یو وخت مې یوې ورځپاڼې ته مقاله ولېږله، تر چاپېدو وروسته مې چې ولوسته، محتوا هماغه وه، خو لیکنی سبک یې مکمل ور بدل کړی و، لکه مطلب چې زما نه وي.
په لیکوالۍ کې چې څومره محتوا او مضمون ارزښت لري؛ د لیکلو سبک یې تر هغې لا اړین وي. ښايي محتوا زړه وي خو که د بیان طریقه یې بېله او نوې وي؛ لوستونکي ترې خوند اخلي.
دلته ډېر کله داسې کېږي، د تجربې خاوندانو ته چې مطلب د اصلاح لپاره ورکړل شي؛ د اصلاح په نامه یې بیخي ټوله بڼه ور بدلوي. هر لیکوال/ لیکواله د لیکلو ځانګړی سبک او روش لري، خو دلته هڅه کېږي چې نوي کسان د دوی په خوښه او سبک لیکل وکړي.
ځينې په شعوري توګه د یو چا پیروي کوي، څوک په غیر شعوري ډول د کوم لیکوال د سبک تر اغېز لاندې لیکل کوي؛ ځینې بیا په لومړیو کې د یو چا سبک پالي، خو وروسته لاره جلا کړي، ځینې کسان بیا له هماغه پیله په بېل سبک او طریقه لیکوالي کوي. مګر د سمونې یا اصلاح په نامه هر ځلې تر نیوکې لاندې راځي.
په ټولګي کې تر سیمینار ارایه کولو وروسته د ټولیګوال انتقاد پر ما دا و؛ چې (څخه) دې ډېر کارولي. استاد یې په ځواب کې وویل: (څخه یې بې ځایه نه دي کارولي، ځینې کلمې کېدای شي ډېرې وکاروو خو چې سمې وکارول شي، بدې نه لګېږي. بل دا چې ښايي همدا یې د سبک برخه وي.) تکرار لیکنه بې خونده کوي، خو که تکرار پر ځای وي د لیکنې خوند ته زیان نه اړوي، ان کله کله د شاعرۍ په څېر چې تکرار موسیقي زېږوي، نثر کې هم د ښکلا سبب کېږي. ځکه د کلمو د استعمال په برخه کې هم هر لیکوال جلا او ځانګړی طرز لري؛ موږ نه شو کولی چې د اصلاح په نامه هغه ترې لرې کړو.
له دغه ډول ستونزو سره په اکاډمیکو ځایونو کې ډېر مخامخېږو، ډېر کله لیکوال ته دا اجازه نه ورکول کېږي چې په خپل روش پر مخ ولاړ شي، یا لکه څرنګه چې د ده خوښه وي هغسې لیکل وکړي. لیکوال باید آزاد وي تر دې چې د خپلې خوښې سبک وپالي.
که د هر لیکوال/ لیکوالې د لیکلو طرز ونه منو، نو د سبکونو رنګارنګي چې د ادبیاتو په ښکلا کې خاص رول لري وبه یې نه لرو، یوه بېل او ځانګړي سبک ډېرو لیکوالانو ته په ادب کې داسې مقامونه ورکړي، که دوی ټولو په خپلو ځانګړو سبکونو باندې لیکل نه وای کړي، ښايي اوس به په هغو مقامونو کې نه وای چې دي او نوم هم د هغه چا پاتې کېږي چې له دودیزو شکلونو څخه بغاوت او یا هم ابتکار کوي.