شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د ښکلا شیبې | پروین ملال

د ښکلا شیبې | پروین ملال

      وړانګې په یبلو پښو 

ځنګل کې لاره وهي 

تیاره، تیاره اغزې یې تر تلو ووتله 

شپه یې د وینو څاڅکي زبیښي خاندي 

سهار نیژدي دی 

زرین لمر به د روڼا په اوږو راشي 

په ځنګل باندې به 

د طلايي شرابو رنګ وشیندې 

 

وړانګې په یبلو پښو،  

ځنګل کې لاره وهي 

سپیدو کیسه د سروغاټولو 

سپیره دښت ته وکړه 

کیدای شي بیا د مځکې 

لمنې شنې شي پر ټټر یې، 

تر شیدو سپینې چینې راشنې شي 

ریښې کږې وږې په مکیزونو او نخرو  

لکه پۍ مخې محبوبې راشي 

څوکې یې څانګې، څانګې 

د حجابونو ووزي 

   

وړانګې په یبلو پښو،  

ځنګل کې لاره وهي 

د نجلۍ ټیک، د هلک سترګې 

 سترګکونه وهي 

لارې اغزي غیږ کې نیولي 

ټول بدن یې د خپل ځانه سوزي 

هلک ورټیټ شو یو، څو لپې سایه  

پر مځکه وڅڅیدل 

نجلۍ ورټیټه شوه د لار اغزو یې 

د لمن څوکو ته نوکارې ورکړې 

خو قدمونو یې پر لارې باندې 

د سیورو ډکه روڼا وکرله 

 

وړانګې په یبلو پښو  

ځنګل کې لاره وهي 

نجلۍ کمیس د سور الوان اغوستی 

پایڅې یېولونه، ولونه 

د قدمونو څخه وړاندي درومې 

په باهوګانو کې یې 

د وړانګو ستوري زیږي 

هلک سره اوړي ته سایې ټولوي 

نجلۍ د وړانګو څخه  

د قلم څوکې جوړوي او درومې 

هلک د سیورو شنه، شنه څاڅکي 

د قلم پر څوکو ورتویوي  

او درومې 

 

وړانګې په یبلو پښو  

ځنګل کې لاره وهي 

هلک څو توري لکه ورځ کې ستوري 

د شنه اسمان پر دړه وکرله 

نجلۍ د خپلو ګڼو، ګڼو بڼو  

په غیږ کې ونیوله 

په ځنګلي مرغیو شور ګډ شو 

د شنه اسمان په لوري والوتې 

امیل، امیل شوی 

 

وړانګې په یبلو پښو، 

ځنګل کې لاره وهي 

د ونو لوړې څوکې 

خپلو لاسونو کې د ځنګلي مرغیو 

ښکلې سندرې نیسي 

وږمې سندرو ته نڅیږې درومې 

د نجلۍ لاس کې پاڼې  

دانه، دانه سندرې، راټولوي 

بیا یې د پاڼو حافظو ته سپاري 

د هلک غیږ د شنه اسمان 

د سیپارو ډکه شوه 

۲۰۲۳ / ۹ / ۷  

۲ 

وړانګې په یبلو پښو، 

ځنګل کې لاره وهي 

ستورو کالي د اوبو واغوستله 

د توپانې څپو کښتېو کې 

د سیند پر شنه ټټر مزلونه کوي 

هلک د سیند پر غاړه رنګین غمي 

واوډل 

نجلۍ پلو کې مرغلري راوړي 

په کتابونو کې د ښوونځي کلمې 

وخندله  

 

وړانګې په یبلو پښو  

ځنګل کې لاره وهي 

پوره سپوږمۍ  لکه کیږدۍ د اسمان 

مراندې  وریښم د وړانګو  

کښته د مځکې غیږ کې ښخ کړله 

هلک شپیلۍ ږغوي 

نجلۍ د کور د دروازې تر چاک 

د یو چا لاره څاري 

 

وړانګې په یبلو پښو  

ځنګل کې لاره وهي 

لمر د لوړ غر پر څوکو  

د وړانګو اور بل کړي 

د بیدیا شنو لمنو په وږمو غسل وکړ 

نجلۍ نګهت په پلو غوټه کړ  

د چینو سپینې اوبه په لپو، لپو ټولوي 

په پلونو لار جوړوي 

هلک د لیرو وطنونو راغلي 

د ماشومانو شور یې 

وهرکلې ته ولاړ 

 

وړانګې په یبلو پښو  

ځنګل کې لاره وهي 

هلک په خیال کې  د بڼو د سیورو ته 

ورسیدي 

د نجلۍ سترګې لکه دوه د سايو ډک 

بڼونه 

هلک اهاړ وهلي، دلته کښېني   

د نجلۍ سترګو کې دمه کوي 

وړانګې په یبلو پښو  

ځنګل کې لاره وهي 

نجلۍ ده ناسته د بوډۍ په ټال کې 

دوه عقابان یې پر اوږو ناست دي 

هلک د ذهن پر کوڅو راغلی 

د ذهن ټولې دروازې یې په یو وار 

پرانیستي 

نجلۍ را کښته شوه د ټاله 

یو عقاب یې خپلې بسته کې 

بند کړ    

بل یې هلک ته ورکړ 

دلیري کلي څخه 

د زنګ شرنګی راغلي 

    

وړانګې په یبلو پښو  

ځنګل کې لاره وهي 

د شنه اسمان لاسو ته 

اوریځې لاس اوږدوي 

نجلۍ خپل پلونه د کیږدۍ وخواته 

وکرله 

بیدیا یې پلونو کې ګلونه ایږدي 

وږمې د ونې لاندې 

په خوب بیده هلک راویښ کړ 

د باران سره سندرې وايي 

 ۲۰۲۳ / ۹ / ۸ 

 

غزل 

 

خبرې ورو کوه چې زړه یې اوري 

نظر، نظر کسي  لېمه یې اورې 

نیم کښ نظر د کړکۍ، ویښ خیالونه 

ستوري یې اوري چوپه شپه یې اوري 

پر کایناتو اوريدلي سپیدې 

پاڼې د سترګو او باڼه یې اوري 

د اشتیاق د اور په پل سپېلني 

سکروټو واوریده، ایره یې اوري 

ګل او چمن سنبل، سنبل رنګونه 

نګهت نڅیږې او وږمه یې اوري 

سپوږمۍ روڼا دي تر بام وڅڅيده 

بس دی نور بس کړه چې تیاره اوري 

پروین (پروین) یمه د شپو مسکا یم 

تیارو ته وایه، زمانه یې اورې 

۲۰۳۲ / ۹ /  ۲  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب