شنبه, اپریل 27, 2024
Homeکالمونهننګیالنوې تجربه / شهرت ننګیال

نوې تجربه / شهرت ننګیال

لکه دغه پرمختیا نوې لیک شوې، چې ویکي لیکس ته نده رسېدلې. سید شکرالدین آغا پخپل کشف دغه راز ته مخه موندلې، خوب کې ورته پرده پورته شوې ده. …

پرمختیا دا چې امریکایي تېنک ټانګ افغانستان کې د کرپشن مخنیوي ته یو نوی پلان او پروګرام پاموړ ګڼلی، که څه هم نوې تجربه به نشي ګڼل کېدای چې وار له مخه ګڼو برخو کې بریالۍ ختلې، خو د کرپشن مخنیوي کې نوې هغه ګڼلای شي. …

افغانستان کې د کرپشن قیامت له محشر وړاندې راټیټ دی، امریکایي مقامات لویدیز ته ددغه مکروب له غزېدلو اندېښمن دي – له همدې ځایه یې مخنیوی خپل مکلفیت نه، بلکې مجبوریت ګڼي.

امریکا پوهېږي که یو ځل د بې جلبه اداري فساد په خوند کېوتل او د دغسې جنوني لوټمار نشه یې سر ته وخته، بیا یې مخنیوی ګران څه چې ناشونی دی. …

چې دوی ته پر ممیز د خولې او پر تیز د کونې اموخته کېدو چسکه او عواقب څرګند دي. …

امریکا له اړې او بدې ورځې یو د پاسه سل روزل شوي سپي افغانستان کې له کرپشن سره د مبارزې لپاره چمتو کړي – دغه سپي کرپټ چارواکي له بڼې او بوی پېژني – له واره د کرپټ او بډې خورو چارواکو درک لګولی شي. …

له روزل شویو سپو په ګڼو اړخونو په تېره د جرم او جنایت مخنیوي کې اغېزمنه ګټه اخیستل شوې، د وسلو، بمونو په موندلو کې د سپو وړتیا کرده ده – د قاچاق په مخنیوي کې د سپو خدمتونه جوت دي – ډېری کمپنۍ د غلو نیولو او پېژندلو کې د ټاکلي فیس په مقابل کې د خپلو خدمتونو اعلانونه وړاندې کوي، د هېروینو موندلو کې له پولیسو زیات د سپو خدمتونه اغېزمن او اړین پېژندل شوي. …

د سرچینو په وینا د دغو سپو لومړنۍ جوپه کابل ته په رارسېدو ارګ ته یووړل شوه چې عملیاتي پلان یې ولسمشر پرانېزي – دغه کیپ کې ۲۲ سپي راغونډ دي چې پر دوو ګروپو وېشل شوي، دغه ورځ ارګ کې د کابینې غونډه وه. …

د ارګ له دروازې په ننوتو سپو نامانوسه کوړنجا پیل کړه. … د وسپنو پنجرو یې خولې لګولې. … پخپل ځای ګرد په کونه تاوېدل. …

له ګاډو په کوزېدو یې پخپل ځان خولې لګولې، مؤظف ماموران د سپو په آرامولو ستومانه ول. په لومړي سر کې داسې ګڼل کېده چې د چاپېریال بدلانه ښایي دغسې ناکرارۍ ته مخه ورکړې وي، خو سپو چې بېلا بېلې رتبې لرلې او د نظم او ډسپلین پابند وو، یوه بله خوا منډه کړه – په خورا کړاو یې راټول کړل – دلته یې بې رقمه انګولا پیل کړه، داسې چې نه غپا ګڼل کېدای شوای، نه د کومې بلې مدعا او خبرتیا څرګندوی. …

د یو بل له بویولو یې د ګلخانې په لور منډه کړه، په ځغاسته پوړیو کې بره وختل، د سالون تړلې دروازې ته پنډ شول – پر دړه یې منګولې خښې کړې، غپا، کوړنجا، انګولا یې په یوه دمه له خولو ختل. … نه څوک سالون ته ننوتی شي، نه راوتی. …

آوازه شوه کودتا شوې، چا ویل امریکایانو کړې، چا ویل بسم الله خان – دروازه له دننه کولپ ده، کړکۍ تړلي، پردې غوړېدلې، هر یو پر ټیلیفون بوخت دی، له لږ ځنډ سره یې یو بل ته د خیر و خیرت مبارکي ورکړه.

ټرینرانو داسې ګڼله چې ګني سپي لېونیان شوي – هوا پرې بده لګېدلې چې د مجاهدینو پر یوه مشر هم د کابل هوا ښه نه لګېده. … سپي نه په مه دي، نه په ودره، له خولو یې ځګونه بادېږي، سترګې یې سرې او رډې ختلې، غورېږي، غوړمبېږي پر دروازه ورغورځي، پر ځمکه شوکارې لګوي، غالۍ یې شلولي او د غولي پر مرمر ډبرو یې نوکارې ښخې کړې. …

کابینه کلابنده ده، یو بل ته په پټه خوله ګوري، یواځې سترګې خبرې کوي، ایله د یوه وزیر خوله چوله شوه: امریکایان خلک په سپو داړي. … پخوا یې ولسي وګړي داړل، اوس یې پر موږ پیل کړه. … بازی بازی به ریش بابام بازی- ولسمشر ژر پر ږیره لاس تېر کړ- استاد شهراني او ارغندیوال دواړو لاسونه پر ږیرو راکاږل. … هغوی چې ږیرې نه لرلې شکرونه کښل، چې د ږیرو له نشتوالي یې پر مخونو خس نشوای پاتېدای. …

پام، احتیاط، خبردار- یو نری ښځینه غږ پورته شو- پنډ سړي خپله کورتۍ سمه کړه – ګلخانه ښایي سپرې کړای شي – ډاکتران سملاسي له واکسین سره راوغواړي- امریکا او CIA  پخوا هم دغسې چارو کې پړه ختلې. …

سپي رمباړې وهي، غاپي، کوړنجېږي، انګولي، روزونکي حیران او وارخطا دي لکه سپي یې له کنټرول وتلي. … هر یو پر ټلیفانه او لاسي مخابرو کې پر بړ بړ، خولې خولې دي. …

سلاکاران، غلام بچه ګان او د ارګ ماموران یوه بله خوا ځغلي – د چا پایڅه شلېدلې، له چا بوټ، څپلۍ پاتې. …

کابینه کلابنده ده، سپي هماغسې انګولي، غورېږي، غوړمبېږي – په ارګ کې سړه سنا ده، مازیګر سپي بېهوښه وغورځېدل، اوږده وغزېدل، خولې یې له ځګونو ډکې دي، سترګې یې رډې ختلي. …

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب