جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد چک جمهوریت لومړی وزیر : مونږ د افغان دفاعي او امنیتي...

د چک جمهوریت لومړی وزیر : مونږ د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو

تاند (پنجشنبه د جوزا ۲۷) د چک جمهوریت لومړی وزیر اندری ببېش وایي چې هېواد به یې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو روزنې او ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي ببېش دا خبرې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نثار احمد غوریاني، د کانونو او پیترولیم وزیر محمد هارون چخانسوري په شمول له هغه جیګپوړي افغان هیئت سره په کتنه کې وکړې چې په پراګ کې د افغانستان د سفارت په ابتکار او د چک – سلواک – افغان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې تر مدیریت لاندې جوړ شوي فورم کې د برخه اخیستنې لپاره چک جمهوریت ته تللی دی.

په پراګ کې د افغانستان د سفارت په رسمي فیسبوک پاڼه خپره شوې یوه اعلامیه کې راغلي چې افغان هیئت او د چک جمهوریت لومړي وزیر له پخوانۍ چکوسلواکیا سره د افغانستان د اړیکو، او دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي همکاریو په هکله خبرې وکړې.

اعلامیه د ببېش له قوله لیکي چې، چک جمهوریت به د افغانستان اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د نوي فصل په ترڅ کې دفاعي همکاریو او د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو روزنې او تمویل ته دوام ورکړي.

ښاغلي ببېش د افغان هیئت د غوښتنې په مقابل کې وویل چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې په ګډه کار وکړي چې چک جمهوریت د منځنۍ اروپا لپاره د افغانسان د محصولاتو په وېشنځي باندې بدل شي.

اعلامیه زیاتوي چې افغان او چک چارواکو د چک جمهوریت له خوا افغان محصلانو ته د زده کړو لپاره د سکالرشیپونو د ورکولو په هکله هم خبرې وکړې او لومړي وزیر په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

په پراګ کې د افغانستان د سفارت په پاڼه خپره شوې اعلامیه وایي چې د چک جهوریت لومړي وزیر اندری ببېش وویل هېواد یې په افغانستان کې خپل دپلوماتیک ماموریت جاري ساتي او هڅه کوي چې په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب