Home+د پښو دا ډول درد لرئ؟

د پښو دا ډول درد لرئ؟

تاند – (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۰مه) ډاکټران وایي، منظم حرکت او ورزش، او له اوږدې مودې ناستې یا ولاړې څخه ډډه کول، د پښو د غټو او پړسیدلو رګونو د مخنیوي تر ټولو مهمه لاره ده. دا یوه عامه ناروغي ده چې په ځانګړې ډول ښځې پرې ډېرې اخته کېږي او که پر وخت یې مخنیوی ونه شي، درد او نورې جدي ستونزې رامنځته کولای شي.

د ډاکټرانو په وینا، په دې حالت کې د پښو رګونه معمولاً پړسیدلي او راوتلي ښکاري، سور یا شین ارغواني رنګ لري او ډېری وخت له درد سره مل وي.

متخصصان وایي، شاوخوا ۲۵ سلنه لویان د ژوند په یوه پړاو کې له دې ستونزې سره مخ کېږي، او ښځې تر نارینه‌وو ډېرې پرې اخته کېږي.

ولې دا ستونزه رامنځته کېږي؟

 تر ډېره د پښو د پنډۍ په برخه کې غټ او پړسېدلي رګونه څرګندېږي، ځکه د اوږد وخت په مخه ولاړه یا ډېر مزل د پښو پر رګونو فشار زیاتوي او د وینې د عادي جریان مخه نیسي.

 د مخنیوي غوره لارې

ډاکټران سپارښتنه کوي چې:

  • په منظم ډول ورزش وکړئ، ځکه ورزش د رګونو او نښلوونکو انساجو له پیاوړتیا سره مرسته کوي.
  • چټک مزل، منډه او نور هغه ورزشونه چې پښې په حرکت کې ساتي، د پښو او د هغو د رګونو د پړسوب د مخنیوي لپاره ډېر ګټور دي.
  • له اوږدې مودې ناستې او ولاړې څخه ځان وساتئ.
  • د لفټ او برقي زینو پر ځای عادي زینې وکاروئ، ځکه پر زینو پورته کېدل د پښو د رګونو لپاره ګټور تمرین دی.
  • که د کار له امله ډېر وخت ناست یا ولاړ یاست، وخت په وخت د پښو ساده حرکات او نرم تمرینونه وکړئ.

مناسب بوټونه او کافي اوبه

متخصصان سپارښتنه کوي چې د پښو د دې ستونزې د مخنیوي لپاره د مناسبې پوندې لرونکي ارام بوټونه پښو کړئ او که امکان وي، کله ناکله پر نرمو سطحو (لکه چمن یا نرم فرش) لوڅې پښې هم مزل وکړئ.

همداراز، د ورځې په اوږدو کې د کافي اوبو څښل د وینې د سالم جریان په ساتلو کې مرسته کوي.

کله باید ډاکټر ته مراجعه وشي؟

د ډېرو کسانو لپاره د رګونو غټېدا یوازې ظاهري ستونزه وي، خو که ناروغي پرمختګ وکړي، د پښو د درد، پړسوب او حتا دزخمونو سبب کېدای شي، چې طبي درملنې ته اړتیا لري.

ډاکټران ټینګار کوي، چې که له پاملرنې سره سره رګونه دردناک وي یا دد تکلیف سبب شي، باید حتماً له ډاکټر سره مشوره وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پنځه‌دېرش کاله له تا سره | آصف بهاند

پلار ته مې «... د ښو وختونو له‌پاره مننه، د سختو وختونو له‌پاره مننه، د هر هغه څه له‌پاره مننه چې تا ماته راکړل، او د هر هغه...