تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۰ مه) د افغانستان د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري په کابل کې د قطر له سفیر مردف بن علي القاشوطي سره د افغانستان د تېلو او ګازو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو او د اومو تېلو د تصفیې لپاره د یوه معیاري چاڼځای پر جوړولو خبرې کړې دي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا لیدنه د بدري په کاري دفتر کې ترسره شوې او دواړو لورو د افغانستان او قطر پر سیاسي او اقتصادي اړیکو او د افغانستان د کانونو، په ځانګړي ډول د تېلو او ګازو په برخو کې د پانګونې پر شته فرصتونو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د اومو تېلو د تصفیې لپاره د یوه معیاري چاڼځای جوړول د دې لیدنې له مهمو موضوعاتو څخه وو. قطري سفیر له افغان لوري سره د دې طرحې د عملي کېدو پر څرنګوالي خبرې کړي او بدري د دوحې د پانګونې د لېوالتیا هرکلی کړی او د طالبانو له خوا یې په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
طالبانو په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې په افغانستان کې تولیدېدونکي اومه تېل په کور دننه تصفیه کړي، څو د تېلو د تصفیه شویو محصولاتو پر وارداتو تکیه کمه شي. د ۲۰۲۵ کال د خپرو شویو راپورونو له مخې، هغه مهال په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۵ د تېلو چاڼځایونه فعال وو چې د کورنیو او وارداتي اومو تېلو یوه برخه یې تصفیه کوله.
دغه بهیر په ۲۰۲۶ کال کې هم دوام موندلی دی. په دې وروستیو کې په سرپل ولایت کې د ۳۰ میلیون ډالرو په پانګونې یو چاڼځای هم فعال شوی چې هره ورځ د ۶۰۰ ټنه اومو تېلو د تصفیې وړتیا لري. د دغه چاڼځای لپاره تېل د آمو سیند له حوزې، په تېره بیا د قشقري، زمردسای او انګوت له نفتخونو څخه برابرېږي.
د تېلو د استخراج په برخه کې چین هم تر دې مخکې مهم رول درلود. د چین «شنجیانګ سنټرل اسیا پټرولیم اند ګاز» یا «CAPEIC» شرکت له ۲۰۲۳ کال راهیسې د آمو سیند د نفتو د پروژې د استخراج چارې پر مخ وړلې، خو طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې د دغه شرکت قرارداد د ژمنو د نه عملي کولو له امله لغوه کړ.
د قرارداد له لغوه کېدو سره سره، د آمو سیند له حوزې څخه د تېلو استخراج نه دی درول شوی. د طالبانو چارواکو ویلي چې د تېلو د استخراج چارې د افغان تخنیکي ټیمونو په مدیریت دوام لري.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د آمو سیند له حوزې څخه شاوخوا ۲۶۸ زره او ۹۸۹ ټنه اومه تېل استخراج شوي او د تصفیې لپاره پر کورنیو شرکتونو پلورل شوي دي.