اته کاله شوي وو چې زاهد الله امریکې ته راغلی وو، هغه هم د ډېرو نورو غوندې ارمان کاوه چې کشکې په ځوانۍ کې راغلی وای او له ژونده یې خوند اخیستی وای، ځکه چې وطني مېرمن او څلور اولادونه- درې زامن او یوه لور- یې د خپلې ازادۍ لپاره زولنې ګڼلې، په لومړیو کلونو کې خو یې باک نه کاوه، هغه ساده کلیوال خوی یې درلود، ږیره یې تر پخوا هم یو څه اوږده کړې وه، د کار له رسمي وخت پرته به یې خپلې وطني جامې اغوستلې، خو د وخت په تېرېدو چې څومره په امریکایي ټولنه کې بلدېده، انګرېزي یې پخېده، له ظاهري بڼې او خوی بوی سره یې فکر هم بدلېده او نور به خپلې جامې، خپل کلتور او خپله ژبه ورته ډېر وروسته پاته ښکارېدل او حتی کله کله خو به چې له کومې امریکایي نجلۍ سره مخامخ شو او خبره به د یو بل پېژندنې ته لاړه نو ده به پر ځای د دې چې ځان افغان ور وپېژني، په ویاړ به یې وویل «دِس از زېډ، ای وانټ ټو بي کالډ جسټ هیومن» یعنې زه زاهد یم او غواړم یواځې انسان راته وویل شي.
زاهد په کم عمرۍ کې د مور و پلار په خوښه واده کړی وو او په وطن کې په نورو ښځو پسې دومره زړخوږی نه وو، خو په امریکا کې یې ورځ په ورځ زړه څکېده، په تېره بیا چې جګې سپینې نجونې به یې ولیدې، لکه د مودو وږی تر هغو به یې ورپسې کتل چې له سترګو به یې نه وې نهامې شوې، له ځانه سره به یې وویل «څه کاپیر ښایست خدای ورکړی دی»، ډېر یې زړه کېده چې یوه محبوبه پیدا کړي خو یو یې واده په مخ کې خنډ وو او بل امریکایي نجونې یا په نایټ کلبونو کې پیدا کېدای شوای یا په میخانو کې او دی له نایټ کلبونو خپل بې زړه توب را ګرزولی وو او له میخانو خپلې عقیدې منع کړی وو ځکه چې شراب یې نه څښل.
که څه هم نور هغسې کلک مذهبي پاته نه وو څنګه چې په وطن کې وو او د ورځې پینځه واړه لمونځونه به یې په جومات کې کول، خو بیا به یې هم په کور کې خپلې ښځې ته ځان هغسې مسلمان ښکاره کاوه، اولادونو ته یې یو ملا نیولی وو چې آنلاین به یې دیني درس ورته وایه، په لومړیو کلونو کې دا ورته شرم ښکارېده چې ښځه یې موټر زده کړي خو اوس یې فکر بدل شوی وو او مېرمنې یې د موټر چلولو لایسنس اخیستی وو.
په دې اته کاله کې څلور ځله وطن ته تللی وو او هر ځل به له اولادونو سره یو ځای ته، خو اوس یې چې هم اولادونه یو څه غټ شوي وو او هم یې ښځه بلده شوې وه نو تر زړه یې تېره کړې وه چې دا ځل به یې د اولادونو د ښوونځیو په رخصتۍ کې هغوی له مېرمنې سره لېږي او دی به دا ځل یواځې پاتېږي خو د دې لپاره هم یوه داسې پلمه پکار وه چې اولادونه او ښځه یې ورسره ومني. کله چې د رخصتیو ورځې را نیژدې شوې ښځې ته یې وویل چې دوی ته به ټکټونه واخلي او دی به دا ځل په امریکا کې پاته شي، ښځې یې په حیرانۍ وپوښتل:
– ولې موږ به یواځې ځو، ته ولې نه ځې؟
ده هم داسې پلمه جوړه کړې وه چې د ردېدو نه وه:
– دفتر مې دا ځل یوه نړیوال کانفرنس ته لېږي، د نړۍ د نورو هېوادونو خلک هم ورته راځي، مجبور یم هغه ته لاړ شم.
– چېرې دې لېږي د غم دفتر؟
– کېلیفورنیا ته.
یوه نیمه میاشت وروسته یې اولادونه او ښځه د واشنګټن له ډلس هوایي ډګره وطن ته رخصت کړل او دی پر ځای د دې چې خفه وای ځکه چې دا لومړی ځل وو چې یواځې پاته شوی وو خو داسې خوشاله ترې کور ته را ستون شو تا به ویل سم دم له اته کلن زندانه را خوشي شوی دی.
یوه ورځ یې یواځې تېره کړه، بله ورځ د سودا په نیت کور ته نیژدې د «والمارټ» سټور ته لاړ، په کور کې یې سودا وه خو بیا یې هم وړه وړه سودا را ټوله کړه او په پای کې د سټور هغه کونج ته ورغی چې بېلابېل رنګه شراب پکې پراته وو، نه پوهېده څه شی را واخلي چې ځان په عادت کړي او بیا یوه ورځ میخانې ته لاړ شي. یوې بلې خواته یې غلې سترګې غړولې چې هسې نه کوم وطني کس یې وویني خو بس اخر یې د سپینو واینو یو بوتل ور پورته کړ او ژر یې د سودا په رېړۍ کې تر نورو شیانو لاندې پټ کښېښوو او نیم ساعت وروسته کور ته را رسېدلی وو.
که څه هم دا یې لومړی ځل وو چې شراب یې څښل خو مخکې یې په محفلونو کې خپل ځینې ملګري لیدلي وو او ډېر ورته وارخطا نه وو، د واینو بوتل یې په دوو ورځو کې ختم کړ، که څه هم په اول او دویم وار یې دومره نشه کړ چې سر یې سره ګنګس وو او ځان ورته عادي نه ښکارېده خو ډېر ژر ورسره بلد شو.
د جمعې په ماښام یې میخانې ته د تلو نیت وکړ، ځکه په امریکا کې د جمعې له ماښامه د اوونۍ رخصتي پیل شي، په میخانو او نایټ کلبونو کې زښته ګڼه ګوڼه وي، دی هم لکه د یوې ورکې په لټه چې وي، یوې داسې میخانې ته ور ننووت چې د شاوخوا سیمې اوسېدونکي یې ټول سپین امریکایان وو او تمه یې درلوده چې یوه ښایسته سره سپینه یواځې نجلۍ به پیدا کړي او ست به ورته وکړي ګوندې شراب ورسره وڅښي او ملګرې یې شي.
د میخانې کاونټر ته پر پرتو څوکیو یو ځوان او یوه نجلۍ ناست وو، هاخواته یو بل د نسبتاً لوی عمر سړی یواځې ناست وو، تر هغه هاخواته څوکۍ تشې وې، د میخانې پر نورو څوکیو هم اکثر جوړۍ ناستې وې، دی هم ورغی او پر یوه څوکۍ کښېنوست. لږ ګړۍ وروسته ځوان او څڼېور ساقي ورته راغی او ویې پوښت:
– څه خدمت کولای شم؟
– یو ګیلاس هنیکېن بېر.
ده ته لا بېر نه وو راغلي چې د میخانې دروازه پرانیستل شوه، د ده سترګې هم پر دروازه وې، کټ مټ تا به ویل د یو چا په تمه ناست دی او هغه همدغه را ننوتی کس دی، یوه جګه نجلۍ را ننوته، تور ورېښمین کوټ یې په کیڼ لاس کې را اخیستی، د ګوټونو ټک ټک را روانه وه او لاړه د زاهد د څنګ تر څوکۍ یوه بله څوکۍ دې خواته کښېنسته، کوټ یې د څوکۍ د شا پر خوا وځړاوه، موبایل یې را وایست او په کتلو یې بوخته شوه، تک سره وېښتان، سینه یې نیمه لوڅه وه، تر لنډې شینبخونې لمنې لاندې تکې سپینې پونډۍ یې د ده د حالت خرابولو لپاره کافي وې، لږ ګړۍ وروسته یې موبایل مخته پر کاونټر ورته کښېښوو او لومړی یې ښي لوري او بیا یې د ده خواته ور وکتل، ده هم سمدستي له «های» ورته ویلو سره سر ورته وښوراوه، خو زړه نازړه وو چې د ګډ څښلو ست ورته وکړي که نه ځکه ګومان یې کاوه چې هسې نه هغه د خپل یار په تمه ناسته وي، خو بس وار یې لومړی کړ او په لږ لوېدلي ږغ یې ورته وویل:
– آیا کولای شو یو ځای یې وڅښو؟
د نجلۍ په سترګو کې یو ډول خوشالوونکې ځلا غوندې شوه، له موسکا په ډکه څېره یې وویل:
– ولې نه، خوند به وکړي.
پر ځای د دې چې نجلۍ تر منځ پرته تشه څوکۍ ډکه کړي، دی سمدستي ور ولاړ شو او هغې څوکۍ ته ورغی، د نجلۍ بوی بې نشې نشه کړ، خو څنګه چې پر څوکۍ کښېنوست هغې لاس ور اوږد کړ:
– زه اولیویا یم، په لیدو مو خوشاله شوم.
– زه زېډ (زاهد) یم، ستاسې په لیدو هم خوشاله شوم.
لږ ګړۍ وروسته ساقي د بېرو ګیلاس د زاهد مخته کښېښوو او مخکې له دې چې ساقي له نجلۍ وپوښتي، ده پرې ږغ کړل:
– اولیویا څه به څښئ؟
– پینو ګرېشیو سپین واین.
څومره چې تیاره کېده میخانه له خلکو ډکېده، د دوی شاوخواته پرتې څوکۍ هم ډکې شوې، ځینې جوړۍ او ځینې تنها کسان پرې کښېنستل. هر څوک په خپلو خبرو بوخت وو، یواځې د خندا او نرۍ موسیقۍ ږغ اورېدل کېده. دوی هم یو په بل پسې د بېر او واین ګیلاسونه تشول، نجلۍ په خبرو خبرو کې هغه پوښتلی وو چې څه کار کوي او په کور کې یې څوک څوک دي، زاهد که څه هم ډېر نشه شوی وو او سر یې ګنګس غوندې وو، خو له نجلۍ یې دا خبره په څه چل پټه کړه چې ګواکې واده لري او څلور اولادونه یې دي.
د شپې لس بجې کېدونکې وې چې د زاهد د کور مخې ته دوه موټره ودرېدل، زاهد او اولیویا له خپلو خپلو موټرو را کښته شول او په بیړه کور ته ننوتل. کور داسې منظم وو ته وا مېرمن یې په کور کې وه او هغې کور داسې صفا کړی او منظم کړی وو، خو نه دا کار خپله زاهد کړی وو ته وا خبر وو چې د شپې به کور ته یواځې نه را ستنېږي. زاهد ډېر خوشاله هم وو خو ډېر وارخطا هم وو ځکه یوې خواته د ګاونډیانو شک زړه ته ډار ور اچولی وو چې هسې نه مېرمنه یې پرې خبره کړي او بلې خواته په دې اندېښمن وو چې هسې نه اولیویا پر دېوال د دوو سېنریو په منځ کې کنجک ته ځیر شي او شکمنه شي چې پر دې کوم عکس ځړېدلی وو که څنګه، ځکه له اولادونو او مېرمنې سره ګډ لوی عکس ده له کوره د وتلو پر وخت را کښته کړی او په یوه بکس کې یې پټ کړی وو.
د ارلینګټن له «کباب پېلس» هوټله را اخیستي افغاني خواړه یې په خوند خوند وخوړل او بیا په صوفه کې څنګ پر څنګ سره کښېنسل، نجلۍ ډېره بازاري نه ښکارېده ځکه چې د مینې او رومانس په خبرو کې یې بیړه نه کوله خو زاهد لکه پر سکروټو چې ناست وي دومره تږی وو چې کله به د هغې پر پستو شونډو شونډې کښېږدي او له مودو تږی زړه به پرې اوبه کړي. څومره چې وخت تېرېده زاهد ورو- ورو ور نیژدې کېده او لاس یې د هغې پر لاسونو ښوو، نجلۍ هم مزاحمت نه کاوه ځکه چې په خپله خوښه ورسره راغلې وه او داسې ښکارېده چې د هغه نرۍ ږیره، منځوی قد، د سینې وېښتان او د خبرو نرم انداز یې خوښ شوی وو او یا شاید یو بل څوک پرې ور یادېدل، زاهد نور له کنټروله وتلی وو خو نجلۍ ناڅاپه ولاړه شوه، د څه څښلو په پلمه ولاړه شوه، د یخچال (فریج) خواته لاړه، د یخچال دروازه یې خلاسه کړه، مخامخ د واین یو بوتل، څنګ ته د شیدو دوې غټې ډبې، مېوې او څه نور خواړه پراته وو، ناببره یې یوې تېلۍ ته پام شو چې پرې لیکلي وو «حلاله غوښه»، نجلۍ وترهېده، ژر یې یخچال بند کړ او بیرته راغله پر صوفه کښېنسته. د شپې یوه بجه د زاهد د کور بهرنۍ دروازه خلاسه شوه او څو شېبې وروسته یو موټر په تېزۍ له کوڅې و ووت.
اولیویا دوې درې ورځې پرله پسې له زاهد سره ماښام کور ته راتله او د شپې ناوخته به تله، زاهد به د ورځې وختي له خپلو اولادونو او مېرمنې سره په وټسپ خبرې وکړې او بیا به ډاډه وو چې د اولیویا د راتګ په وخت په وطن کې شپه وي او دا خطر به نه وي چې هغوی به ورته زنګ را ووهي. یوه ورځ ماخوستن چې دواړه له میخانې را ووتل، اولیویا ورته وویل چې نن به یې یو امریکایي هوټل ته بیایي او هملته به ډوډۍ خوري، زاهد زړه نازړه وو خو انکار یې ورته نه شوای کولای، هوټل د واشنګټن ډي سي په منځ کې وو، داسې ښکارېده چې خواړه به یې ګران وي، ګڼه ګوڼه پکې ډېره وه، دوی هم لاس په لاس کې نیولي ور ننوتل او په یو کونج کې خالي مېز ته یې ځان و رساوه، د خوړو مېنیو یې وکتله، زاهد په حلالو خوړو پسې ګرزېده خو څه یې پکې ونه موندل، اخر اولیویا په خپله خوښه خواړه را وغوښتل، لس پینځلس منټه وروسته خواړه پر مېز ورته کښېښوول شول او دواړو خواړه پیل کړل، زاهد نه پوهېده چې له سلاد او د چرګ له کباب سره درېیم شی څه شی وو خو غوښه یې خوندوره ورته ایسېده او په خوند خوند یې خوړله.
سهار چې اولیویا له خوبه را ویښه شوه، مېسج یې ورته وکړ:
– سهار په خیر زېډ! د حلال سوور غوښه دې خوښه شوه؟
زاهد چې دا مهال په وطن کې له خپلې ښځې سره په وټسپ خبرې کولې، ناببره یې د اولیویا مېسج ته پام شو او چې څنګه یې ولوست ناببره یې تر خوله چیغه ووته «د سپي لورې لا له دې حلالې غوښې سره»، ښځه یې حیرانه شوه چې خاوند یې ولې او چاته دا ښکنځا وکړه:
– څه وشو سړیه بیا خو چا د حلالې په نوم حرامه غوښه نه ده درکړې؟
زاهد سر وڅانډه او په وارخطایۍ یې په تیړۍ ژبه ورته وویل:
– نه نه بیا مې نه شي خطا کولای، نن به ځم حلاله غوښه به راوړم.
له مېرمنې سره خبرې یې په بیړه ختمې کړې او اولیویا ته یې په بیړه د مېسج جواب ولیکه:
– د سوور حلاله غوښه مې خوښه شوه خو غواړم نن د شپې تر دې هم خوندوره حلاله غوښه وخورم.
اولیویا څو شېبې وروسته ورته ولیکل:
– ههههه هغه غوښه هره شپه مه خوره صحت ته دې ښه نه ده.
– خدای مې دې ځنې مړ کړي خو پرهېز ځنې ګران دی
له دوو درو مېسجونو وروسته دواړه پخپله غلي شول او موبایلونو ته یې بیا د مېسج کړنګ رانغی. نن بیا د جمعې ماښام وو، میخانه بیا له خلکو ډکه وه، زاهد نن ځان داسې تیار کړی وو، وېښتان یې ږمنځ کړي وو، تا به ویل د چا واده ته بلل شوی دی، اولیویا هم نن سور کمیس او ژیړبخون پتلون اغوستي وو، ځوانۍ یې نن د چا خبره اور لګاوه، نرمو خوږبویه عطرو یې ټوله میخانه پر سر اخیستې وه، ماخوستن چې د ډوډۍ وخت شو دواړو یو بل ته په سترګو کې سره وکتل، اولیویا وار لومړی کړ:
– څنګه، نن بیا زما حلاله غوښه خورې که دې خپلې حلالې غوښې ته زړه شوی؟
د زاهد شیطاني رګ را وپارېده:
– چې ستا حلاله غوښه وي نوره په اور پسې که.
اولیویا پوه نه شوه او دواړه بیا لاس په لاس کې له میخانې را ووتل، زاهد ورته وویل چې خپل موټر ته وخېژي دی به د یو هوټل پته ور واستوي او هلته به سره ویني، په څو شېبو کې دواړه خپلو موټرو ته وختل، اولیویا لا موټر نه وو چالان کړی چې کړنګ شو د زاهد مېسج ورته راغی، پته یې لا د موبایل جي پي ایس ته نه وه اچولې چې ایډرس بلد ورته ښکاره شو او لا روانه شوې نه وه چې زاهد بیا وختي روان شوی وو. نیم ساعت وروسته چې د زاهد په کور ور ننوته، هغه بیا په پخلنځي کې ولاړ وو او په کړایي کې یې غوښه پخوله.
تر ډوډۍ مخکې یې له یو بل سره ښه مینه وکړه، زاهد بې صبره ډېر وو، چې هغه به یې کور ته راغله بیا به یې پرله پسې خوږې ځنې اخیستې او کله کله به یې امریکایي کیسنګ ورسره کاوه. د شپې لس نیمې بجې به وې چې دواړه د ډوډۍ مېز ته کښېنستل، له سلادو او تروو شلومبو سره یې د کړایي په خوړلو پیل وکړ، په منځ منځ کې یې خبرې هم کولې او د خپلې ملګرتیا داستان یې بیاناوه چې څنګه په لږ ورځو کې یو پر بل دومره ګران شول. له ډوډۍ وروسته زاهد ناببره په خندا کې ورته وویل:
– زما حلاله غوښه خو دې وخوړله اوس نو وار ستا د حلالې غوښې دی.
او بیا دواړو په کټ کټ سره وخندل. په دې شپه اولیویا تر نورو شپو هم یو څه ناوخته د زاهد له کوره رخصت شوه.
په سبا چې له خوبه څنګه را پورته شو او لا لمبېدلی نه وو، چې اولیویا یې ته یې یو مېسج ولیکه: «د دومره خوږې غوښې مننه، داسې حلاله غوښه به په جنت کې هم پیدا نه کړم» د مېسج له لېږلو سره یې خپلې ښځې ته په وټسپ زنګ وواهه، له حال احوال وروسته به هغې تل پوښتنه ځنې کوله چې بېګا یې څه خوړلي دي او نن یې بیا ترې وپوښتل:
– څنګه غوښه دې پیدا کړه؟
زاهد پر موبایل ګوته ووهله او هماغه اولیویا ته لیکلی مېسج یې را واړاوه، هغې اوږده خندا «ههههههههه» ورته را لېږلې وه او ده خپلې ښځې ته په جواب کې هماغه اولیویا ته د لېږلي مېسج خبره وکړه:
– هو یو نوی دوکان مې پیدا کړی، د دومره خوږې غوښې یې کور ودان، داسې حلاله غوښه به په جنت کې هم پیدا نه کړم.
او بیا یې په کټ کټ وخندل، ښځه یې څو شېبې غلې وه او وروسته یې د خدای پامانۍ په وخت ورته وویل:
– د ځان خیال ساته ډېرې غوښې دې نه دي ښې.
15 می 2024م کال
ویرجینیا- امریکا
یادونه:- دا لنډه کیسه د پېښور د «ګلورین» مجلې د روان 2025م کال د جنورۍ-مارچ په ګڼه کې چاپ شوې ده.