تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۰ مه) یوه نسبتاً شدیده زلزله، چې د زلزله پېژندنې د ادارو د لومړنیو راپورونو له مخې شدت یې د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۲ درجې و، نن شپه د افغانستان جنوب ختیځې سیمې په داسي حال کې ولړزولې، چې اکثره خلک په درانه خوب ویده وو.
د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې د دې زلزلې مرکز د مځکې له سطحې ۱۰ کیلومتره لاندې بللی دی. هر څومره چې د زلزلې مرکز ژر وي خېر یې کم وي خو د دې زلزلې مرکز د هرات تېر کال د زلزلو په شان ژور نه دی او خطرناکه ګڼل کېږي.
د امریکا د جیالوجیکي سروې ادارې د دې زلزلې شدت ۶ درجې ښودلی او ویلي چې په ځايي وخت د شپط په ۱۲ بجې او ۴۷ دقیقې ثبت شوه.
راپورونه ښيي چې د زلزلې مرکز د ننګرهار ولات له مرکز جلال اباد څخه یوازې ۴۲ کیلومتره لري و.
د دې زلزلې ټکانونه په کابل، خیبرپښتونخوا او نوي ډیلي کې هم احساس شوي دي.
تراوسه د مرک ژوبلې کوم راپور نه دی ورکړل شوی.