نن سبا ګوګل (کمپنۍ) دومره مشهوره شوې چې له ډېرو یې د ګوګل لیکوال نوم هېر کړی دی. خو نن د نامتو روسي/ اوکرایني لیکوال (Gogol) د تلین ورځ ده.
نیکلای ګوګول د روسیې او نړۍ یو له وتلیو ادیبانو او لیکوالانو څخه دی. هغه د «چپنه» او «د مړه ارواوې» په څېر د تلپاتې اثارو په لیکلو، د روسي ادبیاتو لپاره یو نوی بهیر رامنځته کړ، چې څو کاله وروسته د داستایوفسکي او تولستوۍ په اثارو کې خپل بشپړ شو.
د نیکلای گوګول ژوندلیک
نیکلای واسلیویچ گوګول د ۱۸۰۹ کال د اپرېل پر ۱ نېټه د پولتاوا ولایت په سوروچینڅي ښار (چې اوس د اوکراین برخه ده) کې په یوه ځمکواله کورنۍ کې وزېږېد. د ادبپالې او فرهنګپالې کورنۍ په غېږ کې روزنه، د هغه د هنري استعداد او ذوق په وده کې مهم رول ولوباوه. له هنر او ادبیاتو سره د نیکلای گوګول مینه لا له ماشومتوبه پیدا شوه، کله چې به یې په اوکرایني ژبه د خپل پلار لیکلې کمېډي ډرامې لوستلې.
هغه د زدهکړې دوره په پټرزبورګ کې تېر کړه، چې همالته یې د لیکوالۍ سفر پیل کړ. د هغه لومړنيو آثار زیاتره حماسي او تغزلي بڼه درلوده، خو له یوه اثر پرته، نور ټول یې له منځه ولاړل. گوګول د ښوونځي په ډرامو کې هم مهم رولونه لوبول.
له الکساندر پوشکین سره د نیکلای گوګول پېژندګلوي
په ۱۸۳۰ کال کې، کله چې گوګول له ښوونځي فارغ شو، د دولت دنده یې واخیسته، خو ډېر ژر یې له هغه کار څخه لاس واخیست. د دولت په چوکاټ کې لږه موده خدمت، هغه ته ارزښتناکې تجربې ورکړې چې وروسته یې د ډېرو کتابونو لپاره الهام وګرځېد.
لومړنی شعر چې گوګول خپور کړ، ډېر کمزوری و او منتقدانو پرې ملنډې ووهلې، خو هغه وروسته د څو مقالو په خپرولو سره د ادب نړۍ ته د ننوتو لار ومونده. له همدې امله، په ۲۲ کلنۍ کې د مهمو ادبي حلقو غړی شو او له پیاوړو لیکوالو لکه واسیلي ژوکوفسکي، پیوتر پلتینوف، آنتون دلویګ، او خپل ادبي بېلګه (ماډل)، الکساندر پوشکین سره آشنا شو.
د ادبي بریا پیل
په ۱۸۳۱ کال کې، گوګول د «دیکانکا کلي ته د شپې سفرونه» لومړی ټوک خپور کړ، چې د پوشکین او نورو منتقدانو له خوا وستایل شو. د دې کتاب بریا دومره چټکه وه چې گوګول یې د روسیې په ټولو ادبي محافلو وپېژاند.
هغه په ۱۸۳۵ کال کې دوې ټولګې، «میرګورود» او «آرابسک» خپرې کړې، چې وروسته نورې مشهورې کیسې لکه «د یوه لیوني یادښتونه» او «پوزه» هم ور اضافه شوې.
د ژوند وروستۍ کلونه
په ۱۸۳۶ کال کې گوګول روسیه پرېښوده او روم ته لاړ، هلته یې ۱۲ کاله ژوند وکړ. دلته یې د خپل ستر ناول «مړې ارواوې» لیکل پیل کړل. د دې کتاب لومړۍ برخه په ۱۸۴۱ کال کې چاپ شوه او د لوستونکو له تود هرکلي سره مخامخ شوه.
له دې مودې وروسته، گوګول مذهبي وسواسونه پیدا کړل او له خپلو پخوانیو اثارو بېزاره شو. هغه تبلیغاتي لیکنې پیل کړې، چې په ۱۸۴۷ کال «له دوستانو سره د مکاتبو منتخبې برخې» تر سرلیک لاندې خپرې شوې، خو دې کتاب یې حتی نژدې مینهوال هم مایوسه کړل.
کله چې بېرته روسیې ته ستون شو، تصمیم یې ونیو چې «مړې ساوې» بشپړ کړي، خو د ژورې ذهني ناآرامۍ له کبله، له مرګ څو ورځې وړاندې یې د کتاب ټولې مسودې وسوځولې.
نیکلای گوګول د ۱۸۵۲ کال د مارچ پر ۴ نېټه ومړ.
غوره آثار
- دیکانکا کلی ته د شپې سفرونه: د طنز او محاوروې په ژبه لیکل شوی لومړنۍ مجموعه.
- میرګورود: یوه غوره ټولګه چې د عادي خلکو ژوند ته ژور نظر لري.
- مړې ارواوې: د چیچیکوف په نوم د یوه اشرافزاده کیسه، چې د شتمنېدو لپاره د چل او ټګۍ یوه خاصه لاره غوره کوي.
د گوګول سبک او ادبي میراث
د گوګول کیسې له ظاهري سادګۍ سره سره، ژور مفاهیم لري. لکه څنګه چې داستایوفسکي ویلي، د گوګول لیکنې د ټولنې پټ بحرانونه او نامريي ستونزې رابرسېره کوي.
تر هغه مخکې، د ادبیاتو او د خلکو د عادي ژوند ترمنځ ژور واټن موجود و، خو گوګول دا دود مات کړ او عام خلک یې د داستانونو اصلي کرکټرونه وګرځول. له همدې امله، خلکو د خپلو ژوند انعکاس د هغه په کیسو کې ولید او مینهوال یې شول.
د گوګول نفوذ د روسیې، اروپا، او امریکا ادبیاتو ته هم وغځېد. داستایوفسکي، تورګنیف، چیخوف، او بولګاکف ټول د هغه له سبک څخه اغېزمن شوي دي.
د نیکلای گوګول د نورو لیکوالانو له نظره
- ویساریون بلینسکي:«گوګول د روسي نثر پلار دی.»
- فرانک اوکانر: «زه گوګول د لنډو کیسو پلار بولم.»
- دی. اس. میرسکي: «د گوګول خلاقیت له شکسپیر سره برابریږي، بلکې حتی تر هغه لوړ دی.»
- ایوان تورګنیف: «موږ حق لرو چې گوګول ته د ‘ستر’ لقب ورکړو، نوم یې زموږ د ادبیاتو د یوه پوره پړاو مترادف دی.»
د گوګول آثار په سینما او کلتور کې
- فیلم «پزه» (۱۹۷۷): د رولان بیکوف له خوا د گوګول د مشهورې کیسې اقتباس.
- فیلم «نجلۍ چې سپینه چپنه لري» (۲۰۱۱): د گوګول د «چپنه» کیسې پر بنسټ.
- فیلم «شیطان ماسک» (۱۹۶۰): د گوګول د «وی» (Viy) کیسې پر بنسټ د ماریو باوا ترهېدونکی فلم.
گوګول نه یوازې د روسي ادبیاتو یو لوی لیکوال و، بلکې د نړۍ د ادبیاتو په تاریخ کې یې تلپاتې نوم خپل کړی دی.