جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهاړول/ اجمل پسرلی

اړول/ اجمل پسرلی

په سمندر کې د کشتۍ دوه څراغونه لکه په توره شپه کې د ترهیدلي پیشو غبرګې سترګې. بیړۍ رانژدې کیده، غږ یې نه و، که یې غږ د سمندر شمال چې  څپې یې د ساحل لور ته څپ وهلې ورک کړی و.

پورته د سړک لور ته څک شوم. د موټر غرهاری مې تر غوږ شو، خو څه نه و کشتۍ ته مې وکتل، نه ښکاریده. ښایي څراغونه به یې د پولیسو له ویرې مړه کړي و. قاچاق وړونکو ویل چې د شپې کله ناکله پولیس ګزمه کوي چې څوک د اوبو له لارې په بیړیو کې اروپا ته تیر نه شي.

په وټس اپ کې پیغام راغی:

« اوس ځان چیرته غلی کړه چې پولیس خبر شوي ممکن سهار وختي ولاړ شو»

د سړک خواته پورته شوم. له لرې مې پر یوه موټر سترګې ولګیدې، څراغونه یې د کشتۍ د څراغونو په څیر ځلیدل، خو کشتۍ ته مې هیله وه چې ما به اړوي، دې څراغونو ویرولم چې مابه وړي.

لاندې مې ځان وښویاوه. له یوه بوټي سره کښیناستم. موټر تیر شو. خو ماته یې ویلي و چې د ترکیې پولیس کله ناکله د سمندرغاړې ته په مړو څراغونو دریږي. شمال یخ لګیده. له بیکه مې جاکټ راوایست، جاکټ مې واغوست. پر  شګو مې پښې وغځولې، پریوتم. د شمال له پشها او د څپو له څړپه پرته غږ غوږ نه و. سترګې مې درنې شوې. غږ مې واورید، نا اشنا و. سترګې مې پر اوبو د لمر پرتو وړانګو ته وبریښیدې، سرته مې پولیس ولاړ و اسناد یې غوښتل.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب