پلار ته مې دسمال (کتره) بد ورلګېږي. مور ته مې جوبټه خوند ورکوي. د وړو مور ته مې تورولی ګرځېدل ښه برېښي. ماما مې تورولی ګرځيدل غير شرعي انګيري. په همدې ډول زه په پټکي او سنتي جامو کې خوښ وم خو ځوانان مې د همدې لباس له امله ملا(!) بولي. د ماشومانو مور ته تورسر ښه برېښم. ولې مور او ټولنه مې تور سر ګرځيدل ښه نه ګڼي. زه هېڅ نه پوهېږم چې د چا په خوښه پسې لاړ شم؟ که يو خوشالوم بل خپه کېږي!
دا يواځې د لباس مثالونه وو. دوی په هرڅه کې هڅه کوي چې هر يو مې خپلې خوښې ته برابر کړي!
ملا(؟) وايي: هرڅه پرېږده يواځې لمونځ او عبادت کوه! روزي به خدای (ج) در رسوي! تفاسير ليکي چې تاسو ته د روزۍ پر برابرولو ملايکې داسې بوختي دي لکه بزګران په کرونده! تاسو د بزګرانو کروندې ته پام دی چې ميږي او مرغان يې همداسې خوري خو کمېږي نه! او نه کوم مادي عوض ترې اخلي! بس نو ته هم عقل زده کړه! فکر وکړه! همداسې به تا ته هم روزي در رسېږي!
ملا بې چاره ګرم نه دی! سمه ده. قربان يې شم! تفسيرونه به همداسې ليکي خو د ملا صيب دغې ټکي ته پام نه دی چې بزګر خو ميږيانو او مرغانو ته روزي کورونو ته نه ور وړي بلکې دوی د کروندې پټي ته ورپسې ورځي! يعنې دغه تياره روزي هم د حشراتو او الوتونکو په همت پورې تړلې ده که دوی د ورتګ همت ونه کړي بزرګر يې غارونو او ځالو ته نه ور وړي!
کمونيسټ (؟) وايي: ملا لېونی شوی! د ملا ژوند افسانوي دی! نه خدای شته! او نه کومه بله خبره! څه دې چې زړه غواړي او لاس دې ورته رسېږي نو کوه يې! ژوند د همدې نړۍ ژوند دی او بس! نو ته بايد په نړۍ کې داسې ژوند ولرې لکه د ملا صيب جنت! چې هم پکې حورې (جينۍ) وي او هم نور د عياشۍ لپاره اړين توکي!
سياست مدار(؟): نه نه د ژوند په باره کې د ملا صيب او نورو خبرې هسې تشې خبرې دي! ته بايد له هرڅه وړاندې خپل اقتصاد ښه کړې! کله چې اقتصاد ښه کړې نو هرڅه ستا دي! خدای(ج) ستا دی! ځکه صدقې به کوې! ملا ستا دی! زکات به ورکوې! مور پلار، دوستان او ټول ستا دي! خو ګوره هڅه به کوې چې اقتصاد درنه خراب نه شي! په هره لاره او هر صورت به يې همداسې جوړ ساتې!
روښانفکر (؟): پکار ده چې له ټولنې سره ځان برابر کړې؛ که ټولنه په تاپسې نه ځي نو ته په ټولنه پسې لاړ شه!
اوس رانه لاره ورکه ده! که يواځې د روښانفکر په خبره عمل وکړم ځکه چې دی خو روښانفکر دی! نو پکار ده چې: د کمونسټ په عقيده له خدای(ج) منکر شم!
د ملا په خوله کار پرېږدم! او يواځې د جنت په غم کې شم!
د سياست مدار سره شپه ورځ پيسې وګټم!
په يوه سر کې سل عقيدې ولرم! خوپه حقيقت کې هېڅ فکر او عقيده هم ونه لرم!
پر يو تن د مور پلار، ښځې، ټولنې او نورو لپاره ډول ډول لباس واغوندم او يا يې هېڅ وانه غوندم!
نو زه څه شوم؟ زه چې په خپله څه يم نو څه يم؟
بس همدا دليل دی چې موږ خپل تشخص نه شو څرګندولی! کله چې خپل تشخص نه شو څرګندولی وړتيا مو پټېږي او مړه کېږي!
دا يواځې زه نه يم د ټولنې هر وګړی له دې جنجال سره مخامخ دی! د ټولو حال همداسې دی! نو د ټولو حال چې داسې دی د ټولو وړتياوې پټې او مړې دي! ټولنه مړه ده! په مړه او بې وړتيا ټولنه کې نه يواځې ژوند مشکل وي بلکې د پرمختګ پوړۍ هم نه شي وهلی!
۱۳ميزان ۱۳۹۲
حيدرآباد