تاند(چهارشنبه، د کب/ حوت ۱۳ مه) د فوربس مجلې راپور: طالبان د پاکستان پر ضد جګړه کې له ساده ډیزاین لرونکو بېپیلوټه الوتکو کار اخلي
فوربس (Forbes) مجلې په یوه راپور کې لیکلي چې افغانستان له پاکستان سره په نښتو کې د نسبتاً په ساده ډیزاین له جوړو شویو بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) څخه د اصلي وسلې په توګه کار اخیستی دی.
راپور وایي، دغه لنډ واټنه ډرونونه د پاکستان پر ضد په بریدونو کې کارول شوي او عملیات یې د پاکستاني طالبانو له ډلې سره په همغږۍ ترسره شوي دي.
فوربس زیاتوي چې اسلاماباد او کابل د وروستیو ډروني بریدونو د پراخوالي او اغېز په اړه متضاد راپورونه خپاره کړي دي. د افغانستان چارواکو ادعا کړې چې بریدونه یې د پاکستان پر مهمو پوځي هدفونو، آن اسلاماباد ته رسېدلي او د پام وړ زیان او تلفات یې اړولي دي.
خو پاکستان دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې یوازې لږ شمېر ډرونونه، چې ډېری یې تر سرحدي سیمو رسېدلي، کارول شوي دي. پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې د کشف سیستمونو یې دغه ډرونونه تر جدي زیان او تلفاتو مخکې تعقیب او شنډ کړي دي.
د ډرونونو تخنیکي بڼه
فوربس د افغانستان له لوري پاکستان ته د توغول شویو بې پېلوټه الوتکو د تصویرونو او ویډیوګانو له لیدلو او ارزلولو وروسته ویلي چې دغه ډرونونه کوچني، ثابت وزر لرونکي سیستمونه دي چې د وزر پراخوالی یې شاوخوا ۱.۵ متره دی. دا معیاري سوداګریز ماډلونه نه دي، بلکې د بازار له موجودو پرزو څخه جوړ شوي دي.
مجلې لیکلي چې د دغو ډرونونو نسبتاً ساده ډیزاین د لنډ واټن او لرې کنټرول عملیاتو ښکارندویي کوي. له همدې امله باید له هدفونو څو کیلومتره لیرې واټن څخه وتوغول شي. دا موضوع ښيي چې ښايي افغانستان دا بریدونه له (ټي ټي پي) سره په همغږۍ ترسره کړي وي، ځکه دې ډلې مخکې هم په پاکستاني ځواکونو د ورته ډرونونو بریدونه کړي دي.
د ډروني ستراتېژۍ ګټې
فوربس په راپور کې د پاکستان پر ضد په جګړه کې د ډرون کارولو څو ستراتېژیکې ګټې یادې کړې دي:
لومړی: دغه کوچني ډرونونه د خوځنده لاسي بمونو په څېر اغېزمن عمل کوي. د سړک د غاړې د دودیزو بمونو پر خلاف، دا ثابت نه دي. د ډرون چلوونکي کولای شي سیستم داسې هدایت کړي چې په مناسب وخت او ځای کې ټاکلي هدفونه وولي او تر ټولو زیات زیان ورسوي.
د دې سیستمونو د جوړولو لازمې پرزې ارزانه او په پراخه کچه ترلاسه کېدونې دي، او د منځنۍ کچې تخنیکي مهارت او پرانیستو لارښودونو په مرسته په نسبي ټیټه بیه جوړېدای شي.
دوهم: د دغو سیستمونو پر ضد په پراخه کچه دفاع ستونزمنه ده او ډېر مصرف غواړي. د ډرون ضد سیستمونه لکه رادار او برېښنایي جنګي وسایل عموماً یوازې د لوړ ارزښت لرونکو ځایونو د ساتنې لپاره کارول کېږي. دفاعي سیستمونه زیاتره وخت د ډرون له ټکنالوژۍ څخه وروسته پاتې وي، په داسې حال کې چې د ډرون ټکنالوژي د سوداګریزو پرمختګونو په مرسته په چټکۍ وده کوي.
درېیم: د ډرون کارول د افغانستان او پاکستان د نفوذ د پولې له جغرافیې سره، چې نفوذ پکې اسانه دی، همغږي دي. اوږدې قاچاقي لارې د غرونو له لارې وړو ډلو او محدودو تجهیزاتو ته د تګ راتګ زمینه برابروي. افغان او پاکستاني طالبان دا غرني مسیرونه د ناټو پر ضد د شل کلنې جګړې له وخته پېژني.
وړې ډلې کولای شي د ډرون پُرزې او مهمات پاکستان ته انتقال او هلته یې سره یوځای کړي، بیا له هدفونو په مناسب واټن کې ځای پر ځای شي او بې له دې چې مخامخ ججګړه وکړي، ډروني بریدونه ترسره کړي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت راتلونکی مسیر
فوربس لیکي چې د افغانستان پرتله پاکستان د پوځي امکاناتو له پلوه برلاسی دی. د پاکستان پوځ د پرسونل شمېر، بودجې او متعارفو وړتیاوو له پلوه له افغانستان څخه ډېر پیاوړی دی. پاکستان شاوخوا ۶۶۰ زره فعال پوځیان لري چې عصري الوتکې، زغروال وسایط، لر واټنه توغندي او توپونه او هوايي دفاعي سیستمونه یې ملاتړ کوي.
په مقابل کې، د افغانستان ځواکونه لږ دي او د هوايي ځواک یا دوامدار لوژستیکي ملاتړ له نظره د پرتلې وړ نه دي. د هغوی ډېر درانه تجهیزات هغه زاړه وسایط او وسلې دي چې د شوروي او ناټو له وتلو وروسته پاتې شوي دي، او ډېری یې ښه نه دي ساتل شوي او له پاکستاني سیستمونو څخه وروسته دي.
د دې نابرابرۍ له امله، نامتقارن تاکتیکونه یو ستراتېژیک ضرورت ګڼل کېږي. افغانستان نه شي کولای له درنو تلفاتو پرته په دودیزه جګړه کې له پاکستان سره سیالي وکړي. د ډرونونو، نیابتي شبکو او سرحدي عملیاتو کارول افغانستان ته اجازه ورکوي چې پر پاکستاني پوځي هدفونو په داسي حال کې فشار وساتي چې له مستقیمې مخامخ جګړې ډډه وکړي.
فوربس وړاندوینه کوي چې آن که جګړه پای ته ورسېږي، افغان طالبان به ټي ټي پي ته د ډرون پرزو او مهماتو په برابرولو سره خپل نیابتي کمپاین ته دوام ورکړي. له همدې امله تمه کېږي چې د پاکستاني هدفونو پر ضد د ډرون بریدونه به روان وي او د وخت په تېرېدو سره به دا ډرونونه لا پېچلي شي، څو د پاکستان له ډرون ضد سیستمونو څخه مخکې شي.
مجلې ویلي چې د افغانستان له لوري د پاکستان پر ضد د بې پېلوټه الوتکو ګواښ له منځه نه ځي، بلکې پیاوړی کېږي او د پاکستان لپاره به یې مخنیوی لا ستونزمن شي.
تر دې وړاندې، د بریتانیا مېل ورځپاڼې راپور ورکړی و چې طالبان د انتحاري ډرونونو په جوړولو بوخت دي چې د افغانستان له پولو هاخوا هدفونه وولي. راپور وایي، دغه ډرونونه د کابل په څنډه کې په «فینکس کمپ» کې جوړېږي.