تاند (سېشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۰ مه) د پښتونخوا عوامي ملي ګوند مشر او د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي غوښتنه کړې چې د افغانستان په اړه په سیمهییزو غونډو، په ځانګړي ډول د شانګهای همکاریو سازمان په ناستو کې، افغانانو ته بشپړ استازیتوب ورکړل شي.
اڅکزي په کوټه کې د یوې درې ورځنۍ جرګې په پرانیسته کې وویل، افغانستان په سیمهییزو غونډو او بحثونو کې تر ډېره د امنیتي ستونزو له زاویې څېړل کېږي، خو افغانان په خپله د خپل هېواد د راتلونکي په اړه په خبرو کې کافي ونډه او حضور نه لري.
هغه د شانګهای همکاریو سازمان ته په اشارې وویل چې د افغانستان اړوند موضوعات باید د افغانانو له اغېزمن ګډون پرته ونه څېړل شي او د سیمې هېوادونه باید په دغو بحثونو کې د افغانانو نظرونه او ونډه هم په پام کې ونیسي.
د پښتونخوا عوامي ملي ګوند مشر او د اپوزیسیون مشر زیاته کړه چې د سیمې امنیتي ستونزې یوازې په افغانستان پورې نه محدودېږي. د هغه په وینا، د ناامنۍ د ریښو د درک لپاره باید د جګړو، بهرنیو لاسوهنو او د سترو قدرتونو او سیمهییزو هېوادونو د سیالیو رول هم وڅېړل شي.
اڅکزي هغه ستر قدرتونه او نیابتي ډلې چې د سړې جګړې پر مهال په افغانستان کې فعالې وې، د دغه هېواد د ویجاړۍ له عواملو وبللې او ټینګار یې وکړ چې دا لوبغاړي د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه تاریخي مسوولیت لري.