جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهاعتراض کوونکي: اوبې ولسوالۍ کې کلابند سرتېري له لوږې د ونو پاڼې...

اعتراض کوونکي: اوبې ولسوالۍ کې کلابند سرتېري له لوږې د ونو پاڼې خوري

تاند ( پنج شنبه، د جوزا ۲۷) د هرات په اوبې ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسي یو شمېر امنیتي سرتېري د طالبانو په کلابندۍ کې دي.

د کلابند سرتېرو د کورنیو غړو نن په دغه ولایت کې د ولایت مقام مخې ته اعتراض کړی او د لارو د بندولو تر څنګ یې ټایرونو ته هم اور ورته کړی دی.

دوی له حکومت څخه د خپلو کورنیو غړو ته، چې د طالبانو په محاصره کې دي د بېړنۍ مرستې غوښتنه کوي.

اعتراض کوونکي وایي، کلابند سرتېري په ډېر بد وضعیت کې قرار لري.

دوی زیاتوي، اولادونه یې  تجهیزات څه چې آن ډوډۍ نه لري او هغوی د ډوډۍ پر ځای د ونو پاڼې خوري.

معترضین د کلابندو سرتېرو شمېر ۴۰ تنه یادوي او ادعا کوي، چې حکومت یادو سرتېرو ته هېڅ پام نه دی کړی.

بل لورته بیا د هرات سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب