چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeادبشعريه خلکو خلکو!/ اکاډميسن سليمان لايق

يه خلکو خلکو!/ اکاډميسن سليمان لايق

یه خلکوخلـکو،دوطـــــن خـــلـکــو

یــه وږیــــــــوتږیـــو،دغـــــرو وګـــړو

آزادي څـــــه ده،خپـــــلواکي څـه ده

یه درنه جـــــارشـــــم لوڅـــــو لـــــغړو

که وطن لوڅ وي،که وطن وران وي

سمســـــوري څه ده، آبادي څـــــــه ده

که لوټــــــــــول وي،که ډوبـــــول وي

خپلـــــواکـــــي څه ده، آزادي څـــــه ده

بـــې روحـــــه خـــــاوره، ازاده نـــــه ده

بې پـــــوهـــي خلک واړه بندیان دي

دا پښـــــې لـــوڅـــــي، دا په نس وږي

واړه مریان دي، ټول غلامـــــان دي

کـــــه آزادي ده، که خپـــــلواکـــي ده

د څـــــو ســـــړو ده، د ټـــــولـــــونـــــه ده

که واکداري ده،که کامــرانـــــي ده

دیوي ماڼۍ ده، د شـــــپولـــــو نه ده

آزاد هغـــــه وي چـــــې په تن پټ وي

آزاد هغه وي چـــــې په نس مـــــوړ وي

آزاد هغه وي چې واک یې خــپل وي

آزاد هغه وي چې په ځان جـــــــــوړوي

آزاد هغه وي چې کـــــور یې خپل وي

په جهــان ښـــــوري لـــــو نـــــړې ویني

آزاد هغـــــه وي چـــــې په هرګام کـــــې

هم تلـــــک ویني هـــــم کـــــړۍ وینـــــي

یه وږیـــــو تـــــږیـــــو، یه غـــــلامـــــانو.

لیږ رابیدار شـــــئ در نه قـــــربان شـــــم

یه در وارۍ شـــــم راګـــړنـــــدي شـــــئ

نه چې بوډا شم نه چې ستومان شـــــم

راځئ چې یو شو، راځئ چې یوشـــــو

په ګـــــډه مـــات کـــــړو دا ځنیـــــرونه

مـــــرغلـــــین پړي،تـــــور زندانـــــونه

له غـــــرو رغـــــونو، لـــــه دریـــــابونو

له سپـــــیرو دښــتو،له تورو خـــــونو

سره راټول شئ، ســـــره قوت شـــــئ

یه سېلاوونـــــو، یه تـــــوپـــــانـــــونـــــو

اوس د بـــــادونـــــو مستو څپـــو کــــې

ماته رارسي ستـــــاسې غـــــږونه

د لمر په وړانګو جهان ته لـــــیږم

ستاسې له قهره ډک فـــــریادونه

یه لویه ولسه ته په ځان پوه یـــــې

ته ستر قوت یې، ته لوی ملت یې

هم آزادي یې، هم نیکمرغي یـــــې

هم عدالت یې، هم کـــــرامت یـــــې

د تاریـــــخ کرښـــــې، د زمان پـــــاڼې

په تـــــا ډکـــــیږي، په تا غـــــږیـــــږي

دا کـــــږې لارې، دا لـــــویې کنـــــدې

په تا ســـــیخیږي، په تـــــا سمیـــــږي

که څوک قــوي دی، خو تا قـــــوي کړ

که څوک کمزور دی، د تا کمزور دی

له تابل شـــــوي، له تا جـــــګ شـــــوي

که چیرې اوردی که چیرې شوردی

بدلون اوونيزه/لومړی کال/ ۵۰مه ګڼه/چهارشنبه/ عقرب/۶/ ۱۳۹۴

2 COMMENTS

  1. له ده نه بايد سوْال وشى چه هغه وخت تاسو وطن فروشانو چه وطن په روسانو پلورلو دستا د ازادى حس ولى ويده وه ولى دى دا نارى سورى هغه وخت نه وهلى .

  2. د غلام مجد د همدغه شعر موږ بد مر غه کړو، نجیب به هم په هر ه مظا هره کې همدا شعر وا یه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب