تاند (چهارشنبه، د کب/ حوت ۱۳ مه) سره له دې چې ایران (پرون سې شنبې) بهر ته د خوراکي او کرنیزو محصولاتو صادرات تر بلې خبرتیا پورې منع کړل، د افغانستان د طالبانو حکومت اعلان کړی چې له ایران څخه د توکو د وارداتو بهیر لا هم دوام لري او له سوداګرو یې غوښتي چې د ايراني توکو بیې «بې دلیله» لوړې نه کړي.
د جګړې له پراخېدو سره هممهاله، د ایران حکومت د خپلو خلکو لپاره د اساسي توکو د برابرولو په اړه اندېښمن دی. خو د خوراکي توکو د صادراتو بندیز پر افغانستان لوی اغېز کولی شي، ځکه افغانستان د ايران د مصرفي توکو له مهمو پېرېدونکو او د ایران لپاره له مهمو عایداتي سرچینو څخه ګڼل کېږي.
د افغانستان د حکومت ویندوی ذبیحالله مجاهد د سېشنبې په ورځ (۱۲ حوت) وویل چې د افغانستان او ایران ترمنځ ګمرکي ادارې په عادي ډول فعالیت ته دوام ورکوي.
هغه وویل: «د خواف–هرات د رېلګاډي له لارې د سوداګریزو توکو لېږد – رالېږد په عادي ډول روان دی او هېڅ ډول ځنډ او خنډ پکې نه دی رامنځته شوی.»
د هغه په وینا، «همدا اوس یو باروړونکی اورګاډی چې له سوداګریزو توکو څخه ډک دی، د هرات ولایت روزنک تمځي ته رسېدلی، چې پکې ۴۲ واګونه سمینټ او دوه واګونه د امډيایف لرګیو تختې شاملې دي.»
ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې تمه ده نن شپه یو بل باروړونکی رېلګاډی چې خوراکي توکي او سونتوکي لېږدوي هم روزنک تمځي ته ورسېږي.
د طالبانو د بیان له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د رېللارې د مسوولانو په حواله، شاوخوا ۹۰۰ واګونه د ایران په قلمرو کې د افغانستان پر لور روان دي او په عادي ډول به دغه هېواد ته داخل شي.
مجاهد له افغان سوداګرو وغوښتل چې «بې له موجه دلیله د سوداګریزو توکو بیې لوړې نه کړي.»
د پاکستان له لوري د ترانزیتي لارو له تر تړل کېدو وروسته، د افغانستان د طالبانو حکومت هڅه کړې چې له ایران څخه واردات زیات کړي، خو په ایران کې روانه جګړه د دوی دا هڅې له خطر سره مخامخ کړې دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کچه شاوخوا څلور میلیارده ډالرو ته رسېږي.