دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد سولې وزارت: سوله یوه اړتیا ده او افغانان په زور هېڅکله...

د سولې وزارت: سوله یوه اړتیا ده او افغانان په زور هېڅکله نه تسليمېږي

تاند ( پنج شنبه، د جوزا ۲۷) ننګرهارکې د هېواد په کچه د سولې وزارت لومړی دفتر پرانیسته.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري په ننګرهار کې د دې دفتر د پرانیستې پرمهال وویل، دا دفتر يې په دې موخه پرانیستی څو د سوله خوښوونکي ولس څخه د سولې په اړه نظریات او مشورې را ټولې کړي.

نادري دغه راز د سیمې او نړۍ هېوادونو ته په خطاب وویل، چې د بهرنیانو په وتلو سره په افغانستان کې جګړې ته نور هیڅ دلیل شتون نلري.

هغه ټینګار وکړ افغانان هېڅکله هم په زور نه تسلېمېږي او جګړه د حل لار نه ده.

هغه زیاته کړه، د سولې په مذاکراتي ډله کې یې ۳ عالمانو او ۴ مېرمنې په همدې موخه ځای پرځای کړي، چې د سولې په برخه کې له خپلو حقونو دفاع وکړي او خپل غښتلی رول ادا کړي.

په ورته وخت کې د ننګرهار ولسي استازو د سولې د پروسې د بې پري پاتې کېدو غوښتنه وکړه.

د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد د سولې په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه ،خو ټینګار یې وکړ چې سولې لپاره دې د پروسې په توګه کار وشي، مخالفین دې د تاسیساتو ړنګولو او له جګړې څخه لاس واخلي.

مراد ټینګار وکړ چې د سولې خبرو کې دې هغه کسانو ته ونډه ورکړل شي، چې د جګړې رښتینۍ قربانیان دي.

هغه دغه راز وویل، د سولې خبرې دې په هغو سیمو کې ترسره شي چېرته چې جګړې ورانی کړی او خلک یې ځورول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب