.
    خدای اوس موږ ته ښه چانس راکړی، طالبان کولی شي خلک ووژني، خو دا غږ نه شي چپ کولی چې د افغانستان د ابادۍ لپاره پورته کیږي او دا غږ هره ورځ پیاوړی کیږي.
    دا غږ اوس د افغانستان لپاره دی، شمالي او جنوبي ټلواله پکې نشته.
    دا اوسنی غږ به زموږ د ولسواکۍ بنسټ نور پياوړ کړي.
    کابل، امن کنفرانس
    سپتمبر ۱۸مه

  3. اووم: د پاکستان او افغانستان د استخباراتو ترمنځ باید اړیکې جوړې شي، یا په بل عبارت د افغانستان استخبارات دې د ای ایس ای یوه څانګه وګرځي.
    اتم شرط: که چیرې تاسو خپل ستراتيژیک تړون له لویدیځو هېوادونو سره لغوه کوئ او که تشه رامنځ ته کیږي نو ژمنه کوو چې چین ، پاکستان او افغانستان به یو ستراتيژیک هوکړه رامنځ ته کړو، که امریکایان وځي، نو ستونزه به پآکستان او چین حل کوی.

  4. خیر که متقی صاحب نه ورپریږدی، د جمهوریت له پاتیشونو د څوک ورولی که کوم یو تر اوسه هلته پاتې وی ځکه دوی خو هم ټول په لوړه زور وهی چه اینده یې ګرانټی شی هلته په ازبکستان کی یې ډډه نلږیږی.

  5. د وېرې خبره به وي او يا نه، خو دا ستاسې خپل برداشت دی.
    خو زموږ مسلمان ګاونډي مو د مذهب په پلمه له څلويښت کلونو راهيسې پر امريکا او نورې لويديځې نړۍ وپلورلو، خو په دغو شرايطو کې چې له امرالله صالح سره مطرح شوي وو داسې بريښي چې د امريکا له پلور سره سره يې دا ځل راسره په خوا کې زموږ بل ګاونډي چين پلورلي يو چې دا يې هغه مهم ټکی دی ما ته خير دی که تا ته وي او يا نه، خو ما ته دی.
    زموږ دغه ګاونډي ان تر اسرائيلو پورې پټ تړونونه له هر چا سره لري، خو موږ چې يو هغه کړی وو هغه يې هم راباندې نه لورېده، نو زموږ خپله خوله ماته دي چې له چا سره پرې وغږيږو؟
    ولسمشر غني خو همدغه غوښتل، خو له بده مرغه چې پاکستان لا له وړاندې نه په ټول جهادي او طالبي پير کې له امريکا سره مهم تړونونه لرل چې د ضياءالحق په وخت او بيا په وروسته بېلابېلو وختونو له بېلابېلو پاکستاني جنرالانو او استخباراتو سره شوي ول، نو د هماغه تړونونو له مخې بيا هم افغانستان د تېر په څېر د ځان لپاره غوښته او امريکا مجبوره وه چې د هغو تړونونو له مخې ورسره مخته ولاړه شي.
    تاسې د کرنيل امام د کتاب ۵۶ مخ وروستی پاراګراف ولولئ چې هلته کرنيل امام څه شي ته اشاره کوي؟
    اميد دی چې همدا به مو د پوهاوي لپاره بس وي.

  6. سعید صاحب کرنیل امام اوس د پښتون لالا بادار او پیر ګرځیدلی دهغه منافقت که ورته افشا کوی، نه یی مني. کلونه مخکی مطبوعاتو ویل چی ضیاالخق د اسراییلو ملیشه عسکر و ډیر فلسطینیان یی شهیدان کړی، خو د لنډغرو پلارخلیل الله خلیلی تری زبرګ جوړ کړی و. اوس یی چی اسناد او عکسونه نشر شول ایله خلکو ومنله چی ضیا الحق خو لوی منافق و ، نو دا خلک پنځوس کاله ورسته پوهیږی بیانو هغه وخت ډیره ناوخته وی. افسوس

  7. مطلب دا چه ستا په خبره ستاسو پوچ مغزه بابا د دنیا دوهم مفکر هم له حالاتو ناخبره د امریکایانو په غ ی ن سپور راغلو او لاړو؟؟؟؟
    که څنګه؟؟؟؟
    لږ مو سر راخلاص کړه.
    ته خو ما ته پټه خزانه بریښې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب