شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبکره کتنهد سوفي نړۍ/ اجمل ښکلى

د سوفي نړۍ/ اجمل ښکلى

(د سوفي نړۍ) د ناروېژي ليکوال جوسټيين ګارډر ناول دى. د ناول کيسه پر يوې پينځلس کلنې نجلې چورلي. د نجلۍ نوم سوفي دى. په يوناني کې سوفي عقل و پوهې ته وايي. ليکوال لاسي دا نوم ايښى.

سوفي يوه ورځې له ښوونځي نه کور ته راروانه وي، چې د خپل وره په پوستخونه کې ورته ليک پروت وي. له دې سره د ليکونو لړۍ پيل شي، چې په پاى کې مخامخ کتنو ته خبره ورسي.

سوفي ته چې څوک خطونه رالېږي، هغه يو فيلسوف وي، چې سوفي ته فلسفه ښيي.

د سوفي او استاد خبرې يې د اثر په بڼه په لبنان کې ناست مېجر البرټ کنيګ په ناروې کې خپلې ناستې لور هيلډې ته ليکي.

دا ناول په اصل کې د فلسفې تاريخ دى، چې د لرغوني يوناني له لومړنيو ساينسپوهانو او فلسفيانو نه پيل شوى او د شلمې پېړۍ د ژان پل سارتر پر وجوديت باندې ختم دى.

د فلسفې او فرهنګ تارىخونه ډېر دي او په اسانه يې موندلاى شو؛ خو دا څو امتيازه لري:

لومړي، د دې ناول ليکوال تر ناول ليکوالو مخکې په ليسه کې د فلسفې استاد و. دا ناول يې په غالب ګومان د ليسې شاګردانو ته ليکلى دى او د هغوى په ذهني کچ برابر دى. مطلب، دا چې اسانه دى.

دويم، د دې مطلب دا نه دى، چې په لوړ کچ له دې اثره استفاده نه کېږي. د (سوفي نړۍ) د بېلابېلو فلسفي مکتبونو هغه تياره اړخونه رااخلي، چې ښايي پخوا مو نه وي لوستي او پخپله مطالعه کې يې تشه محسوسوو.

درېيم، دا اثر د بېلابېلو فلسفي مکتبونو، ساينسي جريانونو او فرهنګونو مهمو اړخونو ته ارزښت ورکوي او په تفصيل پسې سرنه ګرځوي، ځکه چې تفصيل د معلوماتو ترمنځ انسجام ته زيان رسوي او د لوستونکي حافظه يې د کلي مفهوم په اخيستو کې له ستونزو سره مخېږي.

د لنډيز بل لامل يې ښايي د لېسو د زده کوونکو طبعه هم وي. زلمي لوستونکي چې تفريح ته اهميت ورکوي، د خبرو تفصيل ته تمايل نه لري.

هسې دا اثر ښه پنډ دى، خو د دې مطلب دا نه دى، چې لوستونکى دې يې په يوه ناسته کې ولولي. ښايي په يوه ناسته کې ايله سړى يو يا نيم فلسفي مکتب ايله ولوستلاى شي. ليکوال هم ښايي په همدې خاطر د هر فلسفي مکتب په تشريح کې له لنډيزه کار اخيستى، چې لوستونکى پکې دمه وکړي. دا ناول پر دومره مهمو مسايلو خبرې کوي، چې په دمه کې هم سړى دمې ته نه پرېږدي او پر لوستي فلسفي مکتب او ژوند يې فکر کولو ته اړ باسي.

ليکوال له کمو جزياتو سره د هر فلسفي مکتب کليدي ځانګړنې بيان کړې، چې لوستونکى په اسانه د يوه فلسفي مکتب په موخه پوه شي. که څوک بيا ډېره دلچسپي لري، تفصيل يې په نورو اثارو کې لوستاى شي؛ خو هره فلسفه چې پکې سړى لولي، په بيان کې يې نيمګړتيا يا تشه نه انګېري، ښه پوره مفهوم ترې اخلي. د کانټ د فلسفې اساسي اصول داسې راښيي: د کانټ په اند، انسان علم په دوو وسيلو ترلاسه کوي. لومړى حواس دي، چې انسان پرې يو څيز حس کوي، دويم د انسان عقل دى. عقل د پېښو د درک لپاره د وخت و ځاى(زمان و مکان) حدود ټاکي او د علت و معلول په لړۍ کې پېيي. مطلب، انسان د هرې پېښې تر شا علت ګوري. د سوفي استاد دا په يوه بېلګه کې ښيي. وايي که يو توپ کوټې ته راشي او په کوټه کې يوه ته(سوفي) او يوه پيشو وي. پيشو چې څنګه توپ وويني، ښايي له واره ورمنډه کړي؛ خو ته تر هر څه مخکې د دې پېښې پر علت فکر کوې، چې دا توپ له کومه راغى؟ چا راوشغاوه؟ له دې نه ښکاري، چې کانټ د عقلپالو او تجربه پالو ترمنځ و. پېښو ته د زمان و مکان او علت ومعلول په سترګيو کتل د انسان مجبوري ده. د سوفي استاد د کانټ دا خبره سوفي ته د سرو عينکو په ورسترګه کولو سره ښيي. سوفي چې سرې عينکې په سترګو کړي دي، هر څه ورته تک سره او سره بخن ښکاري. داسې د انسان عقل هم دى، چې بهرنۍ نړۍ انسان ته چې څنګه ده، هغسې نه ښيي؛ نو کانټ وايي، چې موږ هيڅکله بهرنۍ نړۍ، چې څرنګه ده، هغسې نه شو درک کولاى؛ نو د خداى د وجود درک زموږ د عقل د وس کار نه دى، ځکه چې خداى د زمان و مکان او علت و معلول په حدودو کې نه راځي او زموږ عقل دومره تکړه نه دى، چې له دې حدودو ووځي. کانټ په دې طريقه ايمان ته لار جوړوي.

څلورم، ليکوال د ناول هره مهمه خبره په بېلګو کې وړاندې کړې ده. دې کيسو که له يوې خوا پېچلې فلسفي مسالې اسانه کړې، له بلې خوا يې اثر هنري کړى هم دى. د تېرو فلسفي مکتبونو په مخالفت کې يې د وجوديت د فلسفې د بنسټګر کيير کيګارډ د فکر په يوه مثال کې وړاندې کړى، چې يوه ورځ بودا ته خپل يوه پيرو وويل، چې د(نړۍ څه شى ده؟ انسان څه شى دى؟) پوښتنو واضح ځوابونه راکولاى شئ. بودا ورته په ځواب کې وويل، چې که ته په زهرجنو غشو لګېدلى پروت يې؛ نو ته به له ځانه دا پوښتنه کوې، چې دا غشى له کومه راغى او په کومو زهرو لړلى و؟ که د داسې کس لار به څارې، چې راشي او ستا له بدن نه غشي وباسي او د ټپ درملنه دې وکړي؟

دا د کييرکيګارډ نظر دى او مطلب يې دا نه دى، چې انسان ګنې رښتيا هم د خپل وجود په اړه له خپلو پوښتنو سره نه مخېږي. د انسان چې لومړنۍ او دويمي اړتيا پوره شي؛ نو هرومرو له ځانه پوښتنه کوي، چې زه څوک يم او دا نړۍ له کومه شوه؟

وايي، فرويد چې په امريکا کې د لاشعور او د انسان پر اعمالو د لاشعوري اغېزو په اړه ليکچر ورکاوه؛ نو مثال يې ورکړ: ”مثلا: په دې کوټه کې، چې تاسې ټول زما ليکچر ته غوږ غوږ يئ، يو سړى راپاڅېږي، خټ خټ په خندا شي، نارې سورې جوړ کړي، په فرش باندې ټوپونه شروع کړي او داسې يو کار هم پرېنږدي، چې زما توجه خرابولاى شي؛ نو زما غبرګون به څه وي؟ همدا چې له ليکچره به لاس واخلم که نه. په دې کې له تاسو نه دوه کسه راپاڅي او هغه سړى له دې کوټې وباسي او په دې خاطر چې بيا راننه نه وځي، دوى دواړه خپلې څوکۍ وره ته څېرمه کړي او پرې کېني. اوس که دا خونه او بهر دهلېز دواړه د انسان ذهن وګڼو او بيا دا خونه شعور او بهر دهلېز لاشعور وبولو؛ نو ښايي تاسې د لاشعورو موادو د ټېل وهلو يا ضبط پر مانا پوه شئ”.

پينځم، له يوې خوا نه دا اثر موږ ته د اروپا د فرهنګ(مذهب، فلسفې، ساينس او هنر) د تاريخ په اړه يو عمومي تصور راکوي او له بلې خوا راته د بېلابېلو فلسفي مکتبونو او ساينسي جريانونو د رامنځته کېدو او ختمېدو عوامل په ګوته کوي، چې فلسفې څرنګه رامنځته کېږي او څرنګه له منځه ځي. څرنګه يو فلسفي مکتب د بل فلسفي مکتب زنې ورتړي او څرنګه نوى مکتب د واقعيت د درک دعوه کوي.

شپږم، په دې اثر کې د يوه فلسفي مکتب پلوي هم نه وينو. له هر فلسفي مکتب سره چې سړى مخېږي، له بيان ښکاري، چې دا به سم وي؛ خو چې ورپسې بل ولولي؛ نو پوه شي، چې تېر فلسفي مکتب کوم کمالونه او کومې نيمګړتياوې لرلې؟ داسې دا اثر د سيوري او لمر په بريد روان دى او ګومان کوم په دې خاطر په برياليو فلسفي اثارو کې دى. له دې نه دا پېغام هم اخلو، چې هره فلسفه د خپل وخت زېږنده وي او د خپل وخت ښېګڼه او کمال ښيي.

اووم، دا اثر يواځې د لويديځ او څه نا څه د ختيځ د فلسفې، ساينس، هنر او مذهب د لوړو ژورو تاريخ نه راکوي، بلکې د فلسفې په اړه مو مثبت فکر ته هڅوي او د ژوند، طبيعت او انسان په اړه مو د فکر کولو له کماله برخمنوي.

خو د دې اثر يوه نيمګړتيا چې د اغزي غوندې مې په زړه کې چوخېږي، هغه د فلسفي اثر د ناول کولو لپاره که تېروتنه ونه کړم، د کاذبې تلوسې شتون دى، چې تر اخره لوستونکى له ځان سره بيايي؛ خو پايله يې پر سراب ختمېږي. د ليسو زده کوونکي ښايي دا تلوسه قانع کړي؛ خو د ناولونو پاخه لوستونکو او کره کتونکو ته ځواب نه شي ويلاى.

ليکوال، سوفي او البرټو خپلې لور هيلډې ته د مېجر د ليکلې کيسې دوه کرکټرونه ښودلي، چې د مېجر له اجازې پرته ځان نه شي خوځولاى او په پاى کې د ډېرو نورو کيسو غوندې له کيسې وځي. ښايي د ليکوال مطلب دا وي، چې موږ ټول د ژوند د ناول کرکټرونه يا د اصلي وجودونو سيوري يو، چې بل څوک مو خوځوي؛ خو دا فکر پخپله وجوديت څه چې د دې ناول له اصلي پېغام سره په ټکر کې دى.

دا ناول په ١٩٩١ کال چاپ شو او په لسګونو ژبو ترجمه شو. د تايي ژباړې په غونډه کې خو لا د ناروې لومړي وزير هم ګډون کړى و. يواځې په انګلستان کې دولس ځل په انګليسي خپور شوى دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب