جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستانيو په ګډون ۱۴۸ طالبان...

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستانيو په ګډون ۱۴۸ طالبان وژل شوي

تاند (پنجشنبه د جوزا ۲۷) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، له افغان ځواکونو سره په نښتو او عملیاتو کې کابو ۳۰۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دفاع وزارت نن پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې جګړو او عملیاتو کې ۱۴۸ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۶۱ تنه یې ټپیان او څلور یې ژوندي نیول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار، غزني، پکتیا، لوګر، بامیان، کندهار، زابل، هرات، بادغیس، فاریاب، هلمند او کندوز ولایتونو کې اوښتې ده.

ملي دفاع وزارت په دې عملیاتو کې د طالبانو د ګڼ شمېر وسلو او مهماتو د له منځه وړلو خبر هم ورکړی دی.

ورته مهال د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ نښتو کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو وايي چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د دې ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالۍ د بیان خېلو په سیمه کې د سرحدي ځواکونو پر یوه پوسته ډله ییز برید وکړ چې د افغان هوایي او ځمکنیو ځواکونو له ځوابي غبرګون سره مخ شول.

د تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وايي، د نښتې په پایله کې د ۱۱ پاکستانيو او ۲ مشهورو قوماندانانو په ګډون ۲۷ وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۲ نور یې ټپيان شول.

د مومند په خبره په نښته کې د سرحدي ځواکونو ۳ سرتیري وژل شوي او ۶ تنه ټپیان دي.

وسله والو طالبانو د افغان چارواکو د دې څرګندنو په هکله تر اوسه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب