Home+دوه جګړې: مسلحه جګړه او غیر مسلحه جګړه| شاه‌محمود میاخېل

دوه جګړې: مسلحه جګړه او غیر مسلحه جګړه| شاه‌محمود میاخېل

مونږ د وسله والې جګړې ځکه خلاف یو چې په مسلحه جګړه کې بیګناه کسان وژل کیږي، کلي او کورونه ورانیږي، فکرونه وژل کیږي، ټوپک او قانون د ځنګل حاکم کیږي. په مسلحه جکړه کې فقط اکټران بدلیږي رابدلیږي او یا عینې اکټران بیلابیل رول لوبوي. یوه ډله ټوپک والا شکست خوري او بله د ټوپک والاو ډله قدرت نیسي. افغانستان د مسلحو جګړو ښه لابراتوار و او دی.

د تحقیقي ادارو بیلابیل ارقام ښایي چې د هر کال کورنیو جګړو له امله یو هیواد تر ۵-۱۰ کلونو پورې شاته پاتې کیږي. په دې توګه اوس فکر وکړې چې یوازې په تیرو پنځوسو کلونو کې مونږ څومره د دنیا د پرمختګ نه وروسته پاتې شوې یو. په دې هم بحث نه کوو چې په تیرو څو سدیو کې د جنګونو د اختیاري، تحمیلي او نیابتي جګړو له امله افغانستان څومره وروسته پاتې شوې دی.

په غیر مسلحو جګړو یا فکري مبارزه کې فکرونه تقویه کیږي، متبادل نظریات اوریدل کیږي، د بحران د ایجاد او وژلو په عوض د بحران د حل لارې او د ژوند کولو طرحې وړاندې کیږي.

د جګړې په تناسب د فکري مبارزې مصرف په نشت حساب دی. هیوادونه همیشه د فکر په زور ترقي کوي او د جنګي ماشین تولید هم د فکر په اساس دی. که فکرونه سم نشي، جنګي فکرونه یو هیواد د تباهې کندې ته غورځوي.

اوس هر څوک باید د خپل ځان سره فکر وکړي چې کومه مبارزه د ولس، وطن، او حتی د خپل ځان او کورنۍ په خیر ده؟ دلته عاطفي برخورد نه دی بلکې د محاسبې ده چې کومه یوه ګټه او تاوان لري.

هو!

په فکري او حتی جنګي مبارزه کې هم مهم فکتور د جهت ټاکل دی چې کوم جهت سره ودریږي.

د بیلګې په توګه د طالبانو حاکمیت په غلط جهت روان دی، ایا مونږ خپل فکر او فکري مبارزه د هغوي سره وتړو که هغه وغندو او په مقابل کې یې په ژبه او قلم مبارزه وکړو یا د طالبانو د غلطو کړنو له امله که د یو بل غلط جهت سره ودریږو چې د هغوي تیر تاریخ او کړنې د طالبانو د کړنو سره څه توپیر نه لري؟

په دې توګه هر څوک د خپلو خبرو او مبارزې په اړه خپله پریکړه په خپله د خپلې محاسبې په اساس کوي. که جنګي مبارزه وي یا فکري، په لنډ وخت کې لاسته راوړنه یې نه لمسیږي او شاید کامیابه هم نه شي خو یو کس باید خپل خدای، خپل وجدان او خپل ولس ته خجالته نه اوسي چې د خپلو شخصي او مقطعي ګټو په خاطر یې د غلط جهت ملاتړ کړې دی.

په لنډ تاریخ کې افغانانو څلویښت کاله جنګي مبارزه وکړه خو ملي فکري مبارزې لپاره لږ کار شوی دی. که جنګي مبارزې په څلویښتو کلونو کې نتیجه نه ده ورکړې نو که څوک د فکري مبارزې د لارویانو نه سمدستي توقع لري چې بریالي به شي، سمه ده. خو د فکري مبارزې قوت د ټوپک د قوت نه زیات دی ځکه ټوپک والا کوښښ کوي چې د ټوپک په زور د خلکو فکرونه ووژني او حکومت وکړي. د ټوپک په زور ټوپک له منځه وړلې شي خو د ټوپک په زور د خلکو فکرونه هيڅکله وژلې او کنترول کولې نه شي. د طالبانو او یا مقابل لورې ټوپک والاو باید په دې خبره سر خلاص وي.

له همدغه دلایلو او د خپلو محاسبو په اساس زمونږ فکري ملګري د مسلح جنګونو په عوض، د فکري مبارزې پلویان دي. جنګ کې به ته مجبوره کیږي چې د جنګ د تمویل لپاره د استخباراتو، ګاوڼډیانو او نورو ډیرو غیر مشروع لارو نه مرستې او حمایت تر لاسه کړي. هیڅوک چا سره د خدای لپاره یا د افغانانو د ګټو لپاره مرسته نه کوي.

په فکري مبارزه کې ته د غیر مشروع لارې نه مجبوره کیږي چې د چا نه مرسته وغواړي.

له بله خوا، همیشه استعماري قوتونه او د یو هیواد دښمنان کوښښ کوي چې د یو هیواد فکر او فکري مبارزین له منځه یوسي، بدنامه، ضعیفه او بیا خپلې مؤخې د بیسواده او هغوي ته د وفاداره رهبرې په وسیله عملي کړي. ښه مثالونه یې د ټولنیزو شبکو ځیني نابغه ګان دي چې د نیوکو او منفي څرګندونو نه بله دنده نه لري او فکر کوم چې اکثره همدې کار ته مؤظفه شویدي چې د افغانانو منځ کې بې اعتمادي او نفرت خپور او ملي نفاق ته لمن ووهي.

په دې توګه مونږ مبارزه د خپلې محاسبې په اساس کړیده نه د ټولنیزو رسنیو د منفي بحثونو په اساس. البته د دغه بحثونو نه یو څه یادو ځکه د مقابل جهت د منفي خبرو او بحثونو نه ښه زده کړه کیږي.

ارواښاد ګل پاچا الفت صیب وایي:

که هر یو رانه وژنې خیال او فکر مې مه وژنه

په دې کې مې وطن ته لوی تاوان لیدلی دی

څوک چې د افغانانو فکر وژني، هغوي د جنګسالارانو یا ټوپک والا نه زیات مسووله دي.

شاه محمود میاخیل

د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زینت امان د خپل دوهم واده ترخې تجربې بیان کړې

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د هند مشهورې فلمي ستورې زینت امان له خپل دوهم مېړه مظهر خان سره د ګډ ژوند...