ځوان کره کتونکى فيصل فاران په خپل تنقيدي کتاب ( تنقيدي فيصلې ) کې د ( فکري تيندکونه ) تر سر ليک لاندې د ښاغلي رحمت شاه سايل په هغه نقد چې د کاروان پر شعرونو څرخي، دى يې ذاتي تنقيد بولي ، ښاغلى فاران هغه تنقيد چې په ذاتي خوښه، نا خوښه تر سره کيږي، د نظرياتي تعصب زيږنده ګڼي او تاريخي مغالطې يې د ذاتي مغالطو يو ارتقايي صورت بللى، نتجتا هغه تنقيد ته فوقيت او اهميت ورکوي ، چې بنسټ يې په تلپاتې اقدارو اډانه وي،
د ښاغلي فاران خبرې پدې اړه روغې دي ، ذاتي تنقيد له ذاتي ذوق څخه سرچينه اخلي او تړاو يې شايد له تاثراتي تنقيد سره بيخي نيږدې وي، د ذوق د تعيين مسله له تخليقى عمل سر ممکن د ډير اوږد او پيچلي بحث موضوع وي، ځکه يو شمير نقادان يا لکه ښاغلى فاران چې اشاره ورته کوي د تنقيد لپاره هغه حياتي ارزښتونه چې د تنقيد په ترڅ کې د ليک او تخليق تر منځ واقع وي ضروري ګني،
دا سمه ده چې په پراخه معنا د هر نقد بنسټ له تاثره وي، خو ولى په دقيقه توګه لکه څنګه چې نقد بيلابيل موضوعي ډولونه لري، نو ځکه ښايي د تنقيد تيوريکه غوښتنه يې د هر ډول نقد سره سمه د خپلو اوصولو په رڼا کې وي،
مونږ چې د يوې پنځونې تنقيدي جاج اخلو ، نو لومړى بايد د خپل نقد نوعيت راته معلوم وي چې زه د کومې زاويې څخه دې پنځونې ته کتنه کوم ؟ او پرې څه وايم ؟ دلته نو ( څه ويل ) پر پنځونې د فني او فکري پوهيدنې سر بيره د نقد پر هغو لازمو اوصولو هم بايد پوهه وو، کوم چې د هغه فني تقاضا او د نقاد رسالت وي ، زه که يو شعر خوښوم نودا زما د ذوق خوښه ده ، خو که يو شعر مې نه خوښيږي دلته نو له ذوق سر ه ضرور يو معيار شته، هغه معيار چې د لوستنى پر مهال يې زه ټکنى کړى يم . ځکه چې نه مې خوښيږي ، دا نو څه ډول ټکنيتوب وو؟ فکر ، احساس او اډانه مې خوښه نه شوه ؟ که نه، کومه فني يا فکري تيروتنه يې کړې ؟ که نا خوښې ته مې د پنځونې د ارونو په چوکاټ کې د پنځونې تيروتنې په ګوته کړې وې نو بيا خو مې پر استدلال خبره کړې، د ليک او تخليق او تنقيد يو اوصولي رسالت تر سره کوم، خو که همدې نا خوښې ته استدلال نه لرم ، او داهم وايم چې شعر کومه فني غلطي نلري، فکري ستونزه يې نشته خو خواښ مې ځکه نه شو چې دا لفظ يې خوند نه کوي ، دا ترکيب ښه دى مګر زما نه خواښيږي، دلته نو يو ډول له خپل ذوقه د نورو پر ذوقونو يو ډول د تيري تصور موجود دى، ځکه ذوق دليل نلري، کله چې دليل نه وي ممکن په خلکو يې ونشو منلى ، بلکى يو څوک شته چې سره زما د ناخوښې يې خوښ شي،
پدې اړه زه د موضوع د ښه روښانه کولو په هدف يوه بيلګه راوړم او بيا پرې خبرې لرم، محترم عبدالباري جهاني د محمود اياز پر لومړى شعري مجموعې ( تڼاکې د خيال ) په سريزه کې لومړى شعرونه راوړي او بيا ليکي ..
( زه د خواهش
د يو غلام غلامي څنګه وکړم
چې يې د ځان د تخفظ په خاطر
د خلافت په چوکۍ
هسې قبصه وکړله
که دا شعر زما واى ، ښايي چې ما د تحفظ کلمه نه واى انتخاب کړې ، ځکه چې د تحفظ کلمه زما په نظر د شعر لپاره درنه او ثقيله ده ، دا کلمه په علمي نثرونو او يا انتقادي متنونو کې ښه په کار لويدلى شي او يا کله کله داسې کلمات انتخابوي چې په اصطلاح شعريت نلري او يا زما په اصطلاح شرنګى نه کوي، د مثال په توګه
دا هر يو عکس
په خپل داخل کې ځانله
جلا دنيا جلا جهان او کاينات لري خپل
ډير مسايل
ډير واقعات لري خپل
مسايل او واقعات د شعر لپاره يو څه درنه ښکاري او د شعري کلماتو په څير شرنګ نه لري ،،،)
پورته اقتباس کې محترم جهاني صاحب يوازې د خپل ذوق لمخې د لفظونو انتخاب ناسم بولي، حال دا چې د محمود اياز ( ټناکې د خيال ) او يا ( زه بيا هم په سايه بدل شوم ) د دواړو شعري مجموعو کوټلې مطالعه راته څرګندوي چې د دې شعري ډکشن اسلوب ( سبک ) چې په ډير شدت سره محسوسيږي، هغه د همداسې لفظونو په سنجيده معنا استعمال دى، بله دا چې په منضومو کې يا که مشخص ووايم چې د اياز صاحب همدا نظم چې جهاني صاحب يې توري شاعرانه او شرنګيدلي نه بولي، بيا هم نظم دى بلکى زه خو وايم چې دا نظم يا ولې هر نظم د شعريت په زرکاڼي وګورو، ځکه چې شعريت يو څه جلا څه دي ، هغه نظم چې شعريت ولري شعري نظم ورته ويلى شو خو که شعريت ونلري بيا هم نظم ورته وايو ،
په هر صورت له پورته بحث څخه مو د ذاتي تنقيد د رويو په اړه يو څه ترلاسه کول وو ، مونږ په همدې بحث کې د تاثراتي تنقيد هغه مغالطو ته چې د تاثراتي تنقيد لامله هغه قضاوتونه چې بيخي زمونږ د مروجو ژانري فورمونو خلاف دي، هم اشاره کولاى شو ،
مثلا محترم عبدالهادي هادي د ( پښتو هنري نثرله حبيبي تر رحماني ) ترسرليک لاندې د هنري نثر د شاليد په فهرست کې د اجمل خټک ( دا زه پاګل وم ) د زندان يادښتونه بې ساري هنري نثرونه بولي ، هادي صاحب د همدې ليکنې په يوه برخه کې د هنري نثر اډانه پر تخيل ولاړه ګڼي، او د ده په اصطلاح په هنري نثر کې ( بايد د تخيل پله دومره پکې درنه وي چې لوستونکي ته د خيال پر وزرو د ښکلا تر هسکو د الوت چاره ممکنه کړي ،،) او د ده د فکر په بهترى ( بايد منثور شعر ورته وويل شي )
د مرحوم اجمل خټک همدې يادښتونو ته پوهنيار عبدالخالق رشيد ( د پښتونخوا داستاني ادبيات ) په کتاب کې (د پښتونخوا طنزي بهير ته يوه لنډه کتنه ) په مقاله کې د اوچتو طنزونو اشارې کړي، او د خټک مرحوم له همدې کتاب څخه يې ( حجامت که نخره ) بيلکه ورکړې، حال دا چې ( دا زه پاګل وم ) اثر نه خو د هادي صاحب د تخيل په اډانه هنري نثرونه دي ، او نه هم د خالق رشيد په وينا طنزونه دي، بلکې د خټک مرحوم ( دا زه پاګل وم ) د خواږه ليک انداز ته نه هنري نثر ويلى شو او نه هم په يو نيم ځاى کې طنزي مکلمې يا عمل ته په ټوله معنا طنز ويلى شو، ( دا زه پاګل وم ) د تخيل او طنز برعکس هغه واقعيتونه دي، چې سړى د خيال او خندا پر ځاى د شلمې پيړى د پښتنو هغو ترخو شيبو ته چې د ازادى په هڅو کې يې ګاللي يو ډول د ژور خفګان کيفت سره مخ کوي،
نتيجه دا چې تنقيد، د ځان په خوښه داسې چې د هغې پنځونې هيڅ کومه فني او هنري تيوري په پام کې ونه نيول شي او په خپل قضاوت تحليل شي ، نو د ذاتي تنقيد هغه باب پيل شي چې د مغالطو يو هجوم ورته ويلى شو، د تنقيد اصل منصب رانه د خپل ذاتي تنقيد ښه ده چې ووايو ( شخصي قضاوتونو ) څخه د راوتلو او په علمي او تيوريکو بنيادونو د رسالت د ترسره کولو غوښتنه کوي ، خو دا غوښتنه به مو هلته پوره کړي وي چې د تنقيد د خورو ، ورو مکتبونو علمي او عملي مطالعه وړاندې کړو،
( پاى )
ډېره ښه لېکنه ده او ډېرې دقيقې خبرې يې په کې راسپړلي دي په اينده کې دې هم د تاند سره همداسې قلمي مرسته وساتي