پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهپه تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا له امله له سلو ډېر...

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا له امله له سلو ډېر کسان مړه شوي

تاند ( پنج شنبه، د جوزا ۲۷) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا وبا ۲ زره او ۳۱۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې په همدې موده کې په لومړي ځل له دغې وبا ۱۰۱ کسان مړه شوي او ۳۰۱ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو ټول شمېر ۹۸ زره او ۸۴۴ ته او د مړه شویو هغه بیا ۳ زره او ۹۴۳ ته لوړ شوی دی.

د ویلو ده چې روغتیا پالان د کورونا د مخنیوي یوازینۍ لار د روغتیایي سپارښتنو عملي کول یادوي.

دوی ټینګار کوي چې عام افغانان باید روغتیایي سپارښتنو ته جدي پام وکړي او عملي یې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه پاکستان له افغانستان سره د کورونا د مخنیوي په موخه د اکسیجن او نور طبي توکو مرسته کړې ده.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، چې پاکستان افغانستان سره پنځه سوه بالونه اکسیجن او د ځینې نورو طبي تجهیزاتو مرسته کړې ده، چې نن به کابل ته را ورسېږي.

بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې افغان دولت په دې سختو شرایطو کې د پاکستان له مرستې مننه کوي او له کورونا وبا سره د سیمې په کچه پر ګډې او اغېزناکې مبارزې ټینګار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب