جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبطنزونهد سولې په خاطر! - ساده حيدرخېل

د سولې په خاطر! – ساده حيدرخېل

راځی چې د سولې په خاطر ښه ډېر وخاندو! هاهاهاهاهاهاههاهاهاهاهاهاهااهاهههههههه!!! وی سوله ههههاهاهها سوله! هله ژر کوی سوله! هله سوله! مشره سوله! څه شوه سوله؟ څه شوه سوله؟ وی سوله؟ دا خو نشته! اف خدايه سوله!

په خندا خو سوله رانغله. راځی چې ورته وژاړو! هي هي هي هي هي سوله! هي هي هي هي هي سوله! مورې سوله! پلاره سوله! هي هي هي سوله!

بيا هم سوله نشته!

په ژړا هم رانغله!

مشاعره به ورته جوړه کړو! خو د آزاد شعر مشاعره!

د سولې مشاعره!

لومړۍ شعر:

سوله ژوند دی

سوله خوند دی

سوله ليلا ده

ليلا زما ده

خو

اوس رقيب

جادو ورباندې کړې

سولې راشه

راپخلا شه

زما شه

د هر چا شه

سولې راشه! سولې راشه! سولې راشه!

واه! ډېر ښه!

دويم شعر:

سوله چې نه وي نو بيا جنګ وي

هر سړی په تنګ وي

سوله دې خدای راولي!

سوله چې نه وي نه به ته وې نه به زه وم

زه افغانستان خو مخکې داسې نه وم

زه خو ګوره زه وم

سوله دې خدای راولي!

افرين! ډېر ښه!

ياره په مشاعره هم کار ونه شو!

راځی چې ورته وناڅو! ډولچي! وه ډولچي! شپاړس مخي اتڼ ته ډول وډنګوه! وډنګوه! ډنګ ورکړه! ورکړه ډنګ!

لستوڼي بډوهی ګډېږی!

سوله چې نه وي ګډه څه مانا لرينه! ګډه څه مانا لرينه!

زړوکي لرې کړی ګډېږی!

چې تار په تار مو ګېډۍ زلفې شي مينه! ګېډۍ زلفې شي مينه!

جامې مو تنګې کړی ګډېږی!

چې بند په بند مو خلک وويني مينه! خلک وويني مينه!

ياره په اتڼ هم سوله رانغله!

اوس به څه کوو؟ غونډه ورته پکار ده! سمينار پکار دی!

د سولې سمينار:

لومړی ويناوال؛ ستاسو په اجاره!

چې په کوم هېواد کې سوله نه وي! هلته پوهه نه وي! چې پوهه نه وي نو سوچونه، تشويشونه، مرګونه او غمونه ډېر وي! زما وروڼو خويندو او خويندو وروڼو! ستړي مه شی! تاسو پوهېږی چې د سولې سمينار ته راغلي ياستی! په خير راشی! ما لوړې زده کړې په بهر کې کړې او د نړېوالې سولې په برخه کې مې د ماشټرې سند ترلاسه کړی! سوله ډېر ښه شی دی! زه  کولی شم چې تاسو ته د سولې په هره عرصه کې کار وکړم! نور مو وخت نه نيسم! زه له سټېجه ښکته کېږم!

دويم ويناوال:

بسم الله ……… نه به خلاصېږی! الله اکبر!

ګړز!!!!!!!!

تازه خبر:

نن ورځ د سولې په سمينار کې زوروره چاودونه وشوه! چاودنه په داسې حال کې وشوه چې دويم ويناوال سټېج ته را وبلل شو او راغی نو پر ده پورې چاوديدونکي مواد ښه کلک تړل شوي و. سملاسي يې بسم الله او کلمه وويله بس يو ناڅاپه درځ شو! د غونډې تالار کې وريځ جوړه شوه! د باران پر ځای اوسپنې، غوښې او وينې وورېدې! د غونډې ټول ګډونوال ټپيان شول او يواځې دويم ويناوال پکې ووژل شو!

د پېښې تفصيل لږ وروسته!

له موږ سره اوسی!

د خدای په امان!

۰۲/ عقرب / ۱۳۹۲

حيدرآباد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب