پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهترکیې نیږدې یو نیم سل نور افغانان له خپلې خاورې وویستل

ترکیې نیږدې یو نیم سل نور افغانان له خپلې خاورې وویستل

تاند:( پنجشنبه ، د حمل ۲۴ )  د ترکیې حکومت ۱۳۸ افغان کډوال له ایران څخه کابل ته په یوه الوتکه کې ایستلي دي.

اناتولي خبري اژانس لیکلي چې دغه کسان د ناقانونه کډوالۍ له امله ویستل شوي او په دې اړه به هڅې لا دوام ولري.

تر دې مخکې ترکي رسنیو اعلان کړی و، چې د ناقانونه کډوالو د ایستلو د پروسې په لړ کې ۳۶۵ افغان کډوال له انقرې څخه کابل ته  ستانه شوي دي.

ترکیې ته ورغلي افغان پناه غوښتونکي شکایت کوي، چې په هېواد کې د طالبانو له لاسه ورځ نه لري او له ترکیې په زوره له ټولو خطرونو سره شړل کیږي.

مخکې له افغان پناه غوښتونکو سره د ترکي ځواکونو د ناوړه چلند راپورونه هم ورکړل شوي، چې یو شمېر نړیوالو بنسټونو دا راپورونه تایید او د ترکیې چلند غندلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...