چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبشعرلکه دغز یکړه ونه ...../ پروین ملال

لکه دغز یکړه ونه …../ پروین ملال

داسی وختونه به لاهم راشی
چې زه به نه یمه یادیږم به، دی
دښار په هسک پل به دی، ستړې او بی روحه ویښته
دوږمو غیږته سپاری،

ژوره ساه به اخلی
دوږمو لاس به دی زخمونه څیړی
په پا ڼه ، پا ڼه کې دزخم به دی، زما انځور لټوی
ډیری اوریځې به را غلی، بیرته تللی وی
دبارانونو سیلابونو به، ستا دځوانې نښي،
پریولی وی
په ساړه ژمي کې به، بربنډو، ونو ته پناه وروړی
غیږ به دی زما دتودی غیږی په یادستړی وی
دواړه لاسونه، به دي
دنامحرمو چنارونو ترملا تاوه وی
زما دسترګو غبرګ لمرونه به لویدلی وی
زما دمهر لاس به نه وی چې په زلفوکې دی
دسپینو ګلو کرونده وکری
زما دګوتو لمس به نه وی
چې دی ګوتو ته، دلطافت دجنتونو رنګین خیال وښيې
دجوزا لمر کې به په ملا لکه غنم ماته یې
دشونډو پا ڼي به دی د سختی تبی،
او روژې تندی سوزلی وی
زما دسا یې چترۍ به درڅخه باد وی وړی
لکه د غز یکړه ونه به یې
ددښت غوږنو ته به،
زما دبیلتون دروح سندره لیکې
داسی وختونه، به لاهم راشی
چې زه به نه یمه یادیږم به دی.

ویلز ـ بر طانیه
29. 10 . 2015

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب