یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد کابل ښاري بسونه د کورونا د مخنیوي په خاطر ودرول شول

د کابل ښاري بسونه د کورونا د مخنیوي په خاطر ودرول شول

تاند ( پنج شنبه، د جوزا ۲۷) د کابل ښاروالي وایي، چې د کابل ښاري بسونه یې د کورونا ویروس د زیاتوالي د مخنیوي په خاطر درولي دي.

سرچینې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پرېکړه به د شنبې له ورځې عملي کېږي او بسونه به د موقت وخت لپاره درول کېږي.

د کابل ښاروالي داسې مهال دا پرېکړه کوي، چې په ټول هېواد کې د کورونا د درېیمې څپې زور ورځ نه بلې ته زیاتېږي.

هره ورځ په لسګونه کسان د کورونا ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

له دې وړاندې په ټول هېواد کې تعلمي مرکزونه، د لامبو حوضونه، د ودونو تالارونه او په لوبو او سرپټو ځایونو کې پر غونډو هم بندیزونه لګول شوي دي.

روغتیايي چارواکي وایي، که خلک قرنتین مراعت نه کړي نو ښايي ناورین رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې، تازه پاکستان هم له افغانستان سره د طبي توکو مرسته وکړه.

پاکستاني رسنۍ وایي ، چې د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان دغه توکي پرون افغان لوري ته سپارلي او ټاکل شوې نن د تورخم له لارې ننګرهار ته ولېږدول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب