چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+ننګرهار کې د ګلبهار په نوم د کرکټ روزنځای پرانیستل شو

ننګرهار کې د ګلبهار په نوم د کرکټ روزنځای پرانیستل شو

تاند ( پنج شنبه، د جوزا ۲۷) ننګرهارکې د ګلبهار په نوم د کرکټ مینه والو ته روزنځای جوړ او تېر ماښام پرانیستل شو.

مسوولان وایي، چې پر دغه روزنځای شاوخوا ۱۳۳ زره امریکایي ډالره لګښت راغلی او چارې یې د شپږو میاشتو په موده کې پای ته ورسېدې.

دا روزنځای چې په پینځه جریبه ځمکه جوړ شوی په کې لس وېکټې، جيم، د لامبو وهلو حوض، بالنګ ماشين، لایټېنګ سیستم، مسجد او پارکېنګ موجود دي.

د کرکټ د دې روزنځي دپرانیستې په مراسمو کې د کرکټ بورډ چارواکو او یو شمېر ملي لوبغاړو هم ګډون کړی وو.

د کرکټ بورډ ډارکټر رئیس خان احمدزي، کريم خان صادق دا روزنځای د ځوانانو لپاره یو ښه فرصت وباله او هیله یې وښوده چې ځوانان به هم ترې سالمه ګټه اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب