جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبلنډه کیسهحیا عزت (لنډه کیسه) لیکواله: ثنا ساپۍ

حیا عزت (لنډه کیسه) لیکواله: ثنا ساپۍ

د سهار ۴ بجې وې. ټيليفون ته مې زنګ راغی.  د کټ له لاندې  یې غږ را ته. تپه تیاره وه، یوازې د ټیلیفون لږه رڼا مې لیده. په اول زنګ یې نه وم پوه شوې په دې دویم یې ایله وپوهېدم چې موبایل دی. لاس مې د کټ لاندې وغځاوه. سترګې مې پټې وې. یوازې مې په غږ پسې لاس ګرځاوه. تر هغو چې مې پیدا کاوه زنګ بند شو. خوښه شوم چې خوب به پسې وکړم خو په نیم کښو سترګو مې یې نمبر ولید. د وطن و، د کور، هغه مې هم د خور شمعې تیلې فون. سودا مې شوه چې په دې سهار ملا اذان څه چل شوی دی. د باندې شړق باران ورېده. د کوټې پر کړکۍ څاڅکې پرېوتل او ډبهاری یې کاوه. کړکۍ  ډبله ښیښه لري د باران د څاڅکو غږ په درب اوړي.

 اندېښنه مې شوه. بېرته مې زنګ ور وواهه. زنګونه تلل خو د شمعې پته نه وه. اندېښنې نا ارمه کړم. پښې مې بط اختیاره داسې ښورېدې لکه سړی چې تمرین کوي. تیلې فون یې نه اخیست. سم ډېر وخت واوښت ځان ملامت راښ:اره شو چې د دې په زنګ ولې نه وم وېښه شوې او پر وخت مې نه و ځواب کړی. ښه و، د بلې غږ مې واورېد.

–          شمې؟

–          سلامونه

–          خیرت خو دی؟

–          هو ویده وې؟

–          نه اټن کوم

–          څو بجې دي؟

–          چربانګ دی

–          ښه، وبخښه

–          څه شوي؟

–          هېڅ نه دي شوي

–          نو بیا دې ولې په ملا اذان زنګ را وواهه؟

–          هغه زما ملګرې ده

–          کومه یوه؟

–          په مکتب کې را سره ده.

–          ښه؟

–          مشکل لري

–          څنګه مشکل؟

–          نه پوهېږم؟

–          ولې؟

–          ښه، ښه سمه ده.

پوه شوم چې بل څوک خونې ته ورغلل او دا خبرې نه شي کولی. شمعې به ځینې خبرې که مهمې به هم نه وې د ودوڼو مخته ماته نه کولې. ومې پوښتله:

–          ولې څوک راغلل؟

–          هو صبر چې لږه باندې ووځم…

دا یې ډېر ورو وويل. پوه شوم چې په ازاده خبرې نه شي کولی. شاوخوا به څوک وي.

–          ښه؟

–          څوک دي؟

–          حاجيان….

شمعه وروڼو ته په شفر کې حاجیان وايي. موږ خویندو پرې پوهېږو. نه پوهېږم څرنګه مو دا نوم ورته خوښ کړی خو اوس پرې پوخ شوی دی.

–          ښه نو ستا ملګرې…په زوره خو به یې نه ورکوي؟

–          نه

–          څوک یې خوښ دی؟

–          نه

–        له مکتبه خو به یې نه باسي؟

–          نه

–          ظلم خو هم نه پرې کېږي؟

–          نه وایمه ، وۍ

–          نو څه شوي؟

– بله خبره ده.
سودا مې شوه. وډاره شوم چې حاجیانو څه نه وي کړي. په یوه شېبه کې شل اندېښنې راته پيدا شوې خو دې وویل:

–          پرون موږ کره په لوڅو پښو راغله. رنګ یې ژيړ اوښتی و. رېږدېده او ژړل یې.

–          دا کله؟

–          پرون ماسپښین مهال

–          و یې نه ويل چې ولې؟

–          ورور یې ورپسې دی.

–          څه؟

–          نه پوهېږې ولې؟

–          نه، ورور یې څنګه ورپسې دی؟

–          پرون یې مور په کور کې نه وه. دا جلۍ کور کې یوازې وه. ورور یې راغلی. چاقو ورسره و. دی ته یې ويل چې…

–          چې څه؟

–          چې یا دې وژنم یا….لږ صبر زه لږه لرې لاره شم.

–          څومره لرې؟

–          چې حاجیان مې غږ وا نه وري، وۍ

–          ښه یا دې وژنم یا څه؟

–          چې یا دې په دې چاقو وژنم یا را سره ویده شه…

ما له ځایه را ټوپ کړل.سر مې د کټ سر ته پر دېوال لګېدلې بخارۍ ولګېد. اووووچ مې کړل. شمعې وارخطا شوه:

–          څه وشو؟ له کټه ولوېدې؟

–          نه په بخارۍ مې کوپړۍ ولګېده.

– په تا پسې خو څوک نه دې راغلي چې داسې وډاره شوې.

څه مې ورته ونه ويل. په سر مې درد شول. خو نجلۍ مې له ذهنه ونه وته:

–          نو جلۍ بیا څه شوه؟

–          بېرته مو بیا کور ته بوتله…

–          مور پلار لري؟

–          نه پلار یې بله ښځه کړې، له دوی سره مړی ژوندی نه لري

–          مور یې؟

–          هغه غریبه ایله دوی ته ډوډۍ پیدا کړي. یو ځای ټوله ورځ مزدوري کوي

–          نو اوس یې مور خبره شوه؟

–          هو

–          څه به کوي؟

–          د حیا عزت نارې یې وهلې

–          پولیس ته څوک زنګ نه وهي؟

–          ولې د باران له خولې یې ناوې ته دروې…

–          ګوره ته پام ورسره کوه…تاسو کره دې راځي مرسته ورسره وکړه خو کورته یې مه ځه…ورور سره یې احتیاط کوه

–          څه په بلا یې وهم…وایم چې ځانمرګي ته یې واچوم….

لندن شمال، ۲۸/۰۶/۲۰۱۳   ۰۰:۴۶

10 COMMENTS

  1. ماشالله ښکلی کیسه ده دیوواقعی اوافغانی ژونددمشکلاتودڅرګندونی په باره کی خوچه دغی خورداکیسه لږه نوره هم اوږده کړی وای اوادامه یی ورکړی وای نولابه خوندوه وه.

    • ثنا خورې سلام
      پرون مې هم د ترمز کيسه ولوسته ښکلې او روانه وه
      او دا هم يانې حيا
      له ښاغلو تبصره ليکونکو نه هم مننه چې په خپلو تبصرو يې دکيسې ارزښت زيات کړى
      ښاغلى کمال صيب په افغاني ټولنه کې داسې پيښې شته ،زمونږ په سيمه کې ديته ورته يوه قضيه تېره شوې چې ليکل يې دلته زما په اند کومه ګټه نه لري خوا د ثنا دکيسې محتوا واقعيت او حقيقت دواړه لري روانه او انځوريزه ده
      مننه

  2. ډیره ښایسته قیسه ګرانی الله پاک دی همت درکړی چی نور هم دافغانانو مشکلات وړاندی کړی زه هم ډیروډار شوم بازی ځیونو کی نو ځکه می قیصه پوره ولوستله ډیره سخته قیصه وه الله پاک دی هر انسان له داسی مشکلاتو څخه وساتی

  3. ګرانو محمد آ‌صف حبیب او احمد جانه څنګه مو وجدان اجازه درکړه چی دغه قصه او ناخواله غیرتی اسلامپاله او با فرهنګه هیواد ته منسوبه کړی چی یو ورور خپلی خور ته داسی ویل کولای شی؟ آیا ستاسو په کور کلی کی داسی کیژی یا خپله ورسره مخامخ شوی یاست؟ زه مطمّن یم چی ځواب مو (نه) دی نو بیا ولی وایی چی سنا ساپی مننه چی داسی د افغانانو دژوند واقعی حالات مو بیان کړی…. له ساپی خور نه مننه ولی هغی د یوه غربی او بی فرهنګه ملت انځور و‌ړاندی کړی نه د افغانی با عزته جامعی ؟ زه وایم چاته چی په لیکنه د تبصری علم نه ورځی شه دی چی یا خو هیڅ و نه لیکی اویا خو : مننه، مطلب می خوښه نه شوه، ستاسو د نورو لیکنو په هیله….او داسی نور آسانه عبارتونه ولیکی
    په افغانی مینه- مننه

  4. داسی قصی له بدمرغه په افغان تولنه کی دیری پیشی شویدی اصلی وجه یی دپوهی ټیټه کچه فرهنګی کمزورتیا اواقتصادی مشکلات دی پداسی ټولنه کی چی دجنسی اریکو په اره حتی خبری هم عیب ګڼل کیژی خودارضا په هکله یی سره له لدی چی آسانه شرعی لارشته اوزموژله شریعته لری دوداودستوردیره ستونزمنه کریده او ملایان هم پدی هکله هیځ نکوی ما ترپنځو دیری داسی پیشی لیدلی اوځیرلی دی داځکه چی ما 4 کاله دماشومانو داصلاح اوتربیت مرکزکی په مزارشریف کی دتتنکیو ځوانانو داصلاحی عدالت پروژه پلی کریده دیری داسی نارواوی په نجونوباندی دپلارله خوا ورورله خوا مامااوتره له خوا دکوردننه کیزی خوکه دانجونی ځه ووایی بیا هم ژوندون ته یی ګواښ کیدی شی داولی چی ددوی آوازځوک نه آوری دعزت اودپت ترنامه حتی قاضیان هم داسی پیښی سمی نه جاجوی زه غوارم دی دادول پیښوعوامل په لاندی ډول ښکاره کرم
    1. ناپوهی اوبیوزلی 2. دیرسخت قیودات پرجنسی اریکو (دواده سخت دوددستوراودیرمصرفونه )3.بیکاری اودروغی بوختیا نشتوالی 4. دنشه یی توکوکارول .5 دبلارونواومیندوبی غوری اونابوهی 6. دښارونو په کچه دمبتذل اوبیکاره ډرامواوسریالونه اویا دبربنډو فیلمونواوویدیوګانو خپریدل او داسی نور7. ددین اودشرعیی علومونه بی برخی پاتی کیدل

  5. ښاغلی کمال،
    ستاسو دا خبره سمه ده چې په کیسه کې یاده موضوع
    له دینی او کلتوري اړخه په ټولیزه توګه د افغان ولس د ژوند انځور نه دی خو له دې هم سترګې نه شو پټولی چې له بده مرغه دیته ورته پیښې زموږ په ټولنه کې شوي او کیږي حتا که کمې هم وي خو شته دي اوس که یوه لیکواله یا لیکوال داسې یوه موضوع را اخلي او لیکنه ورباندې کوي نو دې کې د هغې ګناه نه شته او هغه باید دا کار وکړي ځکه یو څه که شته نو ولې باید ځان تیر باسو او ووایو چې نشته، بله دا چې دا ډول کیسې ډیری خیالی نه وي بلکې د یوې حقیقی پیښې پر بڼسټ لیکل کیږي……..

  6. محترم ندا ساپی خور
    انشاالله ما ستاسو تبصره په هغه احساس ولوستله په کوم احساس چی تاسو نوشته کړی ده او ما خپله داسی یو څه اوریدلی دی ولی چی په حقیقت کی داسی شوی کنه زه خپله څه نه شم ویلای خو خبره داسی ده چی هر لیکوال باید د ټولنی هغه ناخوالی انځور کی چی تر نورو ډیری پیښیژی او ټولی ټولنی ته شاملی وی داسی نه چی خدای مکړه د اصلاح په ځای مو د هغه ناخوالی لپاره تبلیغ کړی وی!! زموژپه ټولنه کی دغه ته ورته ناخوالی چی اوس تقریبآ ټولی جامعی ته رسیژی هغه باید انځور شی چی مثالونه یی داسی بیانولی شم: په ماشومانو (نجونو او هلکانو) جنسی تیری او هغه هم اکثره د دولتی منسوبینو په لاس ، ډله ایز جنسی تیری دکور په دننه کی او هغه هم اکثره دحکومتی ملیشو په لاس، په بندیخانوکی په زنانه قشر جنسی تیری، په شفاخانو …..او داسی نور
    مننه

  7. زما د ثنا ساپۍ د کیسې ژبه خوښېږي، په کوم انداز چې ثنا ساپۍ وړې وړې خبرې خوندورې کوي ډېر راته خوند راکوي. مثلا کله چې یې سر په بخارۍ ولګېږي، یا یې هم تېلفون تر تخت لاندې ترېنه ورک وي. داسې خبرې انځورول اسان کار ښکاري خو اسانه نه دي. او بله دا چې همدا وړې خبرې د کیسې په انځورولو کې لوستونکي سره مرسته کوي او کیسه خوندوره کوي. د ثنا ساپۍ تقریبا ټولې کیسې مې لوستې، عموما ښه کیسې لیکي او یو څو کیسې یې لږې کمزورې دي خو ځکه چې په دې ډګر کې نوې ده نو له ستوني به یې نه نیسو ههه.
    دا و د کیسې هنري اړخ او په جوړونې زما خبرې، اوس راځو دېته چې آیا رښتیا هم دا کیسه واقع کېدای شي که نه، نو زما ځواب هو دی. دا کیسه رښتیا هم کېدای شي او شاید شوې هم وي خو ما نه ده لیدلې البته له خلکو مې اورېدلې دي. د بریالي لیکوال کمال همدا وي چې ناویل شوې خبرې ووايي. هغه خبرې ووايي چې خلکو ته غیرواقعي ښکاري خو په اصل کې واقعي وي. دا کیسه یې هم یوه بېلګه ده.
    درناوی

  8. ډیره په زړه پوری قصه په واقعی ډول دی زوریدلی افغان دزړه در پکی رانغښتی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب