چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeکالمونهاستاد شپوند نثر باچا؟ | استاد شپون

د نثر باچا؟ | استاد شپون

هغه ورځ مې دوه لیکنې ولوستلې ، یوه معلوما تي، بله ښکنځلنامه. دا دویمه خو سپېرې ښکنځلې، معلومداره په شخصي کرکې بنا وه نو فقط دومره پرې ویل کیدای شي چې د قلم سپېڅلتیا یې نه وه ساتلې. د تاند ځینو لوستونکو یې مدعي هم پيژندلی، مناسب ځواب یې پرې چاب کړی و.

خوندوره لیکنه دا بله وه، د تکړه لیکوال اجمل تورمان. دا په هغې غونډې باندې وه چې زه خوار ورکې ستایل شوی وم . پخپله د ستایل توری هم عجیبه شی دی. ستاینې په خوګیاڼو کې د مړي پسې په لوړ غږ ویر کولو ته وايي. معمولا ستاینګرې ښځینه وي، ښکلی غږ لري چې نورو ته ژړا ورولي. اوږده غړانګه، بیا د های های، د سلګیو او سوو ساندو سره د ښځو د را ټولې ډلې د هی هی، الله الله په کورس باندې وقفه. که څوک د ماشومانو کونه ستررکي بدلوي همدا یې وخت دی، که نه د ستاینګرې بله غړانګه شروع کیږي. د ستاینې بله معنا بد ویل دي. «پلانکی یې ښه وستایلو» هم لکه «نمازي یې کړ» د دګلو او سپکولو مانا لري.ماشومان هم کله د لویانو پېښې کوي. سترګې په چاچیو  موښي او ایښ ایښ کوي. زموږ کور کې خړتومي چرګان وو چې هغوی به هم د ښځو د کریغو سره خپل کړوت کړوت ورغبرګ کړ.

دا دې شوه په دې. پاتې شوه د تورمان صیب د ادبي ستورو برخه. دا خبره په لسهاو ځلي ما هم کړې ده چې دا بېځایه لقبونه دي. تر ډېره وخته د پښتو ادب آسمان یواځې پنځه ستوري لرل، نور آسمان تورتم نیولی و، چپ له همدغو ستورو نوره غونډه توره تروږمۍ وه. په کلاسیکو کې خوشال او څو نور باباګان، په اوسنو کې حبیبي او څلور نور. نور نو د پښتو آسمان سړه سنا.

هغه د خالق رحمونه او د بزرګانو برکت و چې تل په بد وخت کې د پښتو او پښتنو مرستې ته وردانګي، له تباه کېدو یې ژغوري. همدا لس کاله د مخه په کابل او پښتونخوا کې تاوده آوازه وه چې د ژبپوهنې بین المللي ماهران وايي، تر راتلونکې نیمې پېړۍ پورې به یو شمیر ژبې د دنیا له ژبو محوه شي. پښتو د همدغسې ژبو په اول صف کې وه. پاړسي پاتې کېده، اردو پاتې کیږي خو د خدای دا قهر یواځې په پښتو او پښتنو رالوېدونکی و.

 که حمزه او غني خان په همدغو ستورو کې راولو،(که څه هم چې شمیره به يې یو څه زیاته شي) نو پښتو خو يې لږ تر لږه له دوزخ نه راوایستله.

وایی اغیار چې د دوزخ ژیه ده            زه به جنت ته له پښتو سره ځم

په والله چې له جنته به را ستون شم          چې ښکنځل په کې وا نه ورم د پښتون

خو زما عاجز په فکر اصلي وسیله راته خدای او پیرانو کمپیوټر کړه. دا بدرۍ جماله چې د وزرونو د شرنګ سره له کوه قافه راغله، د پښتو دښمنۍ له ښامار نه يې په سرو منګولو سر پرې کړ نو لکه زموږ د کلي شاعر چې له ربابه سره ناره کړه:

الله ملوک شهزاده خلاص شو      او چې پور ووت له سینده

 په سیمرغ باندې د وڅار شو،     ملوک شهزاده خلاص شو.

د همدې بیبي درخانۍ یعنې کمپیوټر له برکته اوس پښتو غزونې کوي. نور نو تورمان صیب علامه ګانو، استادانو او باباګانو او ماوارو د وچې  د نثر باچایانوته په ډاډه زړه رخصت ورکولی شي.

2 COMMENTS

  1. په جنت شې شپون صیب. ما یو ځل مخکې پوښتنه کړې وه خو د تاندوالو یې لکه چې بڼه نه وه خوښه شوې، د تره کي د ناولونو په هکله د شپون صیب نظر غواړم.

  2. قدرمن استاده ، مننه چې یو ځل بیا مو د خپل نثر ښکلا راباندې ولوروله.ستاسې له لیکنې وروسته مې د اجمل تورمان صیب لیکنه ولوسته. دغه کس ما نه پیژندو خو چې تاسو ورته تکړه لیکوال ویلي وو، نو ومې ولوست. ما ته خو یې لیکنه مناسبه ښکاره نه شوه. یو ډول د تورونو، او بدګومانیو لکینه وه. د نورو د نوم سره رخه کول چندان ښه عادت نه دی. تورمان صیب که ځان ځلوي نو قلم دې راواخلي او پښتو کې دې اوچتې لیکنې وکړي. دا څه مانا لري چې پلانی ولې ډیر وستایل شو او پلاني ته ولې غونډه وشوه او پلاني پاتې شو؟ ما ته خو دغسې ګیلې د ټيټې کچې د کسانو ښکاري. له.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب