Homeخبرونهپه هند کې له روان رېلګاډي څخه د پیسو «ورښت»؛ خلک د...

په هند کې له روان رېلګاډي څخه د پیسو «ورښت»؛ خلک د بانکنوټونو راټولولو ته ورمنډه کړل

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۰ مه) د هند د اترپردېش ایالت د ګورکپور ولسوالۍ د رېلګاډي په یوه تمځي کې له یوه روان رېلګاډي څخه د بانکنوټونو د غورځېدو له امله عجیبه پېښه شوې ده.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، پېښه سهار مهال د پیپي ګنج په رېلګاډي تمځي کې هغه وخت رامنځته شوه چې له ګورکپور څخه ممبۍ ته روان ایکسپرس اورګاډی له تمځي څخه تېرېده.

په رېلګاډي کې یوې ناپېژندل شوي سپرلۍ د ۵۰۰-۵۰۰ هندي روپیو له بانکنوټونو ډکه پلاستیکي کڅوړه ښکته وغورځوله. کڅوړه له لوېدو سره پرانیستل شوه او بانکنوټونه باد هرې خوا ته تیتاو خپاره کړل.

د بانکنوټونو په لیدلو په تمځي کې خلکو د پیسو راټولولو ته منډې کړې او هر چا چې څومره بانکنوټونه ترلاسه کړل، له ځان سره یې یووړل.

د رېللارې ادارې د سرچینو په وینا، اټکل کېږي چې د رېلګاډي د نه درېدو له امله سپرلۍ غوښتل پیسې خپل یوه پېژندګلوي ته ورسوي، خو تر اوسه هغه کس نه دی پېژندل شوی چې بانکنوټونه یې له رېلګاډي څخه غورځولي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...