جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه: طالبان دې سولې ته لیکلې طرحه وړاندې کړي

اروپايي ټولنه: طالبان دې سولې ته لیکلې طرحه وړاندې کړي

تاند (پنجشنبه د جوزا ۲۷) اروپايي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې پر روان بهیر او د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړې او د سولې بهیر د ګړندي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی توماس نیکلاسون چې اسلام آباد ته تللی وايي، د افغان سولې د مذاکراتو وخت په تېرېدو دی او په داسې حال کې چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي، دا خبرې باید ګړندۍ شي.

هغه له پاکستاني چارواکو سره تر کتنې وروسته وویل، اسلام آباد باید پر طالبانو له خپل اغېز څخه ګټه واخلي څو دا ډله د سولې لیکلې طرحه خبرو ته وړاندې کړي.

توماس نیکلاسون په دې هکله روېټررز اژانس ته ویلي چې طالبان تراوسه د سولې د مذاکراتو لپاره طرحه نه لري او که یوازې د “اسلامي امارت” غوښتنه کوي همدا موضوع دې هم د خبرو پر میز د بحث لپاره وړاندې کړي.

نیکلاسون وویل، «ښایي د طالبانو طرحه افراطي وي او ممکن یوازې دا یوه خبره وکړي چې اسلامي امارت غواړو خو همدا خبره هم د بحث لپاره ښه ده چې تر دې وروسته وګورو چې څه پرمختګ په کې کېږي او دواړه لوري له کومو ټکیو د پرمختګ لپاره په شا کېږي.»

افغان چارواکو بیا څو څو ځلې ویلي چې طالبان په بېلا بېلو بهانو وخت ضایع کوي او ښایي په دې فکر کې وي چې کابل به په زوره ونیسي، ولې په خبره یې چې دا چاره ناممکنه ده.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله پرون په کابل کې د یوې ناستې پر مهال طالبانو ته په خطاب کې وویل چې نننی افغانستان د نویمې میلادي لسیزې له افغانستان سره ډېر توپير لري.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې تر اوږده ځنډ وروسته په تېرو دوو اونیو کې د افغان حکومت او طالبانو د تماس ډلو په خپلو کې خبرې کړي دي، خو ښکاره پرمختګ په کې نه لیدل کېږي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی توماس نیکلاسون وايي چې د رښتوني پرمختګ لپاره باید اساسي وړاندیزونه د افغانستان او د مذاکراتو د نتیجو لپاره د دواړو لوریو له خوا وشي چې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي وړاندې کړي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی لیکلی پلان لري، خو علني یې نه شریکوي او بهرنیانو ته یې هم ځکه نه ورښکاره کوي چې اصلي خبرو ته یې ساتلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب