سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبامریکايي شاعره لوییز ګلوک  او د ۲۰۲۰ کال د ادب نوبل جایزه

امریکايي شاعره لوییز ګلوک  او د ۲۰۲۰ کال د ادب نوبل جایزه

ګل رحمن رحماني

    د ادبیاتو نوبل جایزه په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې چې دواړه یو ځای لهستاني لیکوالې اولګاتوکاچوک او اتریشي داستان لیکوال پیترهانتکه ته ورکړل شوې او دواړه د نثري ادب مخکښان وو، په حقیقت کې نثر وګټله، خو سږ  کال بیا دغه جایزه شعر وړې ده او ګټونکې یې اووه اویا کلنه امریکايي شاعره لوییز ګلوک ده. نوبل کمېټې نوموړې ته ددې معتبرې جایزې دلیل هم له معمول سره سم په داګه کړی او د اغلې ګلوک په اړه یې لیکلي : هغه شاعره چې په متمایز شاعرانه غږ یې خپلې شخصي تجربې له ساده ښکلا سره  نړیوالې کړې.

   مېرمن لوییز ګلوک په ۱۹۴۳زېږدیز کال نیویارک ښار کې زېږېدلې او اوس په ماساچوست کې اوسېږي. نوموړې د شاعرۍ تر څنګ په ییل پوهنتون کې د انګریزي ادبیاتو استاده او د شعر کره کتونکی هم ده. نوموړې خپل لومړی کتاب په ۱۹۶۸کال کې د «لومړي اولاد» په نوم خپور کړ او ډېر ژر یې د امریکا په مهمو او معاصرو ادیبانو کې حساب کړه، سره ددې چې شاعره له خپل دې اثره راضي نه ده.  تر دې دمه د نوموړې ۱۲ شعري ټولګې او د شعر د کره کتنې په اړه ځینې خورې ورې مقالې خپرې شوې دي.

   د نوموړې په شاعرۍ کې له چاپېریال او طبیعت سره ژوره اړیکه پالل شوې او په دې کار ستایل شوې ده، دا ځانګړنه یې په ۱۹۹۲زېږدیز کال کې په خپره شوې شعري ټولګه «وحشي زنبق ګل» کې موندلی شو چې شاعرې په کې د ژمي موسم له تېرېدو وروسته وختونه یاني د پسرلي د راتګ شېبې په زړه راښکوونکي انداز ستایلې او د تازه ګلونو سپینې پاڼې یې د ژمنو واورو له څاڅکو سره تشبېه کړې دي. د نوموړې د واورې څاڅکي په نامه شعر داسې دي:

د واورې څاڅکي
پوهېږې چې زه څه وم او څنګه مې ژوند وکړ؟

پوهېږې چې ناهیلي څه ده؟

اوس باید د ژمي په مانا پوه شې

د ژوند تمه مې نه وه

ځمکې راتم کړم

ما ددې انتظار نه کاوه

چې بیا به را پاڅېږم

احساسوم چې وجود مې بیا

ددې وړتیا موندلې چې

د ځمکې په نمجنو خاورو کې له سره وزېږي

له اوږدې مودې وروسته یو ځل بیا څنګه 

د پسرلنیو ژر را رسېدونکو سړو په رڼا کې

له سره پیل وکړي؟

له پوره وېرې سره

خو ستاسې منځ کې

د ژړلو پر وړاندې

د خطرونو له خوند سره

د نا ازمایل شوو بادونو په ډله   

او یوه نوې دنیا کې

  د شاعرې ګلوک په وروستیو شعرونو بیا تر ډېره د لرغوني یونان د افسانو او اسطورو یا کلاسیکو موضوعاتو ژور سیوری هم لیدل کېږي چې لوستونکی اړباسي څو د بشر د لرغوني ادب تاریخ پاڼې هم واړوي.
    نوبل کمېټې د سږني کال د ادب جایزې په اړه په خپله اعلامیه کې لیکلي چې اثار په خورا شفافیت او وضاحت سره څېړل شوي چې د ټاکنې مهم اړخونه یې ماشومتوب، کورنۍ ژوند، له مور او پلار، خویندو او وروڼو سره نږدې اړیکه یې اصلي موضوعات دي او بل مهم ټکی یې له همدې زاویې د نړیوالتوب هڅه ده چې له یوناني اسطورو او کلاسیکو اثارو له موضوعاتو یې ورته الهام اخیستی دی. 

  د نوبل کمېټې مطبوعاتي برخې له ګټونکې شاعرې سره  د هغې تر بري وروسته په لنډو خبرو کې ځینې پوښتنې مطرح کړې، خو هغه ډېره هیجاني او خوشحاله وه، سرسري ځوابونه یې ورکړي دي.

د نوبل جایزه ستاسې لپاره څه مانا لري؟

-نه پوهېږم، په پیل کې مې فکر کاوه چې زه به هېڅ دوست ونه لرم، ځکه اکثره ملګري مې لیکوالان دي، خو وروسته مې پام وکړ چې نه، داسې به نه وي، دا بیخي یو تصادف دی، نه پوهېږم چې زما لپاره څه مانا لري، دا زما لپاره یو لوی ویاړ دی، دا جایزه داسې ګټونکي هم لري چې ما نه تاییدوي، خو ځینې داسې دي چې ستايي مې او په وروستیو کې یې دا جازه تر لاسه کړې ده.

 اوس خوشحاله یم، غواړم په ورمونټ کې یو نوی کور واخلم، مبایل ته مې پر له پسې زنګونه را روان دي. کله چې له  نوموړې د خپل تر ټولو خوښ اثر په اړه وپوښتل شول چې خپل کوم اثر به یې دې جایزې ته په بریالي کېدو کې مرسته ورسره کړې وي، وویل:

   داسې څه نشته، ځکه هر یو اثر مې له بل نه متفاوت دی، لوستونکو ته مې سپارښتنه دا ده چې زما لومړی کتاب نه دي لولي، که یې ولولي نو د ګډوډۍ احساس به هم کوي، بیا هم فکر کوم له دې اثر پرته مې بل هر یو مناسب دی، خپل وروستي کتابونه مې ډېر خوښ دي، ښايي تر ټولو وروستی کتاب مې (با ایمانه او وفاداره شپه) د نوي پیل لپاره ډېر ښه وي.

د هغې د یوه بل لند شعر ژباړهم ولولئ: 

 اوس چې لاره پرانېستل شوه 

زه به هم ووینم

سره توتان د غرونو 

په خاورینو لمنو کې

او د مرغانو شپني کاروانونه 

د اسمان په تیارو کې

دا خیال څومره غم را کوي

هغوی چې مړه دي

نو دا واړه شیان نه ویني

همدا چې موږ یو په بل پسې تړلي یوو

خو خپله نه ښکاري

نو داسې حالت کې به اروا څنګه ارامه شي؟

له ځان سره وایم

ښايي چې نور به دې خوښیو ته اړتیا نه وي

ښايي یوازې نشتون په اسانۍ بسنه وکړي

که څه هم تصور یې خورا ګران دی

   هېره دې نه وي چې دغه شاعرې تر دې وړاندې هم ځینې ادبي جایزې ګټلې چې په ۱۹۹۳ زېږدیز کال کې د پولیټرز او په ۲۰۱۴ زېږدیز کې د امریکا «کتاب ملي جایزه» یادولی شو، ځینو ورته د امریکا د شعر د ملک الشعراء لقب هم ورکړی دی. لومړۍ امریکايي ښځینه شاعره توني موریسون وه چې په ۱۹۹۳زېږدیز کال کې یې د نوبل جایزه وګټله. 

   دا جایزه له نن ۱۲۴ کاله وړاندې د باروت جوړونکي ساینس پوه الفرد نوبل له خوا رامنځته شوه چې هر ګټونکي ته د معنوي ویاړ او ستاینلیک تر څنګ د سرو زرو مډال له لس میلیونه سویډني کرون (څه باندې یو میلیون امریکايي ډالر) نغدي انعام سره ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب