جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبشعرډالۍ بیرته واخله/ سید جیلاني جلان

ډالۍ بیرته واخله/ سید جیلاني جلان

خدایه ! له ښکلې لورینې دې مننه ډیره

ناشکره نه یمه خو لویه خدایه!

دغه راکړې ډالۍ بیرته واخله

دغه سیکه چې د ژوند مخ یې زه یم

ما مې له دغې سیکې زر وتراشه

دغه وجود چې تا دخپل قدرت په لاس جوړ کړی

دغه زرې زرې کړه

د سپیرو خاورو په سپیره خوله کې یې ودوړه وه

که داسې نه کوي نو لویه خدایه !

ای د اتلس زرو ټولو مخلوقاتو کایناتو خدایه!

قربان قربان دې شمه

له قدرتونو دې لوګی لوګی شم

نو اجازه راکړه د خپل فضل کرم په خاطر

په دغه جرم په دې قتل مې بیا ونه نیسې

چې زه مې خپل روح  خپله وباسم له خپله وجوده

له ژونده تښته وکړم

په نامردۍ کې مې خپل ځان ووژنم

په ځان کې ننه مې جلان ووژنم

او په جلان کې د خوږ سندرو

زرین جانان زرین جهان ووژنم

سیدجیلاني جلان

۱۹ سلواغه ۱۳۹۲

کابل

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب