دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+په دې ورځ قذافي کودتا وکړه

په دې ورځ قذافي کودتا وکړه

له نن څخه ۵۵ کاله پخوا د ۱۹۶۹ د سپټمبر په لومړۍ نېټه د ۲۷ کلن ډګروال معمر قذافي په مشرۍ د لیبیا د پوځ ځوانو افسرانو د پاچا ادریس پر ضد کودتا وکړه، هغه یې واکه لېرې کړ او په لیبیا کې یې جمهوریت اعلان کړ.

 ډګروال قذافي د ۱۹۶۹ کال له کودتا وروسته ډېر کلونه په لیبیا کې داسې واکمني وکړه چې واک یې تر پاچا ډیر و، خو هیڅکله یې انتخابات ونه کړل.

معمرالقذافي په ۱۹۴۲ کال د لیبیا سیرت ښار ته څېرمه زیږېدلی دی.

 د ځانګړو کالیو په اغوستلو مشهور و او ځانګړې ښځينه وسلوال سمبال ځواک یې درلود. د ده سیاسي فلسفه – لکه څرنګه چې د هغه په ”زرغون کتاب” کې یاده شوې- د بدیل فیوډالیزم او اسلامي اراوو ګډوله ده.

په ۱۹۷۷ کې هغه د خلکو د واک اعلان وکړ، چې د هېواد واک د زرګونه ولسي ډلو په لاس کې و. خو قذافي په حقیقت کې ټول واک په خپل لاس کې وساته.

لومړۍ ښځه

د ډګروال قذافي لومړۍ ښځې تدریس کاوه، ویل کېږي چې دواړه ښځې یې تر واده کولو له یوې او بلې سره نه دي لیدلي. له دواړو ښځو یې یوازې محمد زوی پیدا شوی. تر واده کولو شپږ میاشتې وروسته د قذافي دواړه ښځې سره جلا شوې.

دویمه ښځه

دویمه ښځه صفیه فرقاش، یې اووه زامن لرل. خو د میلاد او هناء په نامه اولاد یې پر طرابلس د امریکا د ۱۹۸۶ کال په برید کې ووژل شول چې عمرونه یې له څلورو کلونو ډېر نه وو.

محمد القذافي

محمد القذافي د لیبیا د المپیک د کمېټې مشري کوله، چې دفتر یې په طرابلس کې و. همدارنګه نوموړی د بې سیمه او سیم لرونکو مخابراتي عامو شرکتونو د ادارې رییس هم.

سیف الاسلام القذافي

۳۸ کلن سیف الاسلام په انګلیسي ژبه روانې خبرې کولې او د لندن پوهنتون په اقتصاد کې یې دوکتورا اخیستې وه. نوموړي له هغې ډلګۍ سره تړاو درلود چې د لیبیا د اقتصاد د ازادۍ پلويان دي. همدارنګه، د قذافي د خیریه چارو د ټولنې مشري یې هم کوله.

سیف الاسلام په ۲۰۰۶ کې د قذافي پر واکمن نظام تر نیوکې وروسته له لیبیا ووت، خو بیا وروسته بېرته ستون شو. هغه د لیبیا یوه نوې څېره ګڼل کېده. خو په ۲۰۰۸ کال یې اعلان وکړ چې له خپل پلار وروسته د هغه د ځای ډکولو لېوالتیا نه لري.

هغه د لیبیا د اړدوړ په ورځو کې پر تلوېزیون راڅرګند شو او د کورنیو جګړو خبرداری یې ورکړ. طرابلس ته د یاغیانو تر ننوتلو وروسته ونیول شو.

الساعدي القذافي

الساعدي د یوه پوځي قومندان له لور سره واده کړی. هغه یو مهال د فوټبال  لوبغاړی و او یوه لن‌ډه موده د ایټالیا د فوټبال په لوبډله کې لوبېدلی  دی. وروسته د لیبیا د فوټبال د لوبډلې مشري وروسپارل شوه. د سینمايي تولیداتو په برخه کې هغه ۱۰۰ میلیون ډالر ګټه کړې. لومړی فلم یې د جرمني ‘تجربه’ په نامه عربي فلم و.

معتصم القذافي

نوموړی د لیبیا په پوځ کې ډګروال و. د قذافي د نظام پرضد تر انقلاب او د یاغیانو تر راپورته کېدا وروسته مصر ته وتښتېد، ویل کېږي چې د انقلاب په پلان کې د ده لاس و. خو بیا وروسته بښنه ورته وشوه او بېرته لیبیا ته ستون شو.

هانیبال قذافي

هانیبال قذافی د تېلو د صادراتو په برخه کې د سمندر له لارې د لېږد رالېږد د عام ملي شرکت مشر و. هغه هم د تاوتریخوالو په یو لړ پېښو کې په لاس لرلو تورن شوی دی. په ۲۰۰۵ کې هغه په پاریس کې د خپلې ملګرې په وهلو ډبولو تورن شو، او د جنیوا په یوه هوټل کې له خپلو دوو مرستیالانو سره د ناوړه چلند په تور ونیول شو. که څه هم هغه څه موده وروسته په ضمانت خوشی شو، خو د لیبیا چارواکو له سویسي تولیداتو سره پرېکون اعلان کړ او سویسري شرکتونه یې وشړل او د سویس له پلازمېنې پرن څخه یې خپل دپلوماتان وروغوښتل. هانیبال سویس د ”مافیا نړۍ” په نامه یاد کړ.

سیف العرب القذافي

 په ۲۰۰۸ کې ‘ډیلي ټيلیګراف’ ورځپاڼې د جرمني د پولیسو په قول وویل چې د سیف العرب فیراري موټر یې له دې کبله جریمه کړ، چې ډېر بد غږ یې کاوه. ویل کېږي چې په دې وخت کې هغه په میونیخ/ مونشن پوهنتون کې محصل و. هغه او دوه ماشومان یې پر طرابلس د ناټو په هوايي بریدونو کې ووژل شول.

خمیس القذافي

نوموړی د پولیسو یو افسر او د یوې ځانګړې قطعې مشر و. پوځي زده کړې یې په روسیه کې کړي وې.

عائشة القذافي

 عایشې د مدافع وکیلانو په ټولنه کې کار کاوه. هغه د عراق د مخکني ولسمشر صدام حسین د ملاتړو له ډلې وه. عایشې په ۲۰۰۶ کې د معمرالقذافي د تره له یوه زوی سره واده وکړ.

میلاد القذافي

میلاد په ۱۹۸۶ کال د قذافي د اوسېدو پر ځای د امریکايي د هوايي برید پرمهال د خپل پلار په ژغورلو کې رغنده ونډه لرله. هغه قذافي په زوی ولۍ نیولی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب