جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د افغانستان د اوبو کمښت؛ نننۍ ستونزه؛ خو د سبا لپاره جدي...

د افغانستان د اوبو کمښت؛ نننۍ ستونزه؛ خو د سبا لپاره جدي ګواښ

لیکنه: انجنیر ع. ن. (ښاد)

   په تېرو دوو لسیزو کې افغانستان د اقلیم بدلون، وچکالۍ، بې‌ پروایۍ او ناسمو انساني کړنو له کبله د اوبو له سخت کمښت سره مخ شوی؛ د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي کچه په ډېرو سیمو کې کمه شوې او حتٰی ځينې سیمې د اوبو له نشتوالي سره مخامخ دي او د ځمکې لاندې اوبه په بې‌ ساري ډول ژورې شوې دي؛ که اوس هم بې ‌پروا پاتې شو، زموږ راتلونکی نسلونه به د مطلقې وچکالۍ سره مخ شي.

اوبه د ژوند بنسټ دی، خو دا حیاتي سرچینه نن ورځ په افغانستان کې له بې ‌ساري ګواښ سره مخ ده؛ په تېرو دوو لسیزو کې، زموږ هېواد د اقلیم د بدلون، دوامدارو وچکالیو، بې‌ سارو انساني تېروتنو، ناسمې ادارې، او د چاپېریال پر وړاندې د بې ‌پروایۍ له امله له سختو اوبو کمښتونو سره مخ شوی دی؛ دا حالت نه یوازې د څښاک د پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی محدود کړی، بلکې کرنیزې ځمکې، چې د هېواد د اقتصادي بنسټ عمده برخه جوړوي، هم له سختو ستونزو سره مخ کړې دي.

په ډېرو کلیوالو او ښاري سیمو کې خلک د څښاک پاکو او مصؤنو اوبو ته لاسرسی نه لري، او په یو شمېر برخو کې حتٰی د اوبو بشپړ نشتوالی احساسېږي؛ د ځمکې لاندې اوبه، چې د کلونو له پاره د خلکو د ژوند یوه پراخه سرچېنه وه، اوس د بې ‌ساري استعمال، بې ‌نظمه برېښنايي څاګانو، او د بیا رغونې میکانېزم د نشتوالي له امله په چټکۍ سره ژورې شوې دي.

له بلې خوا، د اقلیم بدلون د بارانونو د فصلونو بې ‌نظمۍ، د واورو د وېلې کېدو د نمونو بدلون، او د هوا د تودوخې لوړوالي له لارې د اوبو طبیعي جریانونه ګډوډ کړي دي؛ دا وضعیت نه یوازې اوسنی نسل له جدي ننګونو سره مخ کړی، بلکې که بې ‌پروایي دوام ومومي، راتلونکي نسلونه به د مطلقې وچکالۍ، خوړو او پاکو اوبو د کمښت، کرنیزو ځمکو د له‌ منځه‌ تلو او اجباري بې‌ ځای کېدنې له ناورین سره به مخ شي.

په داسې حال کې چې افغانستان د خپلو اوبو د منابعو څخه برخمن هیواد دی؛ خو ناسم مدیریت، سیاسي بې‌ ثباتي، د زېربناوو نشتوالی، او د عامه پوهاوي کمښت دا امکانات له ګټې نه غورځولي دي؛ له همدې امله، اړتیا ده چې د اوبو د مدیریت، ساتنې، عادلانه وېش او اغېزمنې استفادې په برخه کې بیړني، علمي، ټولنیز، او سیاسي اقدامات وشي، څو د راتلونکو فاجعو مخه ونیول شي، ما یې په لاندې ډول په دریو برخو کې د اوبو د کمښت عمده دلایل، ولسي مسؤلیتونه او حل لارې او همداشان په انجنیري تدابېرو بحث کړی دی، تاسو یې لوستو ته رابولم.

۱.  د اوبو د کمښت عمده لاملونه:
۱.۱ سولري څاګان:
که څه هم سولري پمپونه ارزانه او انرژي ‌سپما کوونکي دي او د جنراتور په شان په ماحول کې دود او اواز نه تولېدوي، خو د څارنې نه شتون له امله له ځمکې لاندې اوبو نه بې‌ رحمانه استفاده د همدې سولرونو په ذریعه روانه ده؛ د ځمکې لاندې اوبه (آب زیر زمینيUnder Ground Water ) په زیاته پیمانه را ایستل په ځمکه کې د درزونو د پیدا کېدو او د ځمکې د کېناستو (نشست یا Land Subsidence) سبب ګرځي، چې څو کاله وړاندې د غزني د دیک ولسوالۍ کې د دا ډول خطرناکو درزونو شاهدان وو، د ځمکې نشست نه تنها چې مرګوني او بد عواقب لري؛ بلکې د ځمکې لاندې اوبو زخېرې د تل له پاره وچوي، چې د زیاتو اوبو د رایستلو له امله په ځمکه کې خالیګاه پیدا کېږي او خالیګاه ته بیا خاوره راپرېوځي او د اوبو ځای خاورې نیسي او سرچینه وچېږي؛ د هیواد په زیاتو سیمو کې د زراعتي ځمکو مالګین کېدل د زیاتېدو په حال کې دي، چې په بعضو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبه زیاته مالګه لري، چې په سولري انرژۍ سره یې رایستل د دې باعث شویدي، چې د خلکو زراعتي ځمکې مالګینې شوي او د وخت په تېرېدو سره د ځمکې قشر مالګین کېږي او حاصل خېزه زراعتي ځمکې د فصل څخه لوېږي.

۱.۲ د اوبو بې ‌ځایه لګښت:
په زراعت کې د اوبو د سپما عصري سیستمونه نه کارېږي؛ زیاتره کروندګر لا هم د سیندونو او څاګانو اوبه په غیر مؤثر ډول کاروي، چې پدې ترینګلي وخت کې د اوبو په غیر مؤثر ډول کارول بې انصافي ده.

۱.۳ ژورې څاګانې:
خلک د څښاک او زراعت له پاره په خپل سر ژوې څاګانې کندي، چې د ځمکې لاندې د اوبو کچه یې ورځ تر بلې ټيټه روانه کړې ده او ځینو سیمو کې د اوبو سرچېنې په مطلق ډول وچې شوی دي.

۱.۴ اقلیمي بدلون او وچکالي:
د بارانونو کمښت، د واورې لږ والی او د موسمونو بدلون هم طبیعي منابع اغېزمنې کړي دي، چې تېر څو ژمي د واورو د ورښت کچه په بې ساري ډول کمه ده او پسرلني بارانونه د تېر په څېر نه وو.

۱.۵ ښاري پراختیا او د طبیعي اوبو لارو بندېدل:
غیرقانوني کورونه، سړکونه او نور جوړښتونه د باراني اوبو مسیرونه بند کړي دي، چې د باران او واورې اوبه د ځمکې پر مخ بهېږي او ځمکې ته نه جذبېږي او نه ذخېره کېږي، د ښار پراختیا د اوبو د جذب مخه نېولې ده، چې اکثره کورونه، کوڅې او لارې پخې شویدي، چې د باران د اوبو د جذب مخه یې نېولې ده.

 ۱.۶ د اوبو د مدیریت نشتوالی:

په ملي کچه د اوبو د مدیریت روښانه تګلاره، د زیرمو د ساتنې پلانونه او همغږي شوي سیستمونه نشته؛ له دې امله د اوبو تنظیم، کنټرول او عادلانه وېش نه ترسره کېږي، او زیاتره د اوبو منابع بې‌ ځایه له‌ منځه ځي؛ د اوبو د مدیریت د نشتوالي په برخه کې د ملامتیا ګوته حکومتونو ته نېول کېږي، چې موږ په ۱۹۷۲ کال کې هم د وچکالۍ څخه د رامنځ ته شویو سیاسي بدلونونو شاهدان وو، چې د قحطۍ له وجې صدراعظم عبدالظاهر استعفا ته اړ شو.

۱.۷ د اوبو د زېرمو نشتوالی او ضعیفې زېربناوې:

افغانستان کې د بندونو، کانالونو، ذخیره‌ کوونکو حوضونو او د اوبو د زېرمه کولو سیستمونو کمښت شته؛ د باران او واورې اوبه نه ذخېره کېږي او بې ‌فایدې ضایع کېږي، که څه هم چیک ډیمونه جوړ شویدي؛ خو د اوسني عصر ناوریني حالاتو ته په کتو سره جوړ شوي چیک ډیمونه بسنه نه کوي او لازم تدابیر باید ونېول شي.

۱.۸ د سرحدي سیندونو د اوبو نه ‌مدیریت:

د هېواد له مهمو سیندونو (لکه هلمند، کابل، کنړ، کوکچه او نور) ډېری یې سرحدي بڼه لري او اوبه یې ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي، خو د مؤثر تړون، نظارت او مدیریت نشتون له کبله د هېواد د ننه ګټه نه ترې اخیستل کېږي او ګاونډیانو ته وړیا ور بهېږي.

۱.۹ د خلکو د پوهاوي کموالی:

عام خلک، کروندګر او حتی ځینې ادارې د اوبو د ارزښت، د هغې د ساتنې طریقو، او عصري استفادې په اړه کافي پوهاوی نه لري؛ دا ناپوهي د اوبو د بې‌ ځایه لګښت او ضایع کېدو سبب ګرځي.

۱.۱۰ د ځنګلونو او نباتاتو له‌ منځه تګ:

د ځنګلونو پرېکول، د چراګاوو (څړځایونو) خرابېدل او د طبیعي نباتاتو له منځه تلل د خاورې د جذب وړتیا کموي، چې د باران او واورې اوبه نه جذب کېږي او په ځمکه کې نه ‌ساتل کېږي او د واورې یا باران اوبه د ځمکې پر مخ بهېږې او Run-Off کوي.

۱.۱۱ جنګي شرایط او د زېربناوو تخریب:

په تېرو لسیزو کې روانو جګړو د اوبو زیرمې، کانالونه، بندونه، او نورې زېربناوې ویجاړې کړي دي؛ دا حالت د اوبو د ضایع کېدو او کمښت لامل شوی دی، حتٰی د ځینو بندونو په ویجاړولو باندې هم زړه سوی نه ده شوی.

۱.۱۲ د صنعتي فاضله اوبو نه کنټرول:

په ښاري او صنعتي سیمو کې فاضله اوبو ته پاملرنه نه کېږي، چې دا نه یوازې چاپېریال ته زیان اړوي، بلکې د اوبو د طبیعي زیرمو ککړتیا هم رامنځته کوي؛ سوناګانې، حمامونه او نورې فابریکې زرګونه لیتره اوبو د ورځې مصرفوي؛ خو د کنترول او تصفیې له پاره یې په افغانستان کې هیڅ کوم سیستم نشته.

۲. ولسي مسؤلیتونه او د حل لارې:
۲.۱ اوبو سپما:
خلک باید د څښاک، مینځلو، زراعت او نورو چارو کې اوبه په دقت وکاروي؛ د اوبو سپما عامه پوهاوی باید په جوماتونو، ښوونځیو، رسنیو او ټولنیزو شبکو کې خپور کړي.

۲.۲ د سولري څاګانو مدیریت:
حکومت یا محلي شوراګانې باید د سولري پمپونو ثبت، محدودیت او څارنې نظام جوړ کړي؛ یوازې هغو سیمو ته دې اجازه ورکړل شي چې د اوبو کچه پکې مناسبه وي، چې له نیکه مرغه د سولري څاګانو د ثبت او راجستر لړۍ پیل شوې ده او زر به په ټول هیواد کې د خپل سرو سولري څاګانو له پاره یوه طرحه جوړه شي؛ د شمسیانو پلورونکو ته دې ځانګړې طرحه جوړه شي چې هره سودا یې د دولت سره ثبت او د یوې ځانګړې ادارې له لورې تائید وي.

۲.۳ د زراعت لپاره عصري اوبه‌ لګونه:
د Drip Irrigation (قطرې سیستم)، Sprinkler (اوبو پاشلو) او نورو عصري میتودونو ترویج او بزګران باید تشویق شي چې د اوبو سپما په موخه پرمختللې زراعتي تکنالوژي وکاروي؛ د وچکالۍ پر وړاندې مقاوم نباتات وکري، تر څو د اوبو د مصرف کچه راکمه شي؛ په اوس وخت کې د قطره یي سیستم علاوه د ځمکې لاندې د اوبو لګولو (خړبولو) سیستم هم کارول کېږي، چې پایپونه په لږ ژوروالي ۲۰ تر ۳۰ سانتي مترو پورې په ځمکه کې خښېږي او اوبه په لږه او ثابته اندازه د بوټو ریښو ته رسېږي، چې په دې سره د تبخیر مخه نېول کېږي او هم اوبه په مؤثره توکه کارول کېږي.

۲.۴ د ژورو څاګانو محدودول:
قانوني جواز او همداشان د اړتیا پرته ژورې څاګانې باید منع شي؛ محلي حکومتونه باید فعاله څارنه وکړي او د سرغړونکو مخه ونیسي؛ د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د سټلایټ له لارې ټولې سولري څاګانې تثبیت کړیدي او اراده شته، چې دغو خپلسرو څاګانو له پاره میټرونه نصب او مالیه پرې ولګول شي.

۲.۵ د باراني اوبو ذخیره:
خلک او دولتي ادارې باید د “Rainwater Harvesting” سیسټمونه رامنځته کړي؛ ښوونځي، جوماتونه، کورونه، روغتونونه او نور باید د باراني اوبو ذخیره کولو وسایل ولري؛ د باراني اوبو ذخیره کولو سره به د ځمکې لاندې اوبو د سطحې کیناستل او ښاري سیلابونه به کنټرول شي؛ د Rain Water Harvesting سره مونږ د اورښت اوبه تر ککړېدو وړاندې نېغ په نېغه د ځمکې جذبی طبقو ته ورکوو، تر څو د ځمکې لاندې اوبو زېرمې مو پرې تقویه شي.
۲.۶ عامه پوهاوی او تعلیم:
د ښوونځیو او پوهنتونونو له لارې دې د اوبو د ارزښت، سپما، او مدیریت په اړه تعلیم عام شي؛ د ټولنې مشران، علما، او رسنۍ دې دا پیغام خپور کړي چې اوبه د ژوند سرچینه ده او په لګولو کې یې باید محتاط اوسو.

 ۲.۷  د اوبو محلي شوراګانو جوړول:

خلک کولای شي په کليو او ښارګوټو کې د “اوبو د مدیریت محلي شوراګانې” یا Water Management Committees  جوړې کړي، چې د څاګانو، ویالو، نهرونو، اوبو وېش، او سپما باندې څارنه ولري؛ دا شوراګانې کولی شي سیمه‌ ییز حلونه ومومي، شخړې حل کړي، او د منابعو اغېزناک کارونه تنظیم کړي.

۲.۸ د اوبو د ضایعاتو راپور ورکول:

عام خلک باید د اوبو د ضایع کېدو، غیرقانوني څاګانو، د پایپونو لیک، او بې ‌مسؤلیته لګښت راپور ورکړي؛ دا کار د مدني مشارکت یوه بېلګه ده، چې له دې لارې د مسؤلو ادارو پام را اړول کېږي او بې‌ غوري کمېږي. د اوبو قانون د اته ویشتمې مادې په درېیمه فقره کې راغلي، (په هغه صورت کې، چې له اوبو ګټه اخیستونکی د اوبو څخه ناوړه ګټه اخلي؛ نو د اوبو څخه د ګټې اخېستنې حق یې تعلیق (ځنډول) کېږي) نو بې ځایه د اوبوضایع کول د قانون خلاف عمل دی.

۲.۹ د مکاتبو، دیني مراکزو، ښوونکو او علماو فعاله ونډه:

ښوونکي، علما، ملا امامان، او د دیني مدرسو استادان باید د خطبو، درسونو او دیني تعلیم له لارې خلکو ته دا ور وښيي چې د اوبو ضایع کول اسراف دی، او د جمعې د ورځې په بیان کې ملا امام باید خلکو ته د اوبو د بې ځایه مصرف په اړه دا ووایي، چې د اسلام له نظره غیر ضروري اوبو کارونه ناروا کار دی او د دین له لارې د خلکو فکر او عمل کې بدلون راولي؛ چې په دې سره که هره کورنۍ لږ هم سپما وکړي؛ نو په ملي کچه ستر توپیر رامنځته کوي؛ د ښوونځي عمر ماشومان باید د اوبو د ارزښت په اړه وروزل شي، ځکه هغوی د راتلونکي نسل استازي دي، کورنۍ، ښوونکي، او ښوونځي باید دا روزنه عامه کړي؛ د ماشومتوبه ذهنیت جوړېږي، چې دوامداره بدلون تضمینوي.

۲.۱۰ د کورنۍ په کچه د اوبو سپما مهارتونه:

میندې، پلرونه باید دا خپل مسؤلیت وګڼي او خپلو ماشومان ته باید په کور د ننه د اوبه سپما لارې او مهارتونه ور وښایي؛ لکه د غاښونو برش پر مهال نل بندول، د کالي مینځلو او لوښو مینځلو له پاره باید مناسبه اندازه اوبو وکارول شي، او د اودس پر مهال باید زیاتې اوبه و نه کارول شي.

۲.۱۱ د ځوانانو رضاکارانه کمپاینونه:

ځوانان، زده ‌کوونکي او مدني فعالان کولای شي کمپاینونه، غونډې، د چاپېریال پاک‌ کاري، پوسترونه، سوشیل میډیا کې پراخ کمپاینونه او د عامه پوهاوي پروګرامونه تنظیم کړي؛ د پوهاوي تر څنګ، دا کار خلک عمل ته هڅوي او د ټولنې ذهنیت بدلوي.

۳. تخنیکي او انجینري تدابیر:
۳.۱ د زیرمو جوړول (Check Dams, Reservoirs):
کوچنۍ بندونو جوړول چې د باراني او سیلابي اوبو ذخیره وکړي؛ مخکې هم یادونه وشوه، چې چیک ډیمونه جوړ شوي دي؛ خو کفایت نه کوي او اړوند واحدونه پدې برخه کې زیاته توجه وکړي.
۳.۲ د ځمکې لاندې اوبو بیا راژوندي کول:
د Recharge wells جوړول چې باراني اوبه بیرته ځمکې ته لاړې شي؛ د باران اوبه د بام او یا نورو له سطحې څخه راټولیږي او ټانک، حوض، ژورې کندې یا کوهي او یا هم د ځمکې لاندې اوبه ورکونکې طبقې ته لیږدول کیږي؛ د بامونو څخه د باران اوبه را ټولول هغه تولیدي پروسه ده، چې په ښارونو او ګڼ مېشتو ځایونو کې د اورښت مستقیم جریان مخنیوی کوي او د کور یا د رهایشي ودانیو په انګړ کې ورته د اوبو او انرژۍ وزارت د لارښود مطابق له ۱.۲ مترو څخه تر ۱۰ مترو یا هم تر دې زیات ژور څاه کېندل کېږي او د بام او د انګړ د باران اوبه ورته راجمع کېږي او کېندل شوې څاه ته ور برابرېږي؛ پدې طریقې سره مونږ د اورښت اوبه تر ککړېدو وړاندې نېغ په نېغه د ځمکې جذبی طبقو ته ورکوو، تر څو د ځمکې لاندې اوبو زېرمې مو پرې تقویه شي؛ ښار مېشتو وګړو ته د باران د اوبو را ټول خورا اقتصادي اغېزمنتیا لري، چې په لږ لګښت سره ډېرې پاکې اوبه ځمکې ته جذب او د ورانکارو سیلابونو مخه نیول کیږي؛ همدارنګه هغه اوبه چې الله تعالی پر مونږ پېرزو کړي مونږ یې پرته لدې چې ککړې او یا مو له واک څخه ووځي په ځمکه کې خوندي کوو، چې پدې توګه د ځمکې لاندې اوبو پر زېرمو اغېز کوي او د ځمکې لاندې اوبه زیاتې او ریچارجوي.

۳.۳ د اوبو مدیریت معلوماتي سیستمونه:
د سیمو د اوبو کچه، مصرف او بیا رغونه منظم ثبتول؛ هره څاه باید ثبت او GPS نقطې یې واخېستل شي او وڅارل شي چې د اړتیا وړ ده یا نه، مالیه د وضع شي، چې د مالیې ورکړې له لارې د زیات مصرف مخه نېولی شو.

۳.۴ د کانالونو او نهرونو اساسي ترمیم:
د اوبو ضایعاتو کمول د لیکج او تبخیر د مخنیوي له لارې؛ د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په وخت کې باید کانالونه وکتل شي، تر څو کوم عوارض ونلري او اوبه بې ځایه لاړې نه شي، کانلونه او نهرونه باید اساسي ورغول شي؛ خلک باید له خپلو کلیوالو سیندونو، ویالو او نهرونو څخه کثافات، پلاستیک، او فاضله مواد لرې کړي او دا اماکن پاک وساتي، پاک سیندونه د اوبو کیفیت ښه کوي او د ځمکې لاندې اوبو جذب ته زمینه برابروي.

۳.۵ د ګاونډيو هيوادونو سره د تړونونو نشتون:

افغانستان يوازي د ايران هيواد سره د اوبو د ويش تړون امضأ کړي دي، چي دغه تړون د موسي شفيق د صدارت په وخت کې د هلمند د سيند په اړه شوي وه؛ د ګاونډيو هيوادونو سره د تووافقاتو نه شتون کولاي شي ډيرې ستونزې وزيږوي ځکه، چې کله هم افغانستان په خپلو سيندونو باندې د اوبو د بندونو جوړولو اراده وکړي نو د ګاونډيو هيوادونو له تخريبي غبرګون سره مخ کيږي؛ اما د تړونونو د موجوديت په صورت کې نه يوازي دا چې د سياسي اړيکو د خرابوالي سبب نه کيږي؛ بلکې د افغانستان او ګاونډيو هيوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا سبب کيږي.

۳.۶ د Watershed Management واټرشیډ مدیریت:

واټر شید موضوع نن سبا زیاته د کار او مطالعې لاندي نیول کیږي او زیاتره اورګانونه هم کوشش کوي ترڅو د واټر شید مدیریت ترسره او د ساحې اوبه کنترول کړي؛ واټر شید هغه ساحې ته ویل کیږي چې د هغه سیمې ټولې اوبه یوې مشخصې نقطې ته راجمع کیږي، چې همدي سیمې ته Catchment Area او یا Basin area هم ویل کیږي؛ د واټر شید د مدیریت له پاره د کندي  Trench، چک ډیمونه، ذخیروي بندونه، خاوریني ذخیري او کنتوري تریسونه یا ویالو ساختمانونه خورا اغیزمن دي، چې په لنډ ډول یې هر یو لاندې تشریح کوو.

۳.۶.۱ ټرینچونه: ټرینچونه وړې کندې دي، چې په سلوپ لرونکې او هموارو ساحو کې د باران د اوبو د جمع کولو او د سطحې اوبو د جریان د مخنیوي له پاره جوړېږي.

۳.۶.۲ چیک ډیمونه: چیک ډیمونه کوچني ساختمانونه دي ،چې د مختلفو موادو لکه خاورین،سنګکارۍ،لرګین او کانکریټو څخه جوړیږي،نوموړی ډیمونو عمده دنده پر سیلابی او باراني حالاتو کې د خاورې د توږنې مخنیوي او د سیلاب د شدت کمول دي.د چک ډیم د اعمار لپاره داسي سمیه باید انخاب شي ترڅو په کیچمڼټ کې د خاورې توږنې او په ښکته سیمو کې د سیلاب شدت کم کړي،چې عموما په سلوب لرونکو ناوونو کې اعماریږي.

۳.۶.۳ ذخیروي بندونه: ذخیروي بندونه لوي او یا کوچني ساختمانونه دي ،چې د اوبو د ‌ذخیره کولو لپاره د سیند یا Stream  باندی جوړیږي، نوموړي بندونه د مختلفو موادو لکه لرګي، خاورې، جاذبوي سنګکارۍ او کانکریتو څخه د اوبو د ذخیره کولو په موخه اعماريږي،چې د همدي اوبو څخه د زراعتي سیمو د خړوبولو او د ځمکې لاندي اوبو د تغذیه لپاره کټه اخیستل کیږي ،همدارنګه په اوبیز وخت کې اوبه ذخیره کوي او په وچ موسم کې د همدي ذخیره اوبو څخه کټه اخیستل کیږي.

۳.۶.۴ خاورینې ذخېرې: خاورینې ذخېرې هم د باران د اوبو د ذخیره کولو لپاره د ځمکې په سطحه کې جوړیږي، نوموړي ذخیري هیڅ ډول موادو ته ضرورت نه لري او یوازې د ځمکې د سطحې په کنده کولو سره جوړیږي، نوموړي ذخیرو څخه د زراعتي سیمو په خړوبولو کې هم کته اخیستل کیږي.

۳.۶.۵ کنتوري تریسونه: کنتوري تریسونه د ویالو په څیر لښتې دي چې د نرمو غرونو او تپو یا غونډیو د میلان خلاف د کنتور په شکل سره جوړیږي او د تپې له سره څخه ښکته خواته منظم کنتوري لښتې کندل کیږي ترڅو د باران اوبه ذخیره او ځمکې لاندي اوبه ورڅخه تغذیه شي؛ د ځمکې لاندي اوبه بیا د چینو او کاریزونو په شکل ښکته سیمو کې راښکاره کیږي او څښلو تر څنګ د زراعت لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کیږي، د نوموړو کنتورونو کندن په سلوب لرونکو تپه زارو سیمو کې خورا مهم او موثر دي او نه پریږدی چې د باران اوبه سطحي جریان رامنځ کړي چې په نتیجه کې ورڅخه سیلاب منځ ته راځي نو دا ډول تریسونه هم د ځمکې اوبه تغذیه کوي او د سیلاب راتللو څخه مخنیوي کوي، دیادونې وړ ده چې دا تریسونه د سیمې او تپو په شین کیدلو کې هم اهم رول لري او سیمه ورسره شنه کیږي او هوا ګرمښت کمولو کې هم موثریت رامنځ کوي.

ښایي په پورته ذکر شویو درې کټګوریو کې (د اوبو سپما – ولسي مسؤلیتونه او حل لارې او همداشان تخنیکي او انجنیري تدابیرو) برعلاوه د اوبو د سپما له پاره نور تدابیر او حل لارې هم وي؛ لکه د انجنیري تدابیرو له ډلې یې د پنجشېر له سیند څخه پلازمینې کابل ته د کانال لېږد، چې کانال ته د نږدې پرتو سیمو د اوبو د کمښت یا د اوبو د مطلق نشتوالي ستونزه حل کولی شي، د سېنسرونو لګول یې یو بل د انجنیري تدابیرو له ډلې څخه دی، چې کولی شي د اړتیا مطابق اوبه ورکړي او د ضایعاتو مخه ډب شي؛ په ولسي مسؤلیت کې تر ټولو مهم عامه پوهاوی دی او همداشان د اوبو د سپما له پاره د کمپاین پر لاره واچول شي او په هر ځای کې د اوبو د نشتون په صورت کې پېښېدونکو زیانونو اړوند د پوسټرونه ولګول شي، سوشیل میډیا له لارې د تبلیغ وشي او محلي راډیوګانو تر څنګ د تلویزونونه د تمثلي پارچې جوړې کړي.

که موږ نن د اوبو مدیریت، سپما او بیا رغونې جدي اقدامات وانخېستل؛ نو سبا به زمونږ اولادونه له سختې وچکالۍ، مهاجرت، لوږې او فقر سره مخ وي، دا یوازې د حکومتونو مسؤلیت نه دی؛ بلکې د ټول ولس، علماؤ، مدرسینو، ښوونکو، انجنیرانو، بزګرانو، والدینو په ټوله کې د هر افغان مسؤلیت دی، چې اوبه سپما کړي او د بې ځایه مصرف څخه یې په جدي توګه ډډه وکړي او د ځمکې لاندې اوبو د ریچارج په موخه د تعذیې څاه ګان یا Recharge wells جوړ کړي تر څو په راتلونکي کې د ناورین او جدي ګواښ مخه ونېول شي؛ د ریچارج ویلز یا د ځمکې لاندې د اوبو زیرمه کول هغه پروسه ده، چې باران د سیندونو، ویالو اوبه او یا د اوبو اضافي سرچېنې د ځمکې لاندې طبقاتو Aquifers ته ننوځي او د ځمکې لاندې اوبو زیرمې بېرته ډکېږي؛ د څو کلونو راهسې ټوله نړۍ په ځانګړې ډول په وچه کې راګیر هیوادونه د اوبو له قحطۍ سره مخ دي، له بده مرغه زموږ هیواد هم له دې جملې څخه حسابېږي، چې اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ سخت ځپلی او لا هم اوبه د کمښت او وچیدو په حالات کې دي؛ نو راځئ چې د اوبو مدیریت خپله ایماني او اسلامي وجیبه وګرځو او د اوبو سپما ته ور ودانګو، تر څو مو راتلونکی نسل د ژوند دا سرچېنه د لاسه ورنکړي.

1 COMMENT

  1. سلام انجنیر صاحب
    افغانستان درپنج حوزه آبی دارای ۷۵ میلیارد مترمکعب منابع آب شیرین تجدیدپذیر در سال می‌باشد که ۵۷ میلیارد مترمکعب آن را آب‌های سرزمینی و ۱۸ میلیارد مترمکعب آن را آب‌های زیرزمینی تشکیل داده‌است
    افغانستان چندین صد رود کوچک و۲۵ رود بزرګ دارد.
    احصایه و سروی شما کاملا مسلکی است اګر این کار صورت ګیرد افغانستان از بحران کم ابی نجات می یابد.
    مشکل بزرګ نبود دانش عامه وفرهنک تعلیم وتربیه است
    این ماجرا هیچ خاتمه نمی یابد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب