جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبکلاسیک استاد| لیکوال: نورکمال ارشاد

کلاسیک استاد| لیکوال: نورکمال ارشاد

یو پټ غلی احساس دی چې ارام مې نۀ پرېږدي
پۀ اور مې کړوي لکه چې خام مې نۀ پرېږدي
چېرته چې حقیقت ویل د انسان د ساه پۀ خپ کولو پای ته رسېږي!
چېرته چې د ولس اذهان د جهل تورو او وېروونکو ورېځو پوښلي وي!
چېرته چې د بادار اطاعت لکه د خدای کېږي!

چېرته چې د خلکو سترګو ته د خاورو شیندل هنر ګڼل کېږي!

او چېرته چې هره ناروا تر سره کېږي، پۀ داسې ټولنو به د خدای ج لۀ لوري د استاد الفت پۀ څېر لیکوالانو لورېینه ډېره کمه شوې وي، خو بدون لۀ شکه د خدای ج دا کرم ډېر لوی دی!

استاد الفت پۀ داسې یو سخت وخت کې پیدا شوی او ځوان شوی چې پورته ټولې بدبختۍ د افغانانو پر اوږو بار وې.
پۀ داسې سختو شرایطو کې چې حقیقت ویل د دار پۀ مانا وو، خو استاد الفت لۀ دې داره ځان نۀ دی غړولی او خپله لاره چې ولس ته حقیقت څرګندول وو، پۀ بېلابېلو طریقو وهلې او وړاندې تللی.

هو، الفت دا زړورتیا کړې ده، خو دۀ لۀ دې سره پۀ شعوري توګه غوښتل تر څو دی دې د ظالمانو او مفسدینو هدف او ټارګېټ نۀ ګرځي، ځکه که دی هم نۀ وای، نو لۀ نورو څو ګوته پۀ شمېر کسانو پرته به چا د ظالم لۀ ظلمه سر ټکولی وای؟

چا به د مفسدینو لۀ دروغجنو څېرو نقاب لرې کړی وای؟
چا به ولس ته د بیدارۍ پیغام رسولی وای؟

د همدې هدفونو پۀ پار دۀ پۀ شعوري توګه خپلې لیکنې د خپل نوم تر څنګ پۀ جعلي او مستعارو نومونو هم خپرې کړې دي.
استاد الفت د ويښتیا پړاو هغه لیکوال دی چې پۀ لیکنو کې یې د خپلې ټولنې نادودې ډېرې ښې انځور کړې دي. د استاد نثري لیکنې د نورو ښکلاوو تر څنګ د طنز مالګه هم لري، چې سړی یې لۀ لوستلو بېل کېف اخلي، ترې ستړی کېږي نه او بله مهمه دا چې ددې طنزونو تر شاه که ځیر شو، یوه ژړا، یو ویر، یو درد او بالاخره یوه چیغه ایساره ده.

دی خپلو خلکو ته پۀ چیغو، چیغو وایي چې ولسه، نور را ویښ شه، خپل افکار مو د غلامۍ لۀ زندانه ازاد کړئ. دی خپلو خلکو ته لکه د نورو ملتونو ارام او هوسا ژوند غواړي، لکه څنګه چې نور ملتونه لۀ سهولتونو او د ژوند لۀ اسانتیاوو برخمن دي، غواړي خپل ځورېدلی افغان بچی هم پۀ همدغسې ارامۍ خپل ژوند تېر کړي.

که پام وکړو، دا څو لسيزې افغانان د ژوند پۀ خوند نۀ دي پوه شوي، حتی پر ځینو ژوند لا بار غوندې دی، لۀ یوې خوا پۀ ډېره بده او پېچلې جګړه کې ګیر یو، لۀ بلې خوا مو نظام اویا سلنه پۀ فساد کې ښکېل دي، هر دولتي چارواکی یوازې د ځان، خپلې کورنۍ او بچیانو لپاره د ښۀ ژوند د برابرولو لپاره د ولس جېب ته غل دی، تقریباً هر چارواکی پۀ خارج کې ښه او لوکس کورونه لري، پۀ ښو او ډېرو قېمتي موټرو کې ګرځي، پۀ داسې حال کې چې پۀ دې خوار هېواد کې ددۀ معاش دومره نۀ دی چې دی دې پرې دومره د مزو ژوند وکړي، دا هر څۀ د خوار ملت غوښې دي.

پورته څو کرښې مې د الفت لۀ یو نثر څخه پۀ اغېز د ګران وطن اوسنی وضیعت وښود، مقصد دا چې د استاد الفت لیکنې کلاسیکې دي، خپل ارزښت یې لۀ لاسه نۀ دی ورکړی، موږ پکې لا هم د خپلې بربادۍ او ویر یو روښانه تصویر ګورو او ترڅنګ یې یو ښکاره پیغام.

تاسو الفت ولولئ، بیا زموږ اوسنی وضعیت ور باندې وتلئ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب