جمعه, مې 3, 2024
Homeمقالېاسلامپه اسلام کې د صحافت (ژورنالیزم) منزلت

په اسلام کې د صحافت (ژورنالیزم) منزلت

لیکوال :مفتي فضل هادي سالک

دیوه جامع ،بشپړ اوافاقي دین په حیث اسلام،  دصحافت  او ژورنالیزم غوندې ټولوهغو فنونو او علوموته دلوړمنزلت اوارزښت په سترګه ګوري، چې له برکته یې انساني ټولنه پرمختګ کوي او دنویو اختراعاتواو ابتکاراتولامل ګرځي ،داسلام مبارک دین چې څنګه  له روحانیت، تعبدي اموراتو او  دټولنې، بلکې د انساني جامعي له همګي اصلاح سره سروکار لري، همداسې  له سیاست، ادب، معاشرې او ټولوهغو معنوي علومواو فنونوته درشد او پراختیا هڅونه کوي ،چې پایله کې یې ټولنه دهوسایي او سوکالۍخواته درومي اودتمدن پرمختګ لاره طی کوي .

ژورنالیزم  چې تردې دمه  د ادب پوهانو په آند د ادب یو ژانر یا صنف بلل کیده، او او س یې یو بیل هنر یا فن بولي، فنپاري یې په خبریالۍ، تبصره لیکنه، مرکې او په ټولیز ډول دتازه پیښو او ټولنیزو تراژیديو یا کمیدي ډولو صحنو قلمدادولو او راټولو پرمحور څرخي ، او د صحافت مزایاوې د خبر، فیچراوکالم  لیکنې منځپانګو او ټولې شوي خبري معلوماتي پانګې  سره نیغ په نیغه اړیکه نیسي ،داسلام مبارک دین ته همداسې صحافتي مزایاوې او رښتیوني ژورنالستیک آرونه ارزښت لري او دهنري تمرکز لپاره یې خورا قیمتي بولي .

لکه  چې د یوه کره خبرخورا مهمه ځانګړنه  داوي، چې پرحقایقو ولاړاو دپیښې عیني انځورګري وکړي ،داسلام مبارک دین  هم  د خبر د  صداقت او رښتیاوالې په نورمونو  باندې ډیر ترکیز کوي ، دهغو ځانګړتياوو نه چې خبريال بايد ورته دکار په بهير کې پاملرنه وکړي، رښتياني ويل دي،خبريال بايد پېښه  په هماغه ډول چې پېښه شوې  وي خپره کړي، نه هغه ډول چې دده زړه يې غواړي،سره له دې چې ډيرى رسنيو ,په ځانګړې توګه لويديزو هغورسنيو دبې پريوالي له ټکي په مسلکي ډول ناوړه ګټه پورته کړې،دخبر دترلاسه کولو او خپرولو پرمهال بايد دسياسي،شخصي او ټولنيزو ګټو او دغه راز دکينې،مينې او احساساتو له کارولو ډډه وشي،نا پلوۍ ته نه ځيرنه ددې لامل کيږي ،چې اوريدونکې او ليدونکې خپل باور پر پام وړ رسنۍ له لاسه ورکړي او په دې توګه رسنۍ له ماتې سره مخ شي، کلاسیکو  دوروکې چې (اخبار) د ابلاغي وسایلو خورا مهم مرکز و،او خلکوبه لا هاغه  مهال چې نور بریښنایي او طباعتي ماشینونه منځ ته نه وو راغلي، په خپله رائجه بڼه له اخباره استفاده کوله او دوخت پاچایانو به دولسونو دخبرولو لپاره ورته مختلفې وسیلې په کارولې ،مشهور ژورنالیست (سید عبدالسلام زیني) پخپل یوه کتاب (اسلام اوژورنالیزم) کې لیکي چې: اخبار د خبر جمع ده ، اودا نوم دهغو خبرنامو لپاره  غوره شوي و،چې داسلام نه مخکې  به دایران پاچایانودهیواد هرې برخې ته دخبرونو درسولو په خاطرترتیبول، چې د دې مقصد د ترسره کولو لپاره به یې ټاکلوخبریالانوته  اخبار لیکونکي ویل، نوموړی ژورنالیست لیکي :

چې داضرورت دحضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم او راوروسته  دخلفای راشدینورضی الله عنهم  په دوران کې هم محسوس شو،پیغمبرصلی الله علیه وسلم او صحابه وو رض ،به خپل ځانونه له حالاتو نه خبر ساتل،تردې چې دویم خلیفه حضرت عمررضی الله عنه به دشپې تیاره مهال پلی دمدیني په کوڅو کې ګرځیده اوخپل ځان به یې دمسلمانانو له حالاتو څخه خبراوه ، دې وضاحت کې (حضرت مفتي محمد شفیع رحه الله)په (اداب الاخبار)یوه مضمون کې لیکي چې :

پیغمبرصلی الله علیه وسلم او صحابه وو رضی الله عنهم به ځکه ځان دمسلمانانوله حالاتو نه خبراوه، چې ترخبریدو وروسته دمظلوم مرستې ته ځان ورسوي ،دناروغ پوښتنه وکړي ،کمزوریوته لاس ورکړي او محتاجوخلکوسره  دمادي او روحاني مرستې په خاطر خپلې ذرایع په کار واچوي ،اوکه چاسره یې دمادي مرستې وس نه درلود ،نو اقلا ددعا ء په کولو سره ځان ورسره په غم کې شریک کړي ………….

کله چې په تیره پیړۍ کې ماشینونه جوړ شول ،کمپیوټر،انټرنیټ ،فکس ،ټوټیټراو فیسوک بریښنایي  وسایلو غوندې چاپي مطبوعات هم معیاري او دټایپینګ ماشین پرځای دعصریت له خوږو برخمند شول، نو اوس چې په ذرایعو کې انقلاب راغلی، نو صحافتي کوایفو کې هم ستر بدلون تر سترګو شو،خو ددې پرځای چې بدلون داسې شکل خپل کړي ،چې اسلامي اصطلاحات او اصول نورهم پیاوړې کړي ، خبره سرچپه شوه ،دصحافت فن دلویدیځ تر سیورې راغی او آن دصحافت او صحافي عربي کلمات هم په انګلیسي (ژورنالیزم او ژورنالیسټ )باندې واوختل ،دصحافت اسلامي روح  دلویدیځوالو سیکولریستانود پرله پسي فریبونو له امله په خپل حال پاتې نشو،نن خبریالي د مستکبروهیوادونو  دګټو اوشومو اهدافو قرباني ده، خبریال دبي خرته پیسو  په پیرلو سره دهغوئ لپاره  درواغجنه  خبریالي کوي اودواقعیتونو خلاف  صحنه په مزخرف شکل عکاسي کوي ،ترڅو دکومې استخباراتي ادارې څخه پریمانه ډالر ترلاسه کړي او دصحافت خپلواک ضمیرپه پڅه چاړه ذبح کړي !

که څه هم داډول ژورنالیستیک انحرافات دصحافت له اصولو سره اړخ نه لګوي، بلکې دا دافرادو جرم وي ،خودمسلمانانو دنه پاملرنې  اونه توجه لامل داشوی، چې لویځوال  دفن  لوری پرخپل طرف وڅرخوي او دخپلوګټولپاره یې استعمال کړي، مونږچې دلته داسلام مبارک دین کې دصحافت ارزونه کوو،موخه به مو یوازې  اسلامي صحافت وي،اودغرب هغه به مومنظورنظر نه وي!

نوربیا ……..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب