چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeادبخيال او بې خيالي / اجمل ښکلى

خيال او بې خيالي / اجمل ښکلى

خيال په ادب کې له تخييله پيدا کېږي. تخييل په ګرامر کې خيال کول يا خيال جوړولو ته وايي. په ادب کې تخييل هغه ځواک دى چې د بېلابېلو شيانو ترمنځ درته اړيکې ښيي. دا اړيکه پر تناسب، ورته والي، تضاد او…ولاړه وي. يعنې تخييل د دوو شيانو ترمنځ ورته والى، تضاد، تناسب کشفوي. دا شيان له تداعي نه پيدا کېږي. مثلا؛ سروه دې وليده، خپله معشوقه دې په ذهن تداعي شوه،، سملاسي دې د تخييل په زور د سروې او خپلې معشوقې ترمنځ ورته والى وموند چې هو والله سروه هم دنګه ده او زما معشوقه هم. همداسې تضاد، مثلا؛ د شپې تيارې ته ځير شوې، د ورځې رڼا يې درياده کړه. داسې نورې اړيکې هم دي. دا تناسب په رښتيني ژوند کې نه وي؛ خو په شعر کې، چې خيالي نړۍ او غير عادي ژبه ده، دا روا دى، بلکې شعر په همدې شعر دى. سعود وايي:

ته ګلاب يې ته نرګس يې زرغونېږې

زه دېوال يمه نړېږم ضايع کېږم

په رښتيني ژوند کې انسان ګلاب او نرګس کېداى نه شي او نه دېوال کېداى شي؛ خو د شعري نړۍ د ژوند توکي همدا دي.

تخييل په شعر کې خيال(په فارسي کې ورته صور خيال وايي) جوړوي. رومانتستانو خيال د شعر بنسټ ګاڼه او ويل يې چې تخييل په شعر کې له کلمو خيال جوړوي او په خيال کې فکر يا پېغام وړاندې کېږي. مطلب په شعر کې درې څيزه دي. لومړى الفاظ، دويم خيال او درېيم فکر. د سعود د همدې غزل بل بيت دى:

بنديزونه راله راکړه محبته

زه اوبه يم چې بهېږم ضايع کېږم

په دې بيت کې (بنديزونه، محبت، اوبه، بهېدل او ضايع کېدل) په ګډه خيال جوړ کړى. د دې توکو ټولګې ته خيال وايي. د دې خيال تر شا پرته خبره د فکر و پېغام په قلمرو کې راځي. خبره ښکاره ده، چې د کلمو(تشبېهاتو، استعارو او…) له يوځاى کېدو نه خيال جوړېږي او د خيال تر شا د شعر پېغام وي.

سمبوليستانو تخييل مانه، خو د رومانتستانو پرخلاف يې خيال نه مانه او په دې اند وو، چې په شعر کې د کلمو او پېغام ترمنځ درېيم شى نشته. د همدغو کلمو له مجازي/استعاري استعماله او ترتيبه شعر، شعر کېږي. د دې انکار څو لامله وو. يو دا چې په شعر کې خيال د کيفيت غوندې وي، چې دومره ښکاره نه وي، چې درک شي. بل دا چې کله درنه له تشبېهاتو، استعارو او له دوى نه له راولاړېدونکي انځور سره ګډ شي او کله د شاعر له فکر سره. حيران شې، چې دې خوا تشبيه او تصوير دى او دې بلې خوا ته فکر؛ نو خيال پکې کوم دى. خبره دومره پېچلې هم نه ده. په دې شعر کې:

چې نظر يې د ګلرخ ساقي په مخ شو

د نرګس له لاسه جام پرېوت نسکور شو

(ګلرخ) توصيفي تشبيه، او په ټوله کې د (يار) لپاره استعاره ده. (ساقي) هم د يار استعاره ده. (د نرګس له لاسه د جام پرېوتل) حسن تعليل دى، چې تصوير يې جوړ کړى؛ نو د يار مخ، ګل رخ، ساقي، نظر، نرګس او له لاسه يې د جام پرېوتل په ګډه خيال جوړ کړى، چې تر شا يې دا خبره پرته ده، چې د نرګس ښکلا زما د يار ښکلا ته نه رسېږي.

 د سمبوليستانو د انکار بل لامل دا دى، چې رښتيا هم داسې شعرونه شته چې د رومانتستانو د تعبير له مخې پکې خيال نه وي. صاحب شاه صابر وايي:

دا د زړونو لوبې دي

دې کې تباهي راځي

خاورې به يو مړه به يو

ښکلي چې راځي راځي

دلته کې صابر مين

دلته خو که مري راځي

وګورئ، د صاحب شاه صابر په بيتونو کې هغه خيال نشته چې سعود په بيتونو کې و او د رومانتستانو پکار دى. په همدې دوه لار کې د رومانتستانو او سمبوليستانو لارې بېلېږي. رومانتستان هغه شاعري خوښوي، چې خيال پکې وي او سمبوليستان هغه شعر ګڼي، چې د کلمو له پيوستونه او ترتيبه پکې خوند پيدا شي. سمبوليستان چې وايي، چې په شاعرۍ کې خيال ميال نه وي، يواځې کلمې او فکر وي. هغه همدغسې شاعري بېلګه کوي. د سمبوليستانو د نظريې پر بنسټ دا شعر داسې شنو، چې په لومړي بيت کې د (زړونو) لپاره د (تباهۍ) کلمه کارېدلې، چې په عادي ژبه کې نه استعمالېږي او په همدې يې خوند پيدا کړى. په دويم بيت کې د( راځي) تکرار دى او په درېيم بيت کې د (دلته) تکرار او د (مينتوب) او (مرګ) ترمنځ ارتباط دى، چې دا شعر يې شعر کړى. مطلب د کلمو له غير عادي استعمال او ترتيبه دې شعر هنري ارزښت ګټلى. –ايليټ چې  عيني پىوستون(Objective Correlative) يادوي، هغه همدا ښيي.

د صاحب شاه صابر او اباسين يوسفزي زياتره شاعري همداسې ده او دا ښيي، چې دا ضرور نه ده، چې د تشبيهاتو او استعارو له کارولو سره دې هم خيال پيدا شي. اباسين وايي:

چې دې کله د ځوانۍ تنده راواخلي

اباسين به درته هله دريادېږي

يا: غر د اباسين مخې ته هيڅ نه وي

دا ډېرې وړې وړې خبرې دي

په دواړو بيتونو کې (اباسين) استعاره ده؛ خو خيال پکې نشته. خوند پکې د کلمو له پيوستونه پيدا شوى.

دا خو سمه ده، چې په ځينو شعرونو کې خيال وي او په ځينو کې د کلمو له غير عادي استعماله يا ترتيبه شعري ظرافت پيدا شوى وي؛ خو د تخييل په اړه خو موږ وويل، چې هغه ځواک دى، چې د شيانو ترمنځ اړيکه کشفوي؛ نو چې په کوم شعر کې خيال نه وي، هغه به له تخييله نه وي راوتى؟ داسې نه ده. الطاف حسين حالي په خپل اثر(مقدمه شعر وشاعري)- چې له لويديځه اغېزمن دى- د تخييل بل تعريف هم کړى:

”د تخييل تعريف همغومره سخت دى، لکه د شعر…هغه څيز چې د معلوماتو زېرمه چې د تجربې يا مشاهدې له لارې په ذهن کې وي، دا هغه بيا ترتيبوي او يوه نوې بڼه ورکوي او بيا يې د کلمو په يوه خوندور ترتيب کې وړاندې کوي، چې له عادي ترتيب سره توپير لري. له دې معلومېږي، چې تخييل که خيالات جوړوي، نو په کلمو کې هم لاس لري.کله ناکله موږ وينو چې د شاعر د بيان طرز دومره عجب او خوندور وي، چې د ناشاعر ذهن پرې برلاسى نه وي. له دې نه ښکاري، چې همدا يو څيز دى، چې کله په خيال جوړوي او کله په کلمو او عبارتونو کې لاس وهي. دا ځواک هر شاعر ته پکار دى؛ خو زما په اند د دې ځواک لاس د شاعر په ټولو شعرونو کې يو شان نه وي، يو ځاى کې زيات وي، يو ځاى کې کم. کله يواځې په خيال کې وي، کله يواځې په کلمو کې…”.

3 COMMENTS

  1. ډېره ښکلې ليکنه ده. په شعر کې تخيل ښکلا زيږوي او شعر تر ډېره ژوندی ساتي. د بېلګې په توګه د طالب منګل په ځينو شعرونو کې تخيل هومره ژور دی چې زه پکې بند پاته کېږم او اړ يم بيا بيا ئې ولولم. هيله ده په دې اړه لا د ډېرو شاعرانو د شعرونو له بېلګو سره، لا ښکلې ليکنې تر موږه راورسوئ. قلم مو خوځنده اوسه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب