شنبه, اپریل 20, 2024
Home+سورۍ ماڼۍ | عبدالوکیل سوله مل

سورۍ ماڼۍ | عبدالوکیل سوله مل

دروازه ېې په کراره ټک ټک کړه، ترشاه غږراغئ :

ـ مهرباني 

دروازه ېې پرانیسته، دمیزترشاه په سپین چپن کې ناست کس وروکتل، پرته له دې چې څه ووايي ، لاس ېې دمیزمخې ته ایښې څوکۍ ته ونیو، دی په نه زړه لکه څارنوال ته چې پلټنوته راغلی وي کښیناست. ډاکترکمپیوترکې بوخت شو، ده کتنځی په یوه شیبه کې له سترګو تیرکړ، په دیوال کې راځوړندو دتناسلي الوګڼولویو او وړوتصویرونو ته ګوته په غاښ شو.وشرمید، سترګې ېې ټیټې ونیوې ، ډاکترته ېې وکتل ، هغه لاهم په خپل کمپیوترکې سترګې خښې وې، ده بیا سر راپورته کړ، غوښتل ېې په دیوال کې راځوړندبربنډه نجلۍ بیا وګوري، د داکترورپام شو، دځنډ بځښنه ېې وغوښته ، بیا ېې وویل:

ـ ښه مهرباني وکړئ ، څه خدمت کولی شم؟

ده لاړې تیرې کړئ، په سرېې لاس راتیرکړ، په شرمیدلي اندازېې وویل:

ـ ولاډاکټرصاحب، څنګه ېې درته ووایم، لږ څه دشرم خبره ده ….

ډاکټرپه میزدواړه څنګلې کیښودې، سرېې وروړاندې کړ:

ـ دلته شرم مرم نشته، زه چې نه شرمیږم، ته به ولې شرمیږې !؟

ده لکه ساه ېې چې بنده وی، په ورو ورغبرګه کړه :

ـ تاسوبه ولې شرمیږئ، تاسو خو داناروغي نه لرئ ؟

ډاکټرپه دیوال کې راځوړند بربنډتصویرته وکتل :

ـ که ناروغي نه لرو ، ناروغان خو ګورو، د چا …

لاس ېې دبربنډتصویرتناسلي الې ته ونیو:

ـ نو دخلکوداشیان خو ګورو،

ناروغ ټوپ کړ،ته وا بریښنا ونیوه، اوږې ېې وښوریدې ، سترګې ېې بربنډ تصویرته وځلیدې ، سرېې وښوراوه. ډاکټروخندل ، په ټوکه ېې وویل :

ـ کتل څه چې سم دم ېې په لاس کې نیسو.

ناروغ غلی شو، لکه وچې شرمیږي ، سرېې ځوړندونیو،بیرته ېې راپورته کړ، ډاکټرته ېې راڼه وروکتل ، خوله ېې خبرې ته جوړه کړه ،  خو لکه وچې ویریږي ، بیرته ېې خبره وژوله ، ډاکترلکه تیله چې ورکړي ، وویل :

ـ ځه له خیره ، څه دی ویل ؟

دناروغ خوله چینګه شوه :

ـ بس زه هم همداسې یومشکل لرم ، خوڅنګه ېې درته ووایم …، خوله مې خبروته نه جوړیږي

ډاکترآرام پرینښود:

ـ بس وایه ،وایه ، شرمیږې به نه ! دا انګلستان دی ،آفغانستان نه دی ،

ناروغ دا ځل سم دم ورته وویل :

ـ صاحب له مردۍ ولیدلی یم .

داکترلکه هیڅ خبره چې نه وی شوي ، یوپه بل پسې پوښتنې قطارکړې :

ـ څوکلن ېې ؟

ـ پنځوس 

ـ واده دې کړي ؟ 

دداکترپوښتنه ورته حیرانونکی وبریښیده :

ـ دا څه وايي ډاکټرصاحب … بې واده مې نوڅنګه درته ویل چې له مردۍ ولیدلی یم ؟

ـ دلته په لندن کې ؟ 

ناروغ سروښوراوه :

ـ هوصاحب  

داکتروخندل:

ـ ښه،ښه ، زه هغوی هم په جره ګانو کې راولم چې پخپله دلته وي او میرمنې ېې په آفغانستان کې پریښي وي . 

ده پخپلوبریتونولاس راتیرکړ:

ـ نه ،نه زه هغه نه یم ، خوکه رښتیا درته ووایم ، که له مردۍ نه وای ولیدلي ، دوهمې ته مې هم مټې رابډوهلې وې ….

ډاکترېې دخبرو منځ ته ورولوید:

ـ یس خدای به دهغې عرض اوریدلی و.

ده وخندل اوورسره غبرګه ېې کړه :

ـ هوکنه داکترصاحب ، کنه اوس به مې دا شرم کوم ځای ته وړ؟ 

داکترله ځایه پورته شو، له یخچاله ېې داوبو بوتل راواخیست ، سرېې پرانیست ، مخکې له دې چې بوتل خولې ته ونیسي ، بیا ېې نورې پوښتنې یوپه بل پسې شروع کړې :

ـ ښه داراته ووایه چې څوساعته کارکوی؟

ـ دولس ساعته ،

دداکترتندی ګونځې شو، دی غلی شو، بیا موسکی شو:

ـ کله ان پينځلس ساعته 

ډاکترپه دواړولاسوله میزه ډب وویست ، خوله ېې وازه پاتې شوه ، په لوړغږېې وویل:

ـ هره ورځ 

ـ هره ورځ 

ـ څه کارکوئ 

ـ آزاده سوداګري ، دوکانونه لرم ، اف لیسنسونه .

ډاکتروستایه :

ـ ښه ډیرښه ، ما شالله ، دومره پیسې دې څنګه جوړې کړي دي ؟

دناروغ خوله راغله او لاړه ، لکه په کومه ګناه چې اعتراف کوي ، غوږونه ته ېې بې واکه لاسونه پورته شول:

ـ بس خدای دی راته معافي وکړي ، هیڅ حلاله او مرداره مې نه ده پریښې ، له وطنه مې ورورهم څه نا څه پیسې رالیږلې دی.

ـ وروردې څه کاره دی ؟

ـ دګمرک ریس دی 

ـ دوکانونه ټول پخپله اداره کوئ ؟ 

ـ هوصاحب 

داکترپه بوتل کې پاتې اوبه په سر راوړولې ، بوتل ېې باطله دانۍ ته واچاوه ، شونډه ېې په غاښوکې ونیوه ، بیا ېې وویل :

ـ ولې ، دا خو دې له پښو پریباسي ؟

دی لکه پخپله تیروتنه چې اګاه او ملا وي :

ـ له پښو خوېې همدا اوس ویستلی یم ، باوردې راځي که نه ، که به دوه ساعته خوب لرم. 

ډاکټرسمدستي له دې حالته د وتلو وړاندیزورواوراوه:

ـ ولې یو تکړه مینجر نه نیسئ ؟

ده لکه په دی اړتیا چې پوهیده ،دستي ورغبرګه کړه:

ـ دا خورښتیا وايي ـ خوڅنګه وکړم ،چې په مسلمانانوکې دسړي زوی نه پیداکیږي ، ټول حرامخواره دی او په دې نوروزه بیزنس نه بې لمانځه کوم ، وایم بیزنس مې بې برکته نه کړي.

ډاکتربل وړاندیزمخې ته ورکیښود:

ـ نوبیا بل کار ولې نه کوئ !

ـ څه شي ؟ 

ـ ولې دې دا تجارت نه محدودوئ ؟

دی چرت کې لاړ ، سرېې دداکټرپه وړاندیزخلاص نشو ، په وروېې وویل:

ـ پوه نشوم ، دتجارت محدودول یعنې څه ؟ 

ډاکتر په لنډو ورخلاصه کړه :

ـ یعنې داچې دا دوه دوکانونه دې وپلوره او کارهم له دولسو ساعتنونو اتو ته راوله 

ناروغ د داکتروړاندیزګنکس کړي ، انديښنه کې لاړشي ،لارترې ورکه شي ، خوځان ونه بایلي :

ـ داڅه وایی داکترصاحب ، ما لابل دوکان دی ورځوکې اخیست ، ورورخومې خوشې پیسې نه دي راکړي خو هغه ته به هم خوله کې څه وراچوم کنه !

لنډه سا ه ېې واخیسته ،لاسونه ېې یوپه بل کې ننویستل:

ـ ته لا دا واېې ، ما غوښتل افغانستان ته لا دا سوداګري وغزوم ، همدا اوس مې وروردوه جریبه ځمکه اخیستې چې لوی ګودامونه په کې جوړکړو.

داکترچې په غوردده خبرې اوریدې ، سروروړاندې کړ، په سړه سینه ېې وویل :

ـ ګوره اشنا، ته چې دومره دپیسوشوق را اخیستی ېې او شپه او ورځ دې په ځان یوه کړې ده ، نه یوازې ………

وی خندل :

ـ نه یوازې له مردۍ ولیږې ، له مغزوهم خلاصیږې .

ده ېې خبره تصدیق کړه ، په لوړآوازېې وویل:

ـ له ماغزو خو همدا اوس خلاص یم ، ولاکه مې دسهارخواړه په یادوي چې څه مې خوړلی دی؟

داکترته غوسه ورغله ، سترګې ېې بټې راووتې ، چیغه ېې کړه :

ـ نوپه بلاېې وهې دا دومره دوکانونه ، خلک پیسې دژوندلپاره ګټي ، ژوند دپيسولپاره نه قربانوي.

ناروغ لکه پړچې شي ، اوپخپله خبره کې پاتې راشي ، غوږونه ځوړندونیول ، په وروېې وویل:

ـ ته وا هرڅه ته شاه کړم، تجارت په ټپه ودروم ؟

داکترپه وروسرورلنډ کړ:

ـ په ټپه ېې مه دروه، بیا درته وایم محدودېې کړه: له دریو یو دوکان او له دولسو ساعتونو اتو ته راشه.

ناروغ لکه دداکټروړاندیزچې ومني ، تندی ېې وغوړید، وې ویل:

ـ رخصتي څنګه؟

داکتروخندل، اخ ېې کړل:

ـ رښتیا دا رانه هیره وه چې دوه ورځې به کارته هم نه ځئ.

ناروغ ته اندیښنه ورولویده :

ـ نوزه به دا دکورونومورګیچ (د بانګ پور) په څه لنډوم؟ 

داکترله لاسونوپړکا وویسته:

ـ ښه ،ښه، لا کورونه هم لرئ ،افرین ،څوکورونه ؟

ناروغ غاړه هسکه ونیوه، په غرورېې ځواب ورکړ:

ـ درې، پرون مې یوبل هم راونیو.

دداکترسترګې وځلیدې، سترګې ېې پټې او بیرته وغړیدې، په ملنډوېې وستایه:

ـ ښه افرین، ښه دی چې لیونی شوی نه ېې! 

جدی څیره ېې ونیوه، په میزکې جګ راکښیناست، ده ته ېې لاس ونیو:

ـ ګوره اشنا، په دې ډول کاراو ژوندپه نوروناروغیو اوړې، عمردې رالنډوي، 

په ناروغ د داکترخبرې اغیزوکړ، سرته ېې لاس ونیو:

ـ عمر چیرته پاتې دی ډاکتر صاحب، نه وینئ چې یو ویښته مې تورنه دی، په ملا کړوپ یم، لاسونه مې هم ریږدي. 

د داکتر د غوسې رګ بیا وتوریده، تندی ېې بیا ګونځې وکړې.

ـ بس چې ښه پوهیږئ چې دا هرڅه دی له دې ډول ژوند او سوداګرۍ سره تړلي دي، نو ولې لاس په کاریږئ نه؟ 

ناروغ فکرکې لاړ، سترګې ېې مړې ونیوې، سرېې بیرته راپورته کړ، ډاکترته ېې د یو ګناهکار او مجرم په څیر رڼې سترګې ونیوې، په خواره خوله ېې وویل:

ـ ښه نو ته وا چې هرڅه پریږدم او رالنډېې کړم،

ډاکترزرپه خبرو کې ورټوپ کړ:

ـ هو کنه، دوه انتخابه دې مخ ته پراته دي: یا به دې تجارت غزوې او یا به دې عمر رالنډوې …اوس نو انتخاب ستا لاس کې دی.

دی په اسانۍ نه قانع کیده، لکه زده کونکی چې غواړي خپل ښوونکی په پوښتنوکې راګیرکړي ، سوال ېې وکړ:

ـ نوچې داسې ده، او لوی تجارت خلک له اده باده باسي،دا لوی لوی میلونران څه کوي؟ دوی څنګه په لوړوعمرونوکې هرکال نوی ودونه کوي او معشوقې بدلوي؟

ډاکټروخاندل:

ـ هغوي خوتکړه مینجران لري کنه ؟ 

ـ ښه ،یعنې زه باید مینجر ونیسم ؟

داکترسروښوروي :

ـ خود، بله چاره نه لرئ ؟ 

ـ او که په دې دواړوکې انتخاب تاسو ته پریږدم .

دداکترسرپه خبرخلاص نشي ، وضاحت وغواړي :

ـ کوم انتخاب ؟

ـ چې مینیجردله ونیسم ،که دوکانونه خرڅ کړم ؟

ـ که زما منئ دوکانونه او کورونه وپلورئ. پوهیږئ ولې ؟ 

مخکې له دې چې دده ځواب واوري ،پخپله خپله پوښتنه ځواب کړي :

ـ ځکه چې په تا اوس ناوخته دی.

ـ نوته وا که دا کاروکړم ،هرڅه به بیرته نورمال شي ؟

ـ سل فیصده 

داکترپخپل تندی لاس کیښود، بیا ېې په دیوال کې دراځوړندې کوپړۍ تصویرته لاس ونیو:

ـ پوهیږئ چې دټولوناروغیو مور اعصاب دي، چې دا دي جوړاو دمه وو هرڅه دی پخپله ځای ته راځي.

ناروغ له داکترسره ایښي د ګولیو پاکټ ته ځیرشو، له خولې ېې بې واکه راووتل:

ـ یعنې ګولۍ هیڅ ګټه نه لري، دا وایګارا مایګرا….

داکترهم ګولیوته وکتل :

ـ ولې نه ، ددې کارلپاره بلا ډیرې دواګانې دي ،خو ګټه به ېې موقتي وي .

ناروغ حیران شو ،اوږې ېې وښوریدې :

ـ ښه موقتي !؟

داکترپه دې حقیقت نورهم کلک ودرید:

ـ موقتي څه ؟ چې وروسته به بیا ګولۍ او نورې دواګانې هم کارنه ورکوي. 

دناروغ خوله وازه پاتې شوه، ،سودا ورولویده ، دروازې ته ېې وکتل ته وا غواړي ووځي ،بیرته ېې ډاکټر ته مخ ورواړاوه ،لاسونه ېې موټی کړل، ، په چوکۍ کې رانیغ شو:

ـ نوپه دومره ډیرو نغدوپیسوبه څه وکړم؟ 

داکترلکه دمخه چې ېې په هرڅه فکرکړی وي، دستي ورغبرګه کړه : 

ـ که ثواب ګټې خوپه وطن کې  ېې په خیره کارونوولګوه او که نه ، په بانک کې وساته او ګټه ېې خوره .

ـ ډاکترصاحب، وطن ته خو مې څوځل لیږلي ، همدا اوس مې پخپل نامه دوه جوماتونه جوړدي.په کورکې هم رانه څوک بې حجه نه دي پاتې .

ډاکتر بل وړاندیزورواوروه :

ـ نوڅه کیږي که دا ځل ورباندې یوڅومکتبونه جوړکړئ ؟

په ناروغ دا وړاندیز ښه ونه لګید،لاسونه ېې پورته کړل :

ـ مکتبونه پریږده ، هغه د حکومت کاردی ، بل دثواب کارراښایه !

ـ یتیم خانې څنګه ؟ 

ـ ټول افغانستان یتیمانو نیولی، هغوی ته ولاکه زما پلارهم ورسیږي …زه به کوم یوه ته شم 

ډاکتروخندل ،چې پوه شو، وړاندیزونه ېې پرله پسې نه منل کیږي او ده ته بابیزه ښکاري ،پخپلووړاندیزونوېې تیګه واړوله:

ـښه ،دپيسوکاردی خپل دی، اوس داسې وکړه چې سرله سبا دې دتجارت په رالنډولوپیل وکړه .

ناروغ چې نوربې ځوابه و،سروخوځاوه:

ـ بس کوردې ودان ، فکربه پرې وکړم ،

ډاکترجدي بڼه ونیوه، په لوړغږېې پخپل وړاندیزټينګاروکړ:

ـ فکرمکرمه کوه، عمل وکړه چې بې غمه او جوړشې .

ناروغ  چې بیاهم نه قانع کیده، دستي ورغبرګه کړه:

ـ ډاکترصاحب دومره لویه پریکړه دومره زرڅنګه شوني ده ؟… په یو ځل هغه ماڼۍ څنګه انسان ونړوي چې په ډیرو خواریوېې اباده کړي وي ؟

داکترپه سړه سینه ورلنډه کړه:

ـ خوکه هغه ماڼي چې چت ېې سوری او بیخ ېې ناست وي ، زرنړیدای هم شي او انسان هم تباه کولی شۍ.

دده په زړه یخې اوبه توی شوې ،نورهیڅ ونه ویل ،لکه خولې ته چې ېې کولپ واچول شي ، زنګیدلی له ځایه راپاڅید، دهلیزته راووت ، دهلیزتیاره و ، خو زربیرته پخپل سرروښانه شو، ترهغې چې دکلینیک له ودانۍ بهریده ، له دوه نورونوروتیاره دهلیزونو چې پخپل سربیرته روښانه کیدل هم مخامخ شو، له کلنیکه دباندې ېې پاس آسمان ته وکتل ، اسمان کې هم وريځې تلې راتلې .

لندن ـ انګلستان 

د۲۰۲۱میلادی کال د جون ۱۲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب