سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهاسلامي ګوند: اذربایجان ته د افغان وسله والو د لېږلو خبر دروغ...

اسلامي ګوند: اذربایجان ته د افغان وسله والو د لېږلو خبر دروغ دی

تاند — د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د افغانستان اسلامي ګوند وایي، دا خبر دروغ دی چې ګواکې دوی د اذربایجان – ارمنستان تر منځ جګړه کې د اذربایجان په ننګه وسله وال د جنګ لپاره لېږلي دي.‌

د یادې ډلې د رسنیو د څانګې یوه مسؤل محمد یونس فدا تاند ته وویل، دا تبلیغات د ارمینیا له خوا شوي چې اسلامي ګوند اذربایجان ته وسله وال لېږلي دي، خو دا خبره دروغ ده.

فدا وویل، ګوند یې اذربایجان ته هېڅ افغان د جنګ لپاره نه دی لېږلی او نه هم د اذربایجان حکومت ترې په دې هکله څه مرسته غوښتې ده او اذربایجان له جنګي پلوه په لوړ موقف کې دی.

اسلامي ګوند نه دي ویلي چې که غوښتنه ترې وشي آیا وسله وال به یې د جنګ لپاره ولېږي که نه دا غوره بولي چې له افغان ځوانانو څخه د وران افغانستان په بیارغونه کې کار واخیستل شي.

ویل کیږي چې د حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند په ۱۳۷۰مو کالونو کې د اذربایجان او بوسنیا جنګونو ته یو شمېر افغان ځوانان لېږلي وو چې دغه کار یې اوس هم د افغانانو تر منځ منفور بلل کیږي.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب